#د موټک وهلو حُکم !
پوښتنه : زه يو ځوان سړی يم د څه مودې راسي په يو ناکاره عمل يعنی موټک وهلو کي مبتلا يم، ځېني وخت مي خپل زړه ملامته هم کړي او وشرميږم، حالانکه زه لمونځ کونکی هم يم او د دي پرېښودل هم غواړم ليکن بيا ئي هم نشم پريښودلی!!، ما ته صحيح لارښوونه وکړئ چې ايا په اسلامي شريعت کي ددي څه رخصت شته او کنه؟ نور تفصيل درته نشم کولی، تاسو د قرآن او سنت په رڼا کي ددي مسئلي پوره وضاحت وکړئ
*
ځواب : تا چې کوم ناکاره او بد عمل ذکر کړی نو دا په شرعي توګه بالکل حرام عمل دی، الله تعالی فرمايلي :
(( قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (۱) ….. وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (۵) إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ (۶) فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاء ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ (۷) ))
په تحقيق سره مؤمنان کامياب دي، هغه چې د خپلو عورتونو ساتنه کوي مګر پرته له خپلو ښځو او وينځو څخه يې ، نو هغوی ( سره په جنسې اړيکه نېولو) ملامت ندي، څوک چې لدي څخه آخوا د نور څه په تالاش او لټون کي وي نو هغوی تجاوز کونکي او د حد څخه تيروتونکي دي. [ سورة المؤمنون ۵ تر ۷ ايات پوري .
پدې آيتونو کي الله تعالی د هغه انسان صفت کړی څوک چې د خپل عورت حفاظت کوي او د خپل خواهش پوره کولو لپاره کومه غير شرعي لاره نه اختيار وي.
الله تعالی د خواهش پوره کولو لپاره ( يواځي ) د دوه ځايونوځايونه تخصيص کړی، يوه ښځه او بله وېنځه، بيا يې فرمايلي: له دې نه علاوه نوري لاري او طريقي تالاش کونکي د حد څخه تيرېدونکي خلک دي. لدې څخه معلومه شوه چې موټک وهل ددي دوو صورتونو څخه غير دی . او شرعاً ددي کول د (( حدود الله )) څخه تيروتل دي کوم چې حرام کار دی
امام ابن کثير رحمة الله عليه فرمايې :
(( وَقَدِ اسْتَدَلَّ الْإِمَامُ الشَّافِعِيُّ، رَحِمَهُ اللَّهُ، وَمَنْ وَافَقَهُ عَلَى تَحْرِيمِ الِاسْتِمْنَاءِ بِالْيَدِ بِهَذِهِ الْآيَةِ الْكَرِيمَةِ: وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ، إِلا عَلَى أَزْوَاجِهِمْ أوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ
قَالَ: فَهَذَا الصَّنِيعُ خَارِجٌ عَنْ هَذَيْنَ الْقِسْمَيْنِ )).
امام شافعي او نورو هغو علماوو چا چې د هغه موافقت کړی ددي ايات څخه دليل نيولی په کوم کي چې راځي: (( هغه کسان چې د خپلو عورتونو حفاظت کوي پرته د خپلو ښځو او وينځو څخه يې )) د موټک وهلو په حرمت باندي دليل نيولی، نو پدې خاطر دا کار ددي دواړو ډولونو ( ښځي او وېنځي ) څخه غير او خارج دی.[ تفسير ابن کثير ٣\٢٦٤
همدا رنګه امام شافعي رحمه الله عليه وايې: (( فَلَا يَحِلُّ الْعَمَلُ بِالذَّكَرِ إلَّا فِي الزَّوْجَةِ أَوْ فِي مِلْكِ الْيَمِينِ وَلَا يَحِلُّ الِاسْتِمْنَاءُ وَاَللَّهُ تَعَالَى أَعْلَمُ ))
د خپلي ښځي او وينځي نه پرته بل ځای خپل عورت استمعالول حلال نه دی، او نه خو موټک وهل حلال دی.[ احکام القرآن للشافعي ٢١٠ مخ، کتاب الام ٥\١٢٩ ]
حرمله بن عبدالعزيز رحمة الله عليه وايې: (( سَأَلْتُ مَالِكًا عَنِ الرَّجُلِ يَجْلِدُ عُمَيْرَةَ، فَتَلَا هَذِهِ الْآيَةَ:” وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حافِظُونَ ))
ما د امام مالک نه د موټک وهونکي شخص په هکله وپوښتل نو هغه راته دا آيت کريمه ولوستل: او کوم کسان چې د خپلو عورتونو ساتنه کوي. [ احکام القران لابي بکر ابن العربي ۳/ ۱۳۱۰، تفسيرالقرطبي ۱۲/ ۷۱ ].
