د توحید معنی: خپل دین او عبادت او بندګي يواځی یو الله تعالی لپاره خاص کول، او همدا توحید په اسلام کې د یو بنده دداخلیدو لپاره لومړنی شرط دی.
او همدا توحید د )لا إله إلاَّ الله) د ګواهۍ معنی ده، نو هغه څوک چې پخپل عبادت او بندګۍ کې همدا یو الله تعالی یو ونه ګڼي، داسې بنده مسلمان کېدی نشي، اګر که هغه د مسلمانۍ دعوا هم کوي، او په ژبه د (لا إله إلاَّ الله محمد رسول الله) کلمه هم وايي، نو دده دا کلمه ویل تر هغه پوری نه صحیح کېږي چې ترڅو یي د هغی د غوښتنو موافق عمل نه وي کړی، او هغه دا چې خپل دین عبادت او بندګي يواځی یو الله تعالی ته خاص کړي، او د الله تعالی پرته د نورو معبودانو له بندګۍ او عبادت څخه ځان بلکل لری وساتي، او د شرک او مشرکېنو څخه خپله بیزاري اعلان کړي، لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿لَآ إِكۡرَاهَ فِي ٱلدِّينِۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشۡدُ مِنَ ٱلۡغَيِّۚ فَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلطَّٰغُوتِ وَيُؤۡمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسۡتَمۡسَكَ بِٱلۡعُرۡوَةِ ٱلۡوُثۡقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَاۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴾ [البقرة: 256].
ترجمه: نشته زور زیاتی په دین کې، ځکه واضح او ښکاره شوی ده سمه لار له کږی لاری څخه، نو که څوک کفر او انکار وکړي له منلو د طاغوت څخه، او ایمان راوړي په یو الله تعالی باندې، نو یقیناً ده منګولی لګولی په ټینګه رسۍ باندې چې هېڅ شکېدل نشته هغی لره، او الله تعالی اوریدونکې او پوهه دی.
همداشان الله په بل ځاي کې د مؤمنانو په صفت کې فرمايي: ﴿وَٱلَّذِينَ ٱجۡتَنَبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعۡبُدُوهَا وَأَنَابُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰۚ فَبَشِّرۡ عِبَادِ ﴾ [الزمر: 17].
ترجمه: او مؤمنان هغه کسان دي چې ځان ساتي له عبادت او بندګۍ د طاغوت څخه، او راوګرزي په عبادت او بندګۍ خپلی کې يواځی الله تعالی ته، نو د همدوﺉ لپاره زیری دی، نو اي پیغمبره زیری ورکړه زما بندګانوته، او همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ﴾ [النحل: 36].
ترجمه: بیشکه مونږ لیږلی دی په هر امت کې یو پیغمبر او استاذی په دی خبره چې عبادت او بندګي وکړﺉ يواځی د یو الله تعالی او ځان وساتۍ د عبادت او بندګۍد طاغوت څخه.
او طاغوت هرهغه چا ته ویل کېږي چې د الله تعالی نه غیر یي عبادت اوبندګي کېږي، او هغه ورباندې راضي وي.
نو د توحید لوﺉ فضیلت دادی چې هغه د اسلام اصل، بنیاد او بنسټ دی، او د یو بنده په اسلام کې داخلیدل پرته له توحید منلو څخه نه صحیح کېږي.
د موحّد ثواب په ټولو ثوابونو کې لوﺉ دی: او هغه د الله عز وجلّ رضامندي، له اوره خلاصی، او جنت ته ننوتل، او د الله تبارک وتعالی لیدل دي.
لکه چې معاذ بن جبل رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت کوي چې هغه فرمایلي دي:
(مَا مِنْ أَحَدٍ يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ صِدْقًا مِنْ قَلْبِهِ إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ عَلَى النَّارِ) [رواه البخاري].
ترجمه: نشته داسې یوه بنده چې هغه د (لا إله إلاَّ الله وأن محمداً رسول الله) ګواهي وکړي، او دا ګواهي یي په رښتیني او له زړه څخه وي، مګر خو الله تعالی یي په اور باندې حرام کړي.
همدارنګه عبادة بن صامت رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: مَنْ شَهِدَ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، وَأَنَّ عِيسَى عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ وَالْجَنَّةُ حَقٌّ وَالنَّارُ حَقٌّ أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ عَلَى مَا كَانَ مِنَ الْعَمَلِ. [متفق علیه]
ترجمه: هغه څوک چې ګواهي وکړي چې نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر یو الله تعالی دی، په داسې حال کې چې یو دی او هېڅ ډول شریک او برخوال نلري، او دا ګواهي وکړي چې محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی بنده او پیغمبر دی، او عیسیu د الله تعالی بنده او پیغمبر دی او)پیدا شوی دی په( هغه کلمه چې مریم‘ ته یي ورغورزولی وه، او د الله تعالی لخوا روح دی، او همدا ګواهي وکړي چې جنت حق دی، اور حق دی، نو الله تعالی به یي جنت ته داخل کړي، سره له هغه عمله چې ده کړی وي، یعنی اګر که ډیر ښه نه وي، او یا دا معنی چې داخل به کړي الله ده لره جنت ته په هغه درجه چې ده یي عمل کړی وي، یعنی ننوتل جنت ته په توحید دي، او تفاوت ددرجاتو بیا په اعتبار د عمل سره دی.
نو د موحد مؤمن سره الله تعالی د جنت وعده کړی ده اګر که ده ځینی ګناهونه هم کړي وي، ځکه کېدی شي دغه نور ګناهونه چې له شرکه راټیټ دي الله تعالی یي ورته وبخښي او عفو ورته وکړي، او یا به ورته د هغه ګناه په اندازه عذاب په دنیا کې ورکړي، یا په قبر کې او یا د قیامت په میدان کې او یا په اور کې، خو په آخر کې دی د الله تعالی په حکم جنت ته ځي.