پنځم درس: د دین اسلام معنی
الله پاک فرمایي:
﴿إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُ﴾ [آل عمران: 19].
ترجمه: «بیشکه صحیح او قبول دین د الله عزَّوَجَلَّ په وړاندې يواځی د اسلام مقدّس دین دی».
همدارنګه یي فرمایلي دي:
﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ﴾ [آل عمران: 85].
ترجمه: «او هغه څوک چې لټوي د اسلام مقدس دین څخه پرته بل دین، نو هېڅکله به ورڅخه ونه منل شي، او حال دا چې داسې بنده به په آخرت کې له تاوانیانو څخه وي».
همداراز فرمایي:﴿فَإِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞ فَلَهُۥٓ أَسۡلِمُواْۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُخۡبِتِينَ ﴾ [الحج: 34].
ترجمه: «نو معبود برحق ستاسو یو معبود دی )چې الله عزَّوَجَلَّ دی(، نو همدغه الله تعالی ته تسلیم او غاړه ایښودونکي شۍ، او زیری ورکړه اي پیغمبره عاجزي کونکو ته».
او په بل ځاي کې فرمایي:﴿وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡأُمِّيِّۧنَ ءَأَسۡلَمۡتُمۡۚ فَإِنۡ أَسۡلَمُواْ فَقَدِ ٱهۡتَدَواْۖ وَّإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنَّمَا عَلَيۡكَ ٱلۡبَلَٰغُۗ وَٱللَّهُ بَصِيرُۢ بِٱلۡعِبَادِ ﴾ [آل عمران:20].
ترجمه: «او ووایه اي پیغمبره اهل کتابو او امیانو )یعنی مشرکېنو(ته: آیا تاسو اسلام راوړۍ؟ نو که دوﺉ اسلام راوړ نو دوﺉ هم په سمه لار شو، او که یي له اسلام څخه مخ وګرزولو، )نو ته غم مه کوه(په تا باندې فقط رسَوَل د حق دي، او نور نو الله پاک ښه لیدونکې دی خپلو بندګانو لره او د هغوﺉ عملونو لره».
همدا ډول الله پاک په بل ځاي کې فرمايي:
﴿وَمَنۡ أَحۡسَنُ دِينٗا مِّمَّنۡ أَسۡلَمَ وَجۡهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحۡسِنٞ﴾ [النساء: 125].
ترجمه: «او څوک دی ډیر ښایسته په دین کې له هغه چا نه چې تابع کړی او تسلیم کړی يي دی مخ خپل یو الله عزَّوَجَلَّ ته، په داسې حال کې چې دی نیک عمل کونکې هم وي».
نو د اسلام معنی: په دین او عبادت او بندګۍ کې یو الله خاص کول، او د الله تعالی اوامر او احکامو ته غاړه ایښودل.
او اسلام د عقیدی او شریعت دواړو نوم دی، نو د عقیدی اساس صحیح علم دی، او شریعت نه مراد هغه احکام دي چې په بنده باندې يي منل او عملی کول فرض دي، الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:
﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ﴾ [البینة:5].
ترجمه: «دی خلکو ته امر نه دی شوی مګر ددی خبری چې عبادت او بندګي وګړي د یو الله عزَّوَجَلَّ په داسې حال کې چې خالص کونکي وي الله لپاره ددین او عبادت خپل، او په داسې حال کې چې کلک ولاړ وي پر حق او مایل نه وي باطل خوا ته، او پوره پر وخت له آدابو سره ادا کوي لمونځ، او ورکوي زکات او همدا کارونه محکم دین دی چې مستقیم دی او هېڅ کوږوالی پکې نشته».
نو یو بنده تر هغه پوری مسلمان کېدی نشي تر څو چې دوه شرطونه پوره نکړي:
لومړی: د دین، عبادت اوبندګۍ يواځی یو الله تعالی لپاره خاص کول، نو الله عزَّوَجَلَّ به په عبادت او بندګۍ یو ګڼي، او له شرک څخه به ځان ساتي.
دوهم: الله عزَّوَجَلَّ ته غاړه ایښودل، چې د هغه اوامر به مني او پر ځان به یي عملي کوي او له منع شوو شیانو څخه به اجتناب او ځان ساتي.
نو هغه څوک چې په عبادت او بندګۍ کې يواځی یو الله خاص کوي، او د هغه اوامر ته غاړه ږدي همدا بنده مسلمان او رښتینی مؤمن دی.
له دی تفصیل څخه ښکاره شوه چې مشرک مسلمان کېدی نشي؛ ځکه ده خپل دین او عبادت یو الله عزَّوَجَلَّ ته خاص کړي نه دي، همداډول د الله تعالی له عبادت او بندګۍ څخه تکبر کوونکې هم مسلمان کېدی نشي؛ ځکه هغه د الله تعالی اوامر ته غاړه ایښی نه ده، لکه چې الله پاک فرمایي:
﴿لَّن يَسۡتَنكِفَ ٱلۡمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبۡدٗا لِّلَّهِ وَلَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ٱلۡمُقَرَّبُونَۚ وَمَن يَسۡتَنكِفۡ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَيَسۡتَكۡبِرۡ فَسَيَحۡشُرُهُمۡ إِلَيۡهِ جَمِيعٗا * فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمۡ أُجُورَهُمۡ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضۡلِهِۦۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسۡتَنكَفُواْ وَٱسۡتَكۡبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا ﴾ [النساء: 172-173].
ترجمه: «هېڅکله بد نه ګڼي مسیح عیسی علیه السلام چې هغه دی د الله تعالی بنده وي، او نه بد ګڼي دا کار الله تعالی ته نزدی او مقرب ملایکې، او هغه څوک چې بد وګڼي بندګي د الله تعالی او ځان لوﺉ وګڼي، زر دی چې الله عزَّوَجَلَّ به یي خپل ځان طرف ته راغونډ کړي، نو هغه کسان چې مؤمنان دي او نیک عملونه کوي نو پوره به ورکوي هغوي ته د هغوﺉ اجرونه، او ورزیاتوي ورته فضل او مهرباني خپله، او هر چې هغه کسان دي چې بد ګڼي بندګي د الله تعالی او ځان لوﺉ ګڼي نو عذاب به ورکړي هغوﺉ ته دردناک عذاب، او نه به مومي دوﺉ پرته له الله تعالی څخه څوک دوست او نه مرسته کونکې».
او مسلمانان د اسلام په ښایست او ښه والي کې سره یو شان نه دي، بلکې دوﺉ یو له بل سره په بهترﺉ کې توپیر او فرق لري، څومره چې د چا اخلاص بهتر وي، د الله تعالی تابعداري او پیروي يي کامله وي نو هومره هغوﺉ له نورو څخه بهتر او په درجو کې لوړ وي.
نو دوﺉ هم د دين په هغه درې درجو باندې ویشل شوي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د جبریل عليه السلام په هغه اوږد حدیث شریف کې بیان کړي دي، او هغه دا چې: ۱/ مرتبه د اسلام، ۲/ مرتبه د ایمان. ۳/ مرتبه د احسان.
او په ټولو مرتبو کې بهتره او غوره مرتبه د احسان مرتبه ده، او ورپسی د ایمان مرتبه او آخرنۍ یي د اسلام مرتبه ده، نو هر مؤمن مسلمان دی، خو هر مسلمان د مؤمن مرتبی ته نشي رسیدی.