عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم: (ثَلاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ لاَ شَكَّ فِيْهِنَّ : دَعْوَةُ الْمَظْلُوْمِ, وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ, وَدَعْوَةُ الْوَالِدِ عَلَى وَلَدِهِ ) (جامع الترمذي، حديث شمېر: 1905، سنن أبي داود، حديث شمېر: 1536، سنن ابن ماجه, حديث شمېر: 3862).
د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : دري غوښتنې دي ، چې دشک څخه پرته د الله تعالی په نيز قبولي دي: د مظلوم دعا ( غوښتنه ) او دمسافر دعا ، او د پلار دعا چې د بچي لپاره يي اوغواړي .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1-د مظلوم دعا دالله تعالی په وړاندي خامخا قبليږي اګر که دا مظلوم کافر هم وي ، ځکه چې الله تعالی دهغه دعاد عدل په اساس قبلوي .
2-د مسافر دعا هم دالله تعالی په نيز خامخا قبليږي نو د مسافر لپاره بايد ده چې دسفر په مهال ډيري دعاګاني اوغواړي خصوصا چې سفر کله د عبادت لپاره وي ، لکه سفر دحج اوعمرې وغيره په داسي وختونو کې خو دعاګانو دقبليدلو ډير اميد وي .
3-د پلار دعا د بچې لپاره هم خامخا قبليږي ځکه چې پلار د خپل بچې لپاره دعا د زړه له کومې نه غواړي او په خپل بچې باندي ډير رحم او شفقت کوي ، او همدارنګه د پلار بدعاګانې ( ښيرې ) چې بچې ته اوکړې هم خامخا قبليږي ددي دوجې پلار بايد بچي ته هيڅکه ښيرې اونه کړې .