د سلم عقد د تطبيق ساحې ، چې ځينې يې په لاندې توګه بيانيږي:
الف: دسلم عقد دکرنې دبيلابيلو څانګو د تمويل لپاره صحيح دی ، پدې ډول چې د اسلامي بانک د هغه بزګرانو سره معامله وکړي ، چې ورڅخه هيله کيدای شي په موسم کې به د دوی سره دغه سودا د خپلو محصولاتو د توليد څخه موجوده وي، او يا هم د نورو محصولاتوڅخه چې په بازار کې پيداکيږي ، که چيرته دوی د خپل محصول په تسليمولو کې پاتې راشي.
ب : امکان لري د سلم عقد د کسبګرو، کوچنيو توليدونکو ، بزګرانو او جوړونکو په تمويل کې ورڅخه کار واخستل شي ، پداسې توګه چې دوی سره د توليد لپاره د ضروري او اړينو توکو ، ماشين آلاتو او لومړنيو موادو مرسته وشي ، چې دا به د سلم لپاره رأس المال وي او ددې ځينې توليدات په پرې رانيولی شي او بيا به بازارته وړاندې کولای شي .( مجلة المجمع (ع 9، ج1 ص 371) ، مجمع الفقه الإسلامي التابع لمنظمة المؤتمر الإسلامي بجدة ( المکتبة الشاملة).
- مضاربت:
مضاربت :د شراکت يو تړون دی ، چې مال به د ېوې لورې وي او د بل اړخ نه به کار کول وي او هغه ګټه چې لاس ته راځي د هغه تړون پر اساس به توزيع کيږی ، چې دواړو پرې اتفاق کړی او خساره به يواځې د مال په څښتن وي . (قلعجي: معجم لغة الفقهاء (ص: 434)
هغه کرنيز قرض چې د مضاربت په شکل واخستل شي روادی او داعموما دفارمونو په جوړولو کې ورڅخه استفاده کيږي، چې په شرعي مضاربت پور ورکړل شي، او د مضاربت اصول پکې مراعت کړل شي.( الدويش ،أحمد بن عبد الرزاق فتاوی اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء: ج۱۴، ص۱۱۴، الطبعة:الأولى ، الناشر : رئاسة إدارة البحوث العلمية والإفتاء – الإدارة العامة للطبع – الرياض، تاريخ النشر : 1417هـ – 1996م، الفتاوی الشرعية الصادرة عن قطاع الافتاء بالکويت ج۴ص۸۶، ،مطبعة المقهوي الاولی،الطبعة الثانية :1430 ـــــ 2009م، دولة الکويت )
هغه پروژې چې امکان لري د مضاربت د صيغې کار ورڅخه واخيستل شي ، زراعتي او کرهڼيزې پروژې دي، د پروژو د تمويل له لارې به يې ترسره کوي . چې هدف به يې د حيواناتو په توليدکې زيادت وي ، چې بانک به مال ورکوي او باتجربه ټيکدار به خپله تجربه په کار اچوي.( نياز ي ،د. مصطفی ،اسلامي بانکداري: ص۴۲،النور کتابتون ، جلال اباد)
- مشارکت:
مشارکت خلط او يوځای کولو ته وايې ، د څو تنو مالونه سره ګډ کول او پر هغې يوځای تجارت کول ، دمشارکت څخه عبارت دی. (قلعجي: معجم لغة الفقهاء ص: 261)
په ځينو وختونوکې يو شمير کسان ديو معين مقصد لپاره پيسو ته ضرورت پيداکوي، دبيلګې په توګه د غنمو د پيرنې او پلورنې لپاره غواړي له مالي ادارو او يا هم له بانک څخه قرض واخلي ، نوددې پر ځای چې له کلاسيکي بانکونو څخه د سود په شکل قرض واخلي ، غواړي د مضاربت او مشارکت له لارې ددغه مقصد لپاره پيسې لاس ته راوړي ، البته ددغه مقصد لپاره اسلامي بانک همدې شخص ته قر ض ورکوي او هغه پرې پيرنه او پلورنه تر سره کوی ، نوکومه ګټه چې لاس ته راوړي د د واړو به سره شريکه وي، ديته دفقهې په اصطلاح کې مضاربت ويل کيږي.
مګر کچيرې شخص او بانک خپله شتمني سره شريکه کړي او بياپرې اجناس وپيري وروسته يې وپلوري ، نوکومه ګټه چې لاسته راوړي، د دواړو په ګډه به وي ، نو ديته مشارکت ويل کيږي ، دغه کړنه درسته او جائز ده ،پدې شرط چې د مشارکت د اصولو څخه مخالفت ونه کوي.( نياز ي ،د. مصطفی ،اسلامي بانکداري او په هغې کې دشريعت بورد رول : ص ۵۹، ۶۰)