الله عزَّوَجَلَّ مونږ ته په خپل کتاب قرآنکریم کې بیان کړي دي چې مونږ يي د یو لوي او مهم هدف لپاره پیدا کړي یو، او هغه دا چې مونږ يواځی د هغه عبادت په داسې شان سره وکړو چې شریک او برخَوال ورسره ونه ګرزوو، لکه چې الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ ﴾ [الذاریات: 56].
ترجمه: «ما پیریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر ددی لپاره چې يواځی ځما عبادت او بندګي وکړي».
همدارنګه په بل ځاي کې الله جل جلاله فرمایي:
﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ﴾ [البینة: 5].
ترجمه: «دی خلکو ته امر نه دی شوی مګر خو امر شوی دوﺉ ته ددي خبری چې دوﺉ دی عبادت اوبندګي کوي يواځی د الله تعالی په داسې حال کې چې خالص کونکي وي دوﺉ الله تعالی ته د عبادت خپل، او ولاړ وي په حق او مایل نه وي باطل خوا ته، او بل دوﺉ ته ددی امر شوی دی چې پوره په خپل وخت به أدا کوي د ټولو حقوقو سره لمونځ، او ورکوي به زکات، او همدا مضبوط دین دی».
نو هغه څوک چې له شرک ځینی ځان وساتي او خپل عبادت او بندګي يواځی یو الله تعالی ته خالص کړي، او هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي وکړي، نو دغه شخص مسلمان دی، له ده سره د الله تعالی لخوا د جنت ته دداخلیدو او له اور څخه د خلاصي وعده شوی ده.
او همداشان هغه څوک چې فرضي عبادات ادا کړي، او له محرماتو ځینی ځان ګوښه کړي، نو همدی د الله تعالی له هغه بندګانو څخه شمارل کېږي چې مؤمنان او متقیان ورته ویل کېږي، او ددوﺉ لپاره له عذاب څخه د امان وعده لیکل شوی ده، او هم په دنیا او آخرت کې ورته د الله تعالی د لوﺉ مهربانۍ وعده ده.
خو هغه څوک چې د فرایضو د ادا او له محرماتو څخه د ګوښه کېدو تر څنګ مستحبات هم پرځاي کړي، او له مکروهاتو ځان هم وساتي، او د الله تعالی عبادت او بندګي په داسې خشوع او خضوع سره وکړي لکه چې الله تعالی ورته ګوري نو دغه ډول بندګان د محسنینو بندګانو په شمار کې راځي، د چا لپاره چې الله په جنت کې د ډیرو لوړو درجو وعده کړی ده.
نو اوس به لوستونکي ته څرګنده شوي وي چې هغه څه چې د بنده په عبادت کې کمی او نقصان راولي درې درجې لری:
لمړۍ درجه: شرک اکبر: او هغه دا چې یو څوک د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي وکړي، نو که یو څوک د عبادت له انواعو څخه هره یوه یي د الله تعالی څخه پرته بل چا ته وکړي نو هغه مشرک او کافر کېږي، الله عزَّوَجَلَّ ورڅخه فرضي او نفلي عبادتونه نه قبلوي، لکه هغه خلک چې بتان، اولیاء، ونی، تیګی د خپل ضرورتونو او حاجتونو د پوره کولو لپاره رابلي، او د هغوﺉ لپاره حلالکې کوي، او خپل ضرورتونه پوره کول ورڅخه غواړي، او یا د کوم شر او مصیبت څخه بچ کول ورڅخه غواړي.
نو دغه ډول خلک کافر او مشرکېن دي، د اسلام له مقدس دین څخه بهر دي، او که له دوﺉ څخه کوم یو پرته له توبی مړ شي، نو هغه به د جهنم په اور کې تل ترتله وي. الله جل جلالهدی مونږ ورڅخه وساتي.
دوهمه درجه: کوچنی شرک (شرک اصغر): لکه ریا، سمعت او په عبادت اوبندګۍ کې ځان ښودنه، لکه چې یو بنده خپل کوم عبادت لکه لمونځ یا خیرات او داسې نور په ښه شان ادا کوي او ښایسته کوي یي؛ ددي لپاره چې خلک يي په دغه کار باندې وستایي، نو که څوک داسې کار کوي ښکاره ده چې دی په دغه عبادت کې الله عزَّوَجَلَّ ته هغه اخلاص نلري چې له عذاب څخه پرې خلاصیدی شي، اګر که ده دلته حقیقةً د غیر الله بندګي نه ده کړی، خو ده په دغه عبادت سره د خلکو او مخلوق ستایل او ثنا اراده کړی ده،ځکه ده ددغه عبادت ثواب له غیر الله څخه غوښتلی چې هغوﺉ یي وستایي، نو په دي سره دغه بنده د شرک اصغر)وړوکي شرک( مرتکب کېږي، چې همدغه عبادت بربادوي او له منځه یي وړي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په یو حدیث قدسي شریف کې فرمایي چې الله جل جلاله فرمایلي دي:
«أنا أغنی الشُّرَکاءِ عَنِ الشِّركِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلاً أَشْرَكَ فِيهِ مَعِيَ غَيرِيْ تَرَکْتُهُ وَشِرْکَهُ» [رواه مسلمٌ من حديثِ أبي هُريرةَ رضي الله عنه].
ترجمه: «په ټولو شریکانو او برخوالو کې زه له خپلی برخی او شرک څخه ډیر بی پروا یم، هر هغه چا چې یو عمل وکړ چې په هغی کې یي له ما سره بل څوک شریک او برخمن کړ، نو زه دغه بنده او دغه د عمل خپله برخه دواړه پرېږدم».