عبادت معنی
د عبادت معنی: تذلل، خضوع، غاړه ایښودل، سره له ډیره محبت او تعظیم نه.
او هر عمل چې په هغه سره یو معبود ته پرې نژدیکت حاصلولی شي عبادت بلل کېږي.
لدي کبله د اسلامي شرعی په اصطلاح کې هم عبادت: یو جامع نوم دی چې ټولو هغه شیانو ته شامل دی چې الله عزَّوَجَلَّ یي خوښوي، که هغه وینا وي، او که ظاهر یا باطني اعمال وي.
او عبادت کله په زړه وي، کله په ژبه، او کله په غړو، خو الله عزَّوَجَلَّ خپلو بندګانو ته امر کړی دی چې د عبادت ټول انواع دي يواځی د یو اللهجل جلاله لپاره خاص کړل شي، او هېڅ ډول شریک او برخَوال دي ورسره پکې نه وي، لکه چې اللهجل جلاله فرمایي:
﴿هُوَ ٱلۡحَيُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱدۡعُوهُ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَۗ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴾ [المؤمن:65].
ترجمه: «الله عزَّوَجَلَّ هغه ذات دی چې همیشه ابدي ژوندی دی، نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر همدغه الله تعالی دی، نو تاسو همدغه الله تعالی راوبلۍ، په داسې حال کې چې خالص کونکي یاست هغه ته د خپل دین او عبادت او بندګۍ، ټول د کمال صفتونه الله عزَّوَجَلَّ لره دي چې پالونکې او پروردګار د عالمیانو دی».
همداشان الله جل جلاله په بل ځاي کې فرمایي:
﴿قُلۡ إِنِّيٓ أُمِرۡتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱللَّهَ مُخۡلِصٗا لَّهُ ٱلدِّينَ ﴾ [الزمر: 11].
ترجمه: اووایه اي پیغمبره! بیشکه ماته حکم شوی دی چې زه بندګي وکړم يواځی د یو الله، په داسې حال کې چې خالص کونکې یم هغه ته ددین او عبادت خپل».
همداراز الله جل جلاله امر کړی دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي وشي او د الله تعالی عبادت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونی موافق ادا او سر ته ورسول شي، لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿بِٱلۡبَيِّنَٰتِ وَٱلزُّبُرِۗ وَأَنزَلۡنَآ إِلَيۡكَ ٱلذِّكۡرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيۡهِمۡ وَلَعَلَّهُمۡ يَتَفَكَّرُونَ ﴾ [النحل: 44].
ترجمه: او اي پیغمبره! تاته مو وحیي درلیږلی ده ددي لپاره چې ته بیان او واضح کړی خلکو ته هغه احکام چې دوﺉ ته ورلیږل شوي دي».
همداډول په بل ځاي کې فرمایي:
﴿وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمۡ عَنۡهُ فَٱنتَهُواْ﴾ [الحشر: 7].
ترجمه: او هغه څه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم یي تاسو ته درکوي او تاسو ته پرې حکم کوي نو هغه واخلۍ عمل پرې وکړۍ، او هغه څه چې تاسو ورڅخه منع کوي، نو ورڅخه ځان وساتۍ او منع شۍ».
الله عزَّوَجَلَّ هم له هیچا څخه هېڅ یو عمل تر هغه پوری نه قبلوي چې پکې دغه دوه شرطونه پوره نه وي: یو اخلاص اوتوحید، او بل متابعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي کول.
بلکې بنده تر هغه مسلمان کېدی نشي چې په هغه کې اخلاص او توحید نه وی، یعنی چې دعبادت او بندګۍ ټول انواع یي خالص د یو الله تعالی لپاره نه وي، او هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي په عبادت او نورو احوالو کې پکې نه وي.
نو يواځی عبادت او بندګي د الله تعالی په وړاندې صحیح ده چې خالص د یو الله تعالی لپاره وي، او بل د رسول الله له سنتو سره برابره وي، او همدي ته عمل صالح هم وايي.