د شرک اصغر یو ډول دا هم دی چې دبنده زړه په دنیا پوری داسې ونښلي چې همدا دنیا یي لوي هدف او مقصد وګرزي، چې ددی دنیا په سبب ورڅخه ځینی فرضیات او واجبات پاتی کېږي او ضایع کېږي، او کله کله د محرماتو مرتکب کېږي، ځکه دده په زړه کې ددنیا الوهیت او قداست دومره لوﺉ وي، چې له دي کبله ورڅخه ددنیا لپاره فرضیات اوواجبات پاتی کېږي او د محرماتو مرتکب کېږي، حال دا چې رسول الله فرمايي:
«تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ وَعَبْدُ الدِّرْهَمِ وَعَبْدُ الْخَمِيصَةِ إِنْ أُعْطِيَ رَضِيَ وَإِنْ لَمْ يُعْطَ سَخِطَ تَعِسَ وَانْتَكَسَ، وَإِذَا شِيْكَ فَلاَ انْتَقَشَ». [رواه البخاريُّ من حديثِ أبيهُريرةَt].
ترجمه: «هلاک او رانسکور دی شي،او بدبخته دی شي ددینار او اشرفیو بنده، او هم ددرهمو او نقری بنده، او د شړۍ بنده، که څه ورته ورکړ شي، نو خوشحاله شي، او که ورنکړ شي، نو خفه کېږي، نو بدبخته او ذلیل دی شي، او که ازغی یي په پښه کې ننوځی نو تری وه دي نه ایستل شي».
او دا هم بددعايي او خیری دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم یي ورته په بدبختۍ او هلاکت باندې ګوي، نو هغه څوک چې درسول الله صلی الله عليه وسلم د خیرو مستحق شي کله به یي د مخی سمه شي، بلکې هرکله چې پاڅیږي نو بیرته راغورزيږي، او که په کوم مصیبت اخته شي نو له هغی څخه د وتلو لار ورته نه معلومیږي، او دا ټول لدي کبله چې ده خپل ځان د دنیا بنده کړی دی، او دنیا د الله پاک څخه غافل او بي پروا کړی دی.
دلته رسول الله صلی الله عليه وسلم یوه مهمه قاعده او ضابطه بیان کړی ده، او هغه دا چې «که څه ورته ورکړ شي نو خوشحالیږي، خو که ورته ورنکړ شي بیا خفه کېږي» یعنی خوشحالي او خفګان یي يواځی په دنیایي ګټو پوری تړلی وي.
نو د چا چې ټول کوښښ او خواري د دنیا لپاره وي، او همدا یي معیار وي، که ورته دنیایي ګټی په لاس ورغلی، نو خوشحاله به وي، ګنی د الله عزَّوَجَلَّ په قضا او فیصله باندې به په قهر وي او ورڅخه به بیزاره وي، او الله تعالی ته یي هم زړه پاک نه وي، نو دا خو د منافقینو صفت دی، لکه چې الله تعالی فرمایي:
﴿وَمِنۡهُم مَّن يَلۡمِزُكَ فِي ٱلصَّدَقَٰتِ فَإِنۡ أُعۡطُواْ مِنۡهَا رَضُواْ وَإِن لَّمۡ يُعۡطَوۡاْ مِنۡهَآ إِذَا هُمۡ يَسۡخَطُونَ ﴾ [التوبة: 58].
ترجمه: «ځینی ددی منافقینو څخه هغه دي چې عیب او طعنی لګوي پر تا باندې په ویش د صدقاتو او خیراتو کې، نو که له دغه صدقاتو څه شی ورته ورکړ شي، خوشحالیږي، او که ورنکړ شي بیا خفه او په غصه وي».
او ددوي خفګان او قهر او غصه د غیر الله لپاره وي، چې هغه دنیايي ګټی دي.
او د چا چې دا حال وي نو هغه عبادت هم يواځی یو الله تعالی ته نه خاص کوي، بلکې د هغه په زړه کې د غیر الله الوهیت او عبودیت هم ننوتی وي.
او دا داسې کار دی چې نښی یي په هغه چا کې لیدل کېږي چې زړه یي په مال، مشرۍ، او یا هم په کوم معلوم معیُّن شخص پوری تړلی وي، نو دومره محبت او مینه ورسره کوي چې د هغه له کبله د الله تعالی څخه په سرغړونه کې هم واقع شي، نو دده په زړه کې ددغه شخص محبوب غلامي وي چې د هغه زړه یي تړلی وي، او د هغه له کبله د الله تعالی سرغړونی ته هم تیار شي، او هغه څوک چې خپل زړه د الله تعالی پرته په بل چا پوری وتړي نو الله تعالی به هم په هغه باندې عذاب ورکړي.