زده كړه دهرانسان اساسي حق دى، په تېره بيا كوچنيان چې دراتلونكي درانه مسوليتونه په غاړه اخلي ډېره اړينه ده چې دهغوى سالمه روزنه ويشي پدې اړه نبي صلى الله عليه وسلم فرمايې: ((خپلو اولادونو ته زده كړه او ښه ادب وركړئ، دا ځكه چې هغوې د بلې زمانې له پاره پېدا شوي دي))، په بل روايت كې راغلي دي: هرماشوم په فطرت زوه كړه كوي، دمور او پلار د ناسمې روزنې په پايله كې ورڅخه يهودي، نصراني او مجوسي جوړېږي.
د عربۍ يو مشهور متل دى چې وايې: اولادونه زمونږ دزړه ټوتې دي چې په ځمکه ګرځي.
په کوچنيوالي کې عقل ډېر تېز، بيدار او دحفظ قوه ښه پياوړې وي، په ډېره اسانۍ سره د نورو تقليد كوي، دماشوم جسم، عقل، ذهني احساسات او معنويات مخ په وده او انكشاف وي، ډول ډول مهارتونه كسبوي، ټولنيز ژوند پېلوي، دكورنۍ نه بهر ځانته دوستان نيسي او دكلماتو كچه يې وخت په وخت زياتېږي، د مولانا اعزاز علي وينا ده: د ماشومانو زړونه د سپينې تختې په څېر پاك وي، ددې معنى دا نه ده چې هيڅ يې زده نه وي بلكه هدف يې دا دى لكه په صفا ورقه چې هرڅه ليكل كېداى شي دغسې دهغوۍ ذهنونه هرڅه ته ځاى وركوي.
حضرت علي رضي الله عنه فرمايې: دكوچنيانو زړونه دخالي ځمكې په څېر دي، هرڅه چې پكې كرې هغه قبلوي.
ابن خلدون وايې: په كوچنيوالي كې زده كړه ډېره مضبوطه وي او راتلونكي له پاره بنياد او اساس وي.
دماشومانو زده كړه داسې وي لكه دكاڼي كرښه او دلويانو داسې وي لكه په اوبو ليكنه، څومره چې عمر مخ په وړاندې ځي، حواس يې كمزورې كېږي او حافظه دلاسه وركوي، دا سمه ده چې د لويانو عقل پوره وي خو دهغوى مصروفيتونه زيات وي.
\ حضرت حسن رضي الله عنه به خپلو اولادونوته ويل: علم زده كړئ تاسو دنن ورځې كوچنيان او دسبا لويان ياست، كه حفظ نه شي كولاى ليك لوست زده كړئ.
لقمان حكيم خپل زوى ته ويلې و: اى زويه په كوچنيوالي كې علم زده كړه ځكه چې لويانو ته زده كړه ډېره ستونزمنه وي.
يواځې دماشومانو ښوونې په ښوونه بسنه بايد ونه شي بلكې دهغې روزنې ته هم توجه پكار ده، عمرو بن سلمة رضي الله عنه وايې: زه وړوكې ماشوموم او دنبي عليه السلم په غېږ كې ناست وم، دكاسې ديوې او بلې خوا مې خوراك كوو، رسول الله صلى الله عليه وسلم زما لاس ونيو او راته يې وويل: اى هلكه بسم الله ووايه، په ښې لاي دخپلې مخې خوراك كوه.
حضرت عمر رضي الله عنه دخپل خلافت پرمهال په يو متحدالمال مكتوب كې ولاياتو ته ليكلي و: خپلو اولادونو ته نښه ويشته، لامبو او پر اسونو سپرېدل زده كړئ.
حجاج بن يوسف دخپل زوى ښوونكي ته ويلي و: زما زوى ته دليك لوست نه دمخه لاموبو ورزده كړه، ځكه چې بل دده څخه ليك لوست كولاى شي خو لامبو ورڅخه نشي وهلى.
يو باچا د وزير كور ته ورغلو د وزير د زوى نه يې وپوښتل: ستاسو كور خايسته دى او كه زمونږ؟ د وزير زوى چې ډېر ادب ناك و ځواب وركړه: زمونږ كور ځكه خايسته دى چې نن باچا پخپله دلته تشريف لري.
عروة بن زبير رضي الله عنه خپلو اولادونو ته ويلي و: اى بچيانو! تر ټولو نېكبخته هغه څوك دى چې په خپل كور كې دپوهې والا ولري او زده كړه ورڅخه وكړي، تاسو راشئ او له ما څخه زده كړه وكړئ، ډېر زر به تاسو دخپل قوم مشران شئ، زه چې كوچنى وم دهيچا راته پام نه و كله چې لوى شوم خلكو به ددين په اړه راڅخه پوښتنې كولې، ديوچا له پاره دخجالت خبره دا ه چې له هغه څخه ددين په اړه وپوښتل شي او هغه زده نه وي.
ابراهيم بن داود البغدادي وايې: هغه چا چې خپل زوى ته ادب او علم وښود ، هغه دخپل دښمن ملا ماته كړه.
امام محمد رحمه الله وايې: دخپلو اولادونو درناوى دا دى چې ښه ادب ورته وركړئ.
سليمان بن داود خپل زوى ته وصيت كړى و: كه څوك غواړي چې خپل دښمن مات كړي، دخپل زوى څخه دې د ادب امسا نه پورته كوي.
لقمان حكيم خپل زوى ته ويلي و: اى زويه علم دبې وزلانو څخه باچاهان جوړ كړي دي.
خليل بن احمد وايې: هغه څوك چې د زده كړې نه حياء او تكبر كوي له جهل او ناپوهۍ څخه به خلاص نشي.
له پورتنۍ څېړنې څخه مونږ دا نتيجه اخلو چې علم ستره سرمايه ده او الله تعالى فرمايې: پوهان او جاهلان برابر نه دي.
خو دزده كړې او روزنې له پاره ترټولو ښه او مساعد وخت وكوچنيوالي وخت دى، دوۍ دخپلو كورنيو سره امانتونه دي ، نو مشرانو او اولياو دماشوم دنده لري چې په ښه شان دهغوۍ سالمه روزنه وكړي.