علامه محمد الامين الشنقيطيي رحمة الله عليه فرماېي
(( اعْلَمْ أَنَّهُ لَا شَكَّ فِي أَنَّ آيَةَ قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ هَذِهِ الَّتِي هِيَ فَمَنِ ابْتَغَى وَرَاءَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْعَادُونَ ، تَدُلُّ بِعُمُومِهَا عَلَى مَنْعِ الِاسْتِمْنَاءِ بِالْيَدِ الْمَعْرُوفِ، بِجَلْدِ عَمِيرَةَ، وَيُقَالُ لَهُ الْخَضْخَضَةُ، لِأَنَّ مَنْ تَلَذَّذَ بِيَدِهِ حَتَّى أَنْزَلَ مَنِيَّهُ بِذَلِكَ، قَدِ ابْتَغَى وَرَاءَ مَا أَحَلَّهُ اللَّهُ، فَهُوَ مِنَ الْعَادِينَ بِنَصِّ هَذِهِ الْآيَةِ الْكَرِيمَةِ ))
پدې پوهه شه! چې پدې خبره کي هېڅ شک نشته چې د سورة المؤمنون مذکوره ايت د خپل عموم له وجي موټک چې د (( جَلَد عميره )) په نوم سره مشهور دی او ده ته (( خضخضه )) هم وايي، ددي په حراموالي دلالت کوي ځکه کوم شخص چې په خپل لاس سره خوند واخلي تر دي چې د هغه مني را ووتل نو ده هغه لاره ولټوله کومه چې الله تعالی په ده حرامه کړي وه، دا شخص ددي آيت کريمه د قطعي نص او حکم په وجه د الله تعالی له حدودو څخه تيريدونکی دی
[ اضواء البيان ۵/ ۷۶۹، ۷۷۰ ]
وروسته خپله نوره خبره هم زياتوي؛ ليکي: (( وَهَذَا الْعُمُومُ لَا شَكَّ أَنَّهُ يَتَنَاوَلُ بِظَاهِرِهِ، نَاكِحَ يَدِهِ، وَظَاهِرُ عُمُومِ الْقُرْآنِ، لَا يَجُوزُ الْعُدُولُ عَنْهُ، إِلَّا لِدَلِيلٍ مِنْ كِتَابٍ أَوْ سُنَّةٍ، يَجِبُ الرُّجُوعُ إِلَيْهِ، أَمَّا الْقِيَاسُ الْمُخَالِفُ لَهُ فَهُوَ فَاسِدُ الِاعْتِبَارِ ))
پدې کي هطڅ شک نشته چې ددي ايات عموم په خپل ظاهري اعتبار سره موټک وهونکي ته هم شامل دی، او د قرآن کريم د ظاهر څخه تر هغه وخته وتل روا ندي تر څو چې په قرآن او سنت کي داسي دليل موجود نشي چې د هغه طرفته ورګرځيدل واجب کړي، په هر حال کوم قياس چې ددي په مخالفت کي راشي نو هغه به فاسد ګڼلی شي. [ اضواء البيان ۵/ ۷۷۱
د قرآن کريم ددي آيت او د محدثينو امامانو رحمة الله عليهم ددي وضاحت څخه معلومه شوه چې موټک وهل حرام او له حدودالله څخه تيريدل دي؛ نو پدې وجه ددي ناکاره عمل څخه ځان ساتل پکار دی.
لکه څرنګه چې دا په شرعي ډول سره حرام دی نو همدارنګه په طبي ډول سره هم ددي غټ غټ نقصانات او ضرورنه دي او د ډيرو مرضونو سبب ګرځي، ددي په وجه نظر کمزوري کيږي، او مردانه کمزوري هم را ولي، او کوم شخص چې مسلسل دا کار کوي نو هغه ورسته د واده کولو قابل نه پاتي کيږي، که بالفرض دی واده هم وکړي نو بيا هم په صحيح توګه د خپلي ښځي حقوق نشي اداء کولی، د دي څخه علاوه ددي په وجه اعصابي کمزوري هم پيدا کيږي، په شا او ملا کي ئي هم دردونه پيدا شي، ځکه دا هغه ځای دی چې د هغه څخه مني را وځي او بل داچې د سړي ماده پدې سره تحليل کيږي چې ددي په وجه ئي مني نرې شي او د ( سپَرَم ) څخه خالي شي چې ددي په وجه د بچو نه پيدا کيدو صورت حال منځ ته راځي او انسان د خپل ژوند څخه مايوسه کيږي
نو پدې خاطر ددي ضرورونو څخه د ځان ساتلو په وجه داسي کار اختيارول پکار دي کوم چې شريعت جائز کړی وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم يوځل خپلو ملګرو ته وفرمايل: (( يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ ))
اې د ځوانانو ډلې! په تاسي کي چې څوک د نکاح ( د اسبابو ) طاقت او وسع لري نو دی دي نکاح وکړي ځکه دا نظر ښکته کوي، او ( له بد کاري څخه ) د عورت حفاظت کوي، او څوک چې د نکاح کولو وسع او طاقت نلري نو هغه دي روژې ونيسي ځکه دا دده لپاره خصي کول دي. [ صحيح البخاري کتاب النکاح ( ۵۰۶۶ )، صحيح مسلم کتاب النکاح ۲/ ۱۰۱۸ ، ۱۰۱۹ ( ۱۴۰۰ )
ددي حديث څخه معلومه شوه چې که څوک د خپل شهوت د تسکين او سړولو لپاره د نکاح په شان د پاکيزه کار وس او طاقت نلري نو هغه دي روژي ونيسي؛ ځکه روژه انسان خصي کوي، د ده شهوت ماتوي
ان شاءالله که څوک په دغه نبوي علاج باندي عمل وکړي نو الله تعالی به ضرور شفاء ورکړي او د خپل عورت ساتنه به وکړي، او څوک چې د خپل عورت حفاظت وکړي نو د هغه لپاره نبوي زيری وارورئ
د سهل بن سعد رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( مَنْ يَضْمَنْ لي ما بيْن لَحْيَيْهِ، وما بَيْنَ رِجْلَيْهِ؛ أَضْمَنْ لَهُ الجَنَّةَ )). کوم شخص چې ماته د خپلي ژبي او شرم ځای ( ساتلو ) ضمانت راکړي، نو زه به هغه ته د جنت ضمانت ور کړم
[ شرح السنة باب حفظ اللسان ۱۴/ ۳۱۳، صحيح بخاري کتاب الرقاق، باب حفظ اللسان ( ۶۴۷۴ )، وکتاب المحاربين باب فضل من ترک الفواحش، مسنداحمد ۵/ ۳۳۳، ترمذي کتاب الزهد باب ماجاء في حفظ اللسان ( ۲۴۱۶ )، بيهقي ۸/ ۱۱۶، ابن حبان ( ۵۷۰۱ )، طبراني ( ۵۹۶۰ )
نو لهذا پدې نبوي نسخه باندي عمل کول پکار دی، د خپلي ژبي او عورت په حفاظت کولو سره د جنت د حصول کوشش پکار دی او د بدعملو خلکو د ناستي پاستي څخه دي ځان وساتل شي او د هغو ښو خلکو مجلس دي غوره کړي چيري چې د نيکي او تقوی خبري کيږي
د شيطاني وسوسو څخه دي اجتناب وکړل شي، کوم کس چې دا ناکاره عمل نشي پرېښودلی؛ نو هغه د يو ښه طبيب او معالج سره هم رابطه کولی شي، ددي لپاره چې د علاج په ذريعه ددي څخه ځان خلاص کړي؛ ځکه په شريعت کي د علاج کولو اجازه هم راغلي
اسامه بن شريک رضی الله عنه فرمايې: ((قَالَتِ الأَعْرَابُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَلَا نَتَدَاوَى؟ قَالَ: ” نَعَمْ، يَا عِبَادَ اللَّهِ تَدَاوَوْا، فَإِنَّ اللَّهَ لَمْ يَضَعْ دَاءً إِلَّا وَضَعَ لَهُ شِفَاءً )). بانډوالو وويل: يارسول الله ! ايا موږ علاج ونکړو؟ هغه ورته وفرمايل: اې د الله بندګانو علاج کوئ، يقيناً الله تعالی هېڅ داسي بيماري نده پيدا کړي مګر د هغي لپاره ئي شفاء او علاج هم پيدا کړی
[ ترمذي کتاب الطب ( ۲۰۴۵ )، الادب المفرد ( ۲۹۱ )، ابوداود کتاب الطب ( ۳۸۵۵ )، ابن ماجه کتاب الطب ( ۳۴۳۶ )، مسندحميدي ( ۸۲۴ )، طبراني کبير ( ۴۶۹ )، مسندطيالسي ( ۱۲۳۲ )، بيهقي ۹/ ۳۴۳، شرح السنة ( ۳۲۲۶ )
همدارنګه د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: (( مَا أَنْزَلَ اللهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً )
الله هېڅ بيماري نده را ليږلي مګر د هغي لپاره ئي شفاء ( علاج) هم راليږلی. [ بخاري کتاب الطب (٥٦٧٨ )
لهذا د کوم ښه طبيب سره په رابطي کولو سره هم علاج کولي شي، ليکن ياد ولرئ چې د لارو او سړکونو په غاړه ناپوهه او دوکه مارو کسانو څخه ځان وساتئ، دا کسان د اوسني ځوانانو په خرابولو کي ډير مخکي دي، دا رنګه د علاج کولو لپاره دي هغه دواياني استعمال کړل شي کومي چې حرامي نوي .
ليکوال: مفتي/ الشيخ ابوالحسن مبشراحمدربّاني
ژباړه: مفتي ابوخالد لائ