د اسلام نه مخکې د ښځې حيثيت :
کله چې اسلامي دین منځ ته راغی په داسې حال کې چې ټول هغه امتونه چې دځمکې پر مخ وو دښځې توهین او سپکاوی به یی کو او ترڅنګ به یې د هغې حق هم ضایع کو ، تر دې پورې چې ښځو ته یې د انسانانو په نظر هم نه کتل.
پاتې لا دښځو عزت کول، او يا يې په حقوقو او واجباتو کې له سړي سره برابرول!!
نو د یونانیانو په نیز ښځه د ارام او مزې یوه وسیله وه چې یونانیانو به ورته (دیموستین) ویل.
تر دی پورې چې هغوی به ویل: مونږ د زناکارو ښځو سره تعلق ساتو چې مونږ ته تری څه مزه او خوند حاصل شی، او د دوستانو ښځو سره تعلق ځکه ساتو چې ځمونږ دجسمونو حفاظت وشی ،او خپلو ښځو سره هم تعلق ساتو ددی لپاره چې ځمونږ لپاره په شرعه برابر اولاد پيداشی.
بیا په روسته زمانه کې د بیمارو زنانو سره خوراک او څښاک نه کېدو ،کله به چې هم زنانه بیماره شوله نو دغی جاهلانو خلکو به له کوره وویستله او په شاړه ځمکه کې به یی پریښوده.
بیا دنبی علیه السلام د زمانی نه څه لږ مخکې هم دمکې مشرکانو زنانه ته د انسان په نظر نه کتل په مال کې به یی له ځان سره نه شریکوله ، همدا رنګ په میراث کې به یی ورله خپله برخه او حصه هم نه ورکوله، په مهر به یی ورله هم قبضه واچوله…….
تر دی چې اسلام راغلی او دسړی او دښځی تر منځ یی د عدل امر وکړ، لیکن داسی مساوات نه وو چې
سړی او ښځه یی په کار کولو کې یا دکور نه بهر وتلو کې برابر کړی وو لکه څنګه چې اوس په غربی ملکونو کې رواج دی، بلکه دالله په احکامو کې یی برابر کړل ، الله ته په ورګرځيدلو کې یی برابر کړل، دالله تعالی او درسول الله صلی الله علیه وسلم په اطاعت کولو کې یی برابر کړل ، مونځ،روژه،صدقه، او په داسی نورو احکامو کې یی برابر کړل.
او دښځو لپاره یی خپل حقوق مقرر کړل چې د بدې زندګۍ نه يې ورله امان ورکړ چې په لاندی ټکو کې دهغی وضاحت کېږی:
۱ـ مساوات په پیدائش کې:
اسلام دا خبره ثابته کړیده چې ټول بشریت له یوې نوعې پیدا دی هغه که نارینه دی او که زنانه ، لکه الله تعالی فرمایی: {يا أيها النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً}
ژباړه: ای خلکو دخپل رب نه وویریږئ،هغه چې تاسو یی دیو نفس نه پیدا کړی یئ او دهغه نه ئې دهغه جوړه پيدا کړی ده، او له دغو دواړو نه یی ډیر سړی اوښځی خواره کړل.
او بل ځای کې الله تعالی فرمایی: {يا أيها النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ}
ژباړه:ای خلکو! بیشکه مونږ تاسی له یو سړی او له یوی ښځی پیدا کړی یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ ددی دپاره چې تاسو یوبل سره وپيژنئ، بیشکه دالله په نیز په تاسو کې ډیر عزتمند ستاسو کې زیات پرهیزګار دی.
نو الله عزوجل سړی ته په ښځی باندی څه بهتری ور نه کړه او هغه څوک یی بهتر وګرځو چې هغه پرهیزګاره وی که نارینه وی او که زنانه.