او الله تعالی د هېڅ یو بنده هېڅ یو عمل تر هغه پورې نه قبلوي تر څو چې دوه شرطه پکې پوره نه وي، یو یې اخلاص، یعنی چې دغه عمل خاص د الله تعالی د رضامندۍ لپاره وي، او بل شرط دا چې هغه د رسولالله صلی الله عليه وسلم د سنتو او طریقې سره برابر وي.
نو اخلاص د «لا إله إلاَّ الله» د ګواهۍ غوښتنه ده، او متابعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي د «شهادة أن محمداً رسول الله» د ګواهۍ غوښتنه ده.
او هېڅ بنده تر هغه پوری د هدایت پېروان کېدی نه شي ترڅو چې يې عمل خاص د الله تعالی د رضامندۍ لپاره نه وي، او هم پکې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو پيروي نه وي.
او هر عمل چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو مطابق نه وي، نو هغه عمل مردود او باطل دی؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: « مَنْ عَمِلَ عَمَلًا لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ». [رواه مُسْلمٌ من حديثِ عائشةَ].
ترجمه: هر چا چې داسې یو عمل وکړ چې په هغه باندې زمونږ امر نه وي، نو هغه مردود او باطل دې.
او په صحیح مسلم کې د جابر بن عبد الله رضي الله عنهما په روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خطبې په سر کې ویل: أما بعد: بیشکه بهتره خبرې د الله تعالی کتاب دی، او بهتر هدایت د محمد صلی الله عليه وسلم رواړی هدایت دی، او بدترین له کارونو څخه بدعات او په دین کې نوي کارونه دي، او په دین کې هر نوی کار او بدعت ګمراهي او له دين څخه بې لاري ده.
او مبتدع د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه سرغړوونکی او د هغه د راوړي هدایت څخه بې لارې دی، او له دې بدعت له کبله ګمراه دی.
او بدعت په دوه ډوله دی:
لمړی: هغه بدعات چې په کولو سره يې بنده کافر کیږي.
دوهم: هغه بدعات چې په کولو سره يې بنده فاسق کیږي.
لمړی ډول بدعات هغه دي چې په د اسلام او ایمان له نواقضو او ماتوونکو څخه د کوم ناقض ارتکاب وي، لکه د غیر الله عبادت او بندګي، یا د الله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم تکذیب او دروغجن ګڼل، او یا داسې نور نواقض او ایمان ماتوونکي شیان، نو داسې بنده کافر او له اسلام څخه مرتد شمارل کیږي، لکه هغه خلک چې وايي: قرآنکریم ناقص دی، یا پکې تحریف شوی دی، او یا هغه څوک چې وايي د دوی مشران په غیبو پوهیږي او د غیبو علم ورسره دی.
او دوهم ډول بدعات هغه دي چې د اسلام او ایمان ماتوونکي ګناهونه نه وي، لکه د ځېنو عبادتونو په ځېنو ځایونو یا وختونو پوری خاص کول، یا د ځېنو ځایونو او وختونو په ځېنو عبادتونو پورې خاص کول، چې دغه تخصیص باندې کوم شرعي دلیل نه وي، لکه(مَوْلِدْ) یعنی د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پېدایښت په مناسبت جشنونه، اخترونه او میلی کول.
ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم هدایت او لارښوونه تر ټولو ښه هدایت او لارښوونه ده، او د بنده کمال او کامیابي په هغه اندازه ده څومره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونې پیروان وي، نو هر څومره چې ډیر ددغه لارښوونې پیروان وي، هومره یې ثواب لوی او په دنیا او آخرت کې به یې حالت ښه وي، او هغومره به له شرونو، ګناهونو او د رسول الله د لارښوونې د مخالفت او د هغی دسزاګانو څخه و دسلامتیا خوا ته ډیر نژدې وي.
ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم هېڅ یو بنده ته د هغه په دین او دنیا کې یو امر نه کوي مګر په هغه څه چې ددغه بنده پکې ددنیا او آخرت خیر وي، او د هیڅ کوم شي څخه يې نه منع کوي مګر په هغه کې د ده لپاره فساد او ضرر وي.
خو سره له دې هم له جنت څخه تکلیفونه او مشکلات چاپیر دي، او اور څخه شهوات چاپېر دی، نو هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رښتینولۍ باندې باوري وي، هغه به د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونې پيروي کوي، او د حرامو شهوتونو څخه به ځان ژغوري، اګر که دده نفس یې غواړي، او همدارنګه که دده د پیروۍ په لار کې ورته کوم تکلیفونه او مشقّتونه رسیږي نو په هغې صبر کوي؛ ځکه ده ته د ښو او بدو انجامونه وریاد وي، او په همدغه طریقه دې له دردناک عذاب څخه بچ کیږي، او په لویو ثوابونو باندې کامیابیږي.
او هغه څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونې مخالفت کوي، او هغه حرام کارونه کوي چې دده نفس یې غواړي، او د خپل نفس په خوشحالۍ پسی ګرزي، نو دغه بنده له دې نه په امن کې نه دی چې ده ته دده په دین او دنیا کې دده د ګناه په سبب سزا ورکړل شي؛ لکه چې الله تعالی فرمایي: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ) [النور: 63].
ترجمه: ودې ویریږي هغه کسان چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له حکم او امر څخه سرغړونه کوي، (ویره دې وکړي) له دې څخه چې ورته به ورسیږي فتنه، او یا به ورته ورسیږي دردناک عذاب.