درېمه درجه: ګناهونه کول: او هغه داسې چې بنده ځینی حرامو شیانو ته لاس وراوږد کړي او یا هم په ځینی فرضیاتو کې له سستۍ او لټۍ څخه کار واخلي، نو هرڅومره چې یو بنده د خپل پروردګار څخه سرغړونه کوي، په همدغه اندازه دی الله جل جلاله ته په خپله بندګۍ کې نقصان او کمی راولي.
د الله پاک په بندګۍ کې کاملترین او پوره بندګي کونکې هغه څوک دی چې د الله تعالی اوامر په ډیره ښه ډول سره ادا کوي، او د الله تعالی پر دین سم او ټینګ ولاړ وي، لکه چې الله عزَّوَجَلَّ فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسۡتَقَٰمُواْ فَلَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ * أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَنَّةِ خَٰلِدِينَ فِيهَا جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ﴾ [الأحقاف:13-14].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان چې ویلي یي دي: زمونږ پروردګار يواځی یو الله پاک دی، او بیا په دغه اقرار باندې ټینګ ولاړ دي، نو پر دوﺉ باندې ویره نشته له تیر وخته، او نه به دوي غمجن وي له راتلونکي عذاب څخه، همدغه ستایل شوي خلک د جنت خاوندان دي چې همیشه به وي په دغه جنت کې، دا بدله ددوﺉ ده په سبب د هغه عمل چې دوﺉ به کولو».
همدارنګه په بل ځاي کې الله تعالی فرمایي:
﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ قَالُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُ ثُمَّ ٱسۡتَقَٰمُواْ تَتَنَزَّلُ عَلَيۡهِمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَلَّا تَخَافُواْ وَلَا تَحۡزَنُواْ وَأَبۡشِرُواْ بِٱلۡجَنَّةِ ٱلَّتِي كُنتُمۡ تُوعَدُونَ ٣٠ نَحۡنُ أَوۡلِيَآؤُكُمۡ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِۖ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَشۡتَهِيٓ أَنفُسُكُمۡ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ٣١ نُزُلٗا مِّنۡ غَفُورٖ رَّحِيمٖ ٣٢ وَمَنۡ أَحۡسَنُ قَوۡلٗا مِّمَّن دَعَآ إِلَى ٱللَّهِ وَعَمِلَ صَٰلِحٗا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ ٱلۡمُسۡلِمِينَ ٣٣﴾ [فصلت: 30-33].
ترجمه: «بیشکه هغه کسان چې ویلي یي دي: زمونږ پروردګار يواځی یو الله پاک دی، او بیا په دغه اقرار باندې ټینګ ولاړ دي نو دوﺉ ته به ملایکې رازي او ورته به وايي چې: تاسو مه ویریږۍ ددنیا په عمل، او مه غمجن کېږۍ د آخرت د عذابونو له راتلو څخه، او بلکې تاسو خوشحاله شۍ په هغه جنت چې له تاسو سره یي وعده شوی وه، مونږ ستاسو ملګري او دوستان یو په ژوند ددونیا کې او په آخرت کې، او شته ستاسو لپاره په آخرت کې هغه نعمتونه چې ستاسو زړونه یي غواړي، او شته تاسو ته هغه نعمتونه چې تاسو یي غواړۍ، دا نعمتونه میلمستیا ده ستاسو لپاره د الله تعالی لخوا چې بخښونکې او د مهربانۍ خاوند دی، او څوک ډیر ښایسته دی په وینا کې له هغه چا څخه چې بلنه کوي د الله تعالی خوا ته او دهغه دین ته، او پخپله هم نیک عمل کوي، او په ژبه اقرار هم کوي چې زه له مسلمانانو څخه یم».
قلبي عبادتونه په درې اساسي بنسټونو باندې ولاړ دي: محبت، ویره، او امید، نو دا درېواړه عظیم الشان عبادتونه یو الله تعالی ته خاص کول پر بنده فرض دي.
او تر ټولو باید د الله تعالی سره ډیر محبت وکړي، او له هغه سره پدي محبت کې هېڅ مخلوق شریک او برخمن نکړي، لکه چې الله تعالی فرمايي:
﴿وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَشَدُّ حُبّٗا لِّلَّهِ﴾ [البقرة: 165].
ترجمه: «او هغه کسان چې مؤمنان دي هغوﺉ ډیر زیات محبت کونکي دي د الله تعالی سره».
او د الله تعالی له قهر او عذابه څخه به ویریږي، تر څو د الله تعالی له ویری له ګناهونو کولو څخه رابند شي.
او هم به د الله تعالی د رحمت، مغفرت، بخښنی فضل او احسان ډیر امید کوي.
او هغه څوک چې په یو وخت کې دا درېواړه سره یو ځاي په زړه کې ساتي نو هغه د الله تعالی له رحمت څخه نه ناامیده کېږي، او نه هم د الله تعالی له عذابه څخه په امن کې کېږي، بلکې هغه په زړه کې د الله د رحمت د امید ترڅنګ د الله تعالی د عذاب ویره هم ساتي، لکه چې الله عزَّوَجَلَّ فرمایي: ﴿وَٱدۡعُوهُ خَوۡفٗا وَطَمَعًاۚ إِنَّ رَحۡمَتَ ٱللَّهِ قَرِيبٞ مِّنَ ٱلۡمُحۡسِنِينَ ﴾ [الأعراف:56].
ترجمه: «او وبلۍ الله تعالی په داسې حال کې چې تاسو د هغه له عذابه ویریږۍ، او هم د هغه درحمت او بخښنی طمع او امید لرۍ، بیشکه د الله عزَّوَجَلَّ رحمت نیکانو ته نژدی دی».
او دعا دلته دواړو نوعو ته شامله ده، که هغه عبادتي او ذکري دعا وي، او که یا هم دکوم حاجت د غوښتنی دعا وي.
په هغه بنده کې چې د الله تعالی سره مینه او محبت وي، نو دغه محبت او مینه یي دی ته اړ کوي چې الله عزَّوَجَلَّ ته د ځان نژدي کولو کوښښ وکړي، او د الله تعالی سره د ملاقات او د هغه لیدو ته يي شوق پیدا شي، بلکې د هغه په یادولو او ذکر باندې ورته سکون او آرام حاصلیږي، او دغه محبت یي دیته اړباسي چې هغه څه خوښ کړي چې الله تعالی یي خوښوي، او هغه څه بد وګڼي چې الله تعالی یي بد ګڼي، او پدي شان سره د ولاء او براء عبادت په وجود کې راځي؛ ځکه دده محبت د الله تعالی سره رښتينی دی.
همدارنګه د الله تعالی څخه ویره بنده لدي څخه ایساروي چې د محرماتو مرتکب شي، او یا هم فرایض پرېږدي، او په همدي ډول دی د الله تعالی له متقینو بندګانو څخه شمار شي، هغه څوک چې د الله تعالی له ویری د هغه د قهر او عذاب له اسبابو څخه هم ځان ساتي.
او د الله تعالی د رحمت امید بیا بنده کې شوق پیدا کوي چې نیک عملونه وکړي؛ ځکه هغه امید لري چې ددي په سبب به ورته لوﺉ لوﺉ ثوابونه او د الله تعالی د رضامندۍ برکتونه په لاس ورشي، کوم چې الله تعالی خپلو نیکانو بندګانو ته ورکوي.