او د اسلام ارکان پنځه دي لکه چې د عبد الله بن عمر په حدیث شریف کې راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایلي دي:
«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَالْحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ» [متفق عليه].
ترجمه: «اسلام پر پنځه بنسټونو باندې جوړ دی:
۱/ د «أشهد أن لا إله إلا الله وأشهد أن محمداً رسول الله» ګواهي کول، چې معنی یي مخکې تیره شوه.
۲/ د لمونځ پوره په خپل وخت کې له ټولو حقوق سره ادا کول.
۳/ د زکات ورکول.
۴/ د بیت الله شریف حج کول.
۵/ او د رمضان د مبارکې میاشتی روژه نیول».
داحدیث شریف په صحیح بخاري او صحیح مسلم شریف کې دی.
همدارنګه د معاذ بن جبل رضي الله عنه په روایت کې رسول اللهصلى الله عليه وسلم فرمایي:
«رَأْسُ الْأَمْرِ الْإِسْلَامُ، وَعَمُودُهُ الصَّلَاةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ». [رواه أحمد من حديث مُعاذِ بن جَبَلٍ].
ترجمه: «د ټولو کارونو سر او مهم کار اسلام دی، او د اسلام ستن بیا لمونځ کول دي، او د کوپي سر یي د الله تعالی په لار کې جهاد کول دي».
مؤمنان سره په ایمان کې هم یو شان نه دي، بلکې دوﺉ په ایمانونو کې سره توپیر لري: نو ځینی یي په ایمان کې له ځینی نورو څخه زیات وي؛ ځکه ایمان په اصل کې د زړه تصدیق او په ژبه وینا او په اندامونو باندې عمل کولو ته وايي، چې نیکو اعمالو باندې زیاتیږي او په ګناهونو باندې کمیږي.
او هر څومره چې دیو بنده د زړه تصدیق قوي او مضبوط وي او وینا او عمل یي له نورو ښايسته وي، نو د هغه د هغه ایمان هم له هغوﺉ څخه لوﺉ وي.
او کله چې یو بنده ګناه وکړي نو دده ایمان کم شي، خو کله چې بیرته توبه وباسي او خپل ځان او عمل اصلاح کړي نو الله ورله توبه قبوله کړي، او بیرته ورله ایمان زیات کړي.
د ایمان پوره کېدل او کمال په هغه څه راځي چې رسول اللهصلى الله عليه وسلم پرې د ایمان پوره والی فرمایلی دی لکه چې فرمایي:
«مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ وَأَبْغَضَ لِلَّهِ وَأَعْطَى لِلَّهِ وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الإِيمَانَ». [رواه أبو دَاوُدَ وغيرُه من حديثِ أبي أُمامة البَاهِلِيِّt].
ترجمه: «هغه څوک چې د یو چا سره محبت او مینه د الله تعالی د رضامندۍ لپاره کوي، او د بل سره بغض او کېنه هم د الله تعالی لپاره کوي، او ورکړه او منع هم د الله تعالی لپاره کوي، نو داسې بنده ایمان پوره کړی دی».
د الله لپاره خوښول د الله لپاره له چا سره محبت کولو څخه عام دی؛ ځکه د الله لپاره خوښول د ټولو هغه شیانو خوښولو ته شامل دی چې د الله عزَّوَجَلَّ له کبله خوښول کېږي: لکه اشخاص، کارونه عملونه اقوال او ویناوی، احوال اومقصدونه، اخلاق، او ځایونه او وختونه او داسې نور.
همدارنګه د الله عزَّوَجَلَّ لپاره ورکړه د مال له ورکړی څخه عامه ده، ځکه د الله تعالی لپاره ورکړه ټولو هغه شیانو ته شامله ده چې د الله تعالی د رضامندۍ لپاره ورکول کېږي، لکه: مال، جاه او اثر او رسوخ، علم، کوښښ او وخت، او همدارنګه منع هم دغه شان ده.
نو هغه څوک چې محبت او بغض او کېنه یي د الله تعالی لپاره وي، ورکړه او منع یي د الله تعالی لپاره وي، نو همدغه مؤمن بنده دکامل ایمان خاوند دی، الله تعالی دی پخپل فضل زمونږ ایمانونه کامل کړي. آمین.
دایمان اصول او بنسټونه:
د ایمان اصول او بنسټونه شپږ دي، لکه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم بیان کړي دي چې فرمایي: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ».
ترجمه: «ایمان دادی چې ته ایمان ولری په الله جل جلاله باندې، او ایمان ولری د هغه په ملایکو، کتابونو، پیغمبرانو، او ایمان ولری په ورځ وروستنۍ)قیامت(، او ایمان ولری په تقدیر باندې چې خیر وي او که شر وي نو دا ټول د الله تعالی لخوا مقدّر او لیکل شوی دی».
نو په هر مسلمان باندې فرض دي چې دا شپږ بنسټونه او اصول ومني او ایمان پرې ولري، او هر څوک چې له دوﺉ څخه له یوه نه هم منکر شي هغه کافر او نا مسلمانه دی.
د ایمان نوری ډیری څانګی دي چې له دغه بنسټونو څخه سرچېنه اخلي، لکه د ونو څانګی چې له ونی څخه سرچېنه اخلي، نو څومره چې یو بنده په ایماني کارونو او خصلتونو باندې عمل ډیر کوي هومره دهغه ایمان زیاتیږي؛ لکه چې ابو هریره رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي: «الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ». [صحیح مسلم].
ترجمه: «ایمان څه دپاسه اویا، یا څه د پاسه شپیته څانګی لري، چې بهتره یي د «لا إله إلاَّ الله» ویل دي، او ټیټه درجه یي له لاری څخه د ضرري شیانو لری کول دي، او حیا کول هم د ایمان یوه څانګه ده».
نو د ایمان له څانګو څخه مراد د ایمان خصلتونه او اجزا دي، چې ځینی یي په زړه پوری اړه لري، ځینی یي په ژبه پوری، او ځینی نور یي بیا په عمل پوری اړه لري، لکه چې رسول الله د هر یو لپاره مثال بیان کړی دی، نو «لا إله إلاَّ الله» ویل په ژبه پوری اړه لري، او له لاری څخه د ضرري شیانو لری کول عمل او په غړو پوری اړه لري، او حیا بیا د زړه عمل دی چې په زړه پوری اړه لري.
کله کله بیا داسې هم کېداي شي چې په یوه بنده کې د ایمان د ځینی څانګو تر څنګ د نفاق ځینی څانګی هم وي، نو په ده کې تر هغه د منافقت ځینی خصلتونه او عادتونه وي چې ترڅو يي پرېښی نه وي، لکه چې رسول اللهصلى الله عليه وسلم فرمایي:
«أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا، أَوْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْ أَرْبَعَةٍ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ» [متفق عليه].
ترجمه: «څلور عادتونه دي چې په چا کې راټول شي نو هغه خالص منافق وي، او که په چا کې له هغی څخه یو عادت وو نو په هغه کې به یو عادت د منافقت وي تر دي چې يي پرېږدي او دغه عادتونه په لاندی ډول دي:
۱/ کله چې امانتګر وګڼل شي نو په امانت کې خیانت کوي.
۲/ او کله چې خبری کوي نو دروغ به پکې وايي.
۳/ او چې کله له چا سره عهد پیمان او لوظ کوي نو پکې خیانت به کوي.
۴/ او کله چې له چا سره په جنګ شي نو ښکنځل به کوي».
د احسان معنی:
داحسان تفصیل رسول اللهصلى الله عليه وسلم داسې بیان کړی دی چې فرمایلي يي دي:
«أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ».
ترجمه: «احسان دادی چې ته د اللهجل جلاله داسې عبادت او بندګي)په تواضع خشوع خضوع او حضور سره( وکړی لکه چې ته هغه وينی او ګوری یي، خو که ته هغه نه ویني نو هغه خو دي ګوري او ویني؛ ځکه له هغه څخه هېڅ پټ نه دي».
الله جل جلاله هم مونږ ددي لپاره پیدا کړي یو چې مونږ وازمایي چې په مونږ کې څوک ښه او ښایسته عمل کوي او څوک یي نه کوي، او الله تعالی مونږ پدی ازمیښت او امتحان خبر کړي یو چې زمونږ د پیدایښت یو مقصد همدا دی لکه چې اللهصلى الله عليه وسلم فرمایي:
﴿وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ وَكَانَ عَرۡشُهُۥ عَلَى ٱلۡمَآءِ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۗ﴾ [هود: 7].
ترجمه: «الله هغه ذات دی چې اسمانونه او ځمکه یي په شپږو ورځو کې پیدا کړل، او عرش یي پر اوبو د پاسه وو، )او ددی لپاره یي پیدا کړل چې(تاسو وازمایي چې کوم یو په تاسو کې ښه او ښایسته عمل کوي».
همدارنګه په ځاي کې الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:
﴿ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡمَوۡتَ وَٱلۡحَيَوٰةَ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡغَفُورُ ٢﴾ [الملك: 2]. قال فُضَيْلُ بنُ عِيَاض: «﴿أَحۡسَنُ عَمَلٗا﴾ أي أخلصه وأصوبه».
ترجمه: «الله تعالی هغه ذات دی چې مرګ او ژوند يي پیدا کړي دي ددي لپاره چې تاسو وازمایي چې کوم یو په تاسو کې ښه او ښایسته عمل کوي، او همدغه الله جل جلاله ډیر غالب او بخښونکې دی».
فضیل بن عیاض/ د ﴿أَحۡسَنُ عَمَلٗا﴾ )ښایسته عمل په(تفسیر کې وایي چې: «)ښایسته عمل( هغه عمل ته وايي چې خالص د الله تعالی درضامندۍ لپاره وي، او بل د شریعت محمديصلى الله عليه وسلم سره برابر وي».
نو یو عمل تر هغه پوره ښه او ښایسته نه دی چې تر څو خالص د الله تعالی د رضامندۍ لپاره نه وي، او بل د رسول اللهصلى الله عليه وسلم د سنتو سره برابر نه وي.
نو درسول اللهصلى الله عليه وسلم د لارښوونی پیروي کول بنده د هر ډول زیاتی او کمي څخه بچ کوي، او په دي سره ښه څرګندیږي چې د احسان مرتبه په شرک بدعت او هم په افراط او تفریط او په دین کې کمي او زیاتي باندې ماتیږي.
نو مشرک محسن کېدی نشي؛ ځکه هغه بدعمله دی، همدا رنګه بدعتي او زیاتي کوونکې او کمی کوونکې هم بدعمله دی نو دا یو هم هېڅکله محسن نه دی.
احسان هم دوه درجې لری:
لمړی واجب او فرضي احسان: او هغه دا چې د فرضي عبادتونو په ادا کولو کې باید پوره اخلاص او درسول الله صلى الله عليه وسلم پیروي موجوده وي، او هېڅ ډول زیاتی او کمی پکې نه وي.
دوهم: مستحب احسان: او هغه دا چې بنده الله تعالی ته په نوافلو باندې ځان ورنژدی کړي، او د عباداتو د مستحباتو او آدابو د پوره کولو پوره خیال وساتي، او له هر ډول مشتبه او نا څرګندو شیانو او هم د مکروهاتو څخه ځان وساتي.
نو بنده به د الله تعالی داسې عبادت او بندګي کوي لکه چې الله تعالی ورته ګوري، او دی له دغه کتلو له خاطره د عبادت په ادا کولو کې ښه کوښښ کوي چې په ډیر ښه شان سره یي ادا کړي، نو چې د کوم شي توان او طاقت نلري په هغه باندې ځان نه زوروي، او کوم هغه عبادت چې کولی شي چې دی الله عزَّوَجَلَّ ته ورنژدی کوي نو په هغه کې کوتاهي نه کوي.
او احسان په هر عبادت او بندګۍ کې د همغه عبادت په اندازه وي، خو یو جامعه ضابطه یي داده چې په عبادت او بندګۍ کې د الله تعالی د رضامندۍ لپاره پوره اخلاص، او د رسول اللهصلى الله عليه وسلم د لارښووني پوره پیروي موجوده وي.
نو په اوداسه کې احسان دادی چې ټول اندامونه پوره ووینځل شي، او ټول فرضونه او سنت او آداب د اوداسه په وخت کې ادا شي، او د وینځلو په کراتو کې د شریعت له حد څخه تیری ونشي.