د عمروبن سلمة حديث دى:عن عمرو بن سلمة قال: (لما كانت وقعة الفتح بادر كل قوم بإسلامهم وبادر أبي قومي بإسلامهم فلما قدم قال: جئتكم من عند النبي صلى اللَّه عليه وسلم حقًا فقال: صلوا صلاة كذا في حين كذا وصلاة كذا في حين كذا فإذا حضرت الصلاة فليؤذن أحدكم وليؤمكم أكثركم قرآنًا فنظروا فلم يكن أحد أكثر قرآنًا مني لما كنت أتلقى من الركبان فقدموني بين أيديهم وأنا ابن ست سنين أو سبع سنين وكانت عليَّ بردة كنت إذا سجدت تقلصت عني فقالت امرأة من الحي: ألا تغطون عنا إست قارئكم فاشتروا فقطعوا لي قميصًا فما فرحت بشيء فرحي بذلك القميص). رواه البخاري و ابوداود و النسائي.
ژباړه: له عمرو بن سلمه رضي الله عنه څخه روايت دى فرمايي: کله چې د مکې فتحه واقع شوه، هر چا خپل قوم مسلمان کړ او زما پلار هم خپل قوم ته ورغى او ورته يې وويل: ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه تاسې ته حق راوړى دى او دوى ته يې وويل: دا لمونځ په دې وخت کې وکړئ او دا لمونځ په دې وخت کې وکړئ (لمونځ يې سره له وختونو وروښود) او کله چې د لمانځه وخت راشي نو يو کس دې آذان وکړي او د چا چې زيات قرآن يې زده وي، نو دوى وکتل، نو د هېچا زما څخه زيات قرآن نه و زده، ځکه چې ما به د مسافرو څخه قرآن زده کاوه، نو زه يې د امامت لپاره مخکې کړم په داسې حال کې چې زه شپږ اوه کلن وم او زما يو څادر و، کله چې به مې سجده وکړه نو هغه به راڅخه پورته شو، نو د کلي يوې ښځې وويل چې: آيا زمونږ څخه مو د خپل قاري (امام) عورت نه پټوئ، نو ما ته يې رخت واخيست او له هغه څخه يې راته قميص جوړ کړ، نو په هېڅ څه باندې دومره نه وم خوشحاله شواى لکه چې په دې قميص خوشحاله شوم. دا حديث بخاري، ابوداود او نسائي روايت کړى دى. د مذکوره حدیث نه دوه خبری واضحه معلومیږی: لمړى دا چې دا هلک ماشوم (نابالغ) او امامت يې ورکړ، نو جواز يې معلوم شو او دا فرض لمونځ و، نو کله چې امامت په فرض لمانځه صحيح دى نو په نفلو کې خو خامخا صحيح دى. دويم دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي چې د چا زيات قرآن زده وي هغه دې مخکې شي، په هغه د دې تخصيص نه دى شوى چې بالغ وي او که نابالغ.