۲ـ : الله ته په ورتګ د سړي او ښځې مساوات :
لکه څنګه چې دا خبره ثابته ده چې ټول انسانان به الله تعالی ته ورګرځی هغه الله چې دا انسانان یی پيدا کړی دی، او هر یو انسان که نارینه وی او که زنانه د الله پر وړاندې به دخپل عمل د بدلې سره مخامخ شي الله تعالی فرمایی ، [وَكُلُّهُمْ آتِيهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَرْدًا]
ژباړه:او هر یو ددوی نه راتلونکی الله ته په ورځ دقیامت کی یوازی.
او الله تعالی بل ځای کې فرمایی: [ وَأَنْ لَيْسَ لِلْإِنْسَانِ إِلَّا مَا سَعَى*وَأَنَّ سَعْيَهُ سَوْفَ يُرَى* ثُمَّ يُجْزَاهُ الْجَزَاءَ الْأَوْفَى]
ژباړه:او دا چی دانسان لپاره نشته مګر هغه څه چی ده یی کوشش کړی وی*او دا چی بیشکه دده کوشش به عنقریب ووښول شی* بیا به دیته بدله ورکړل شی ډیره پوره بدله .
همدا راز الله تعالی بل ځای کې فرمایی: {فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى}
ژباړه:نو خپل رب ئی دعا قبوله کړه چې بیشکه زه په تاسو کی دهیڅ یو عمل کونکی عمل نه ضائع کوم نارینه وی او که زنانه.
نو الله عزوجل په عمل کې دښځو او سړو فرق ندی کړی او نه یی دعمل په بدله کې کړیدی.
۳ـ د سړي او ښځې مساوات د الله په اوامرو کې:
د الله خطاب او دالله اوامر ټول بشریت ته په برابره او یوه توګه متوجه دی که سړی وی او که ښځه.
او دښځې شخصیت هم دسړی دشخصیت په شان مستقل دی،
دښځې نه هم دا مطالبه شویده چې دا دی په الله او په پیغمبرانو او دالله په کتابونو او دقیامت په ورځ او په ملائکو باندی دی ایمان ولری.
او همدغه شان ښځه په شرعی تکالیفو باندی مکلفه ده لکه څنګه چې پری سړی مکلف دی. او ښځه به هم خپل مسؤلیت په پوره اندازسره اداکوی.
لکه الله فرمایی: [ إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا]
ژباړه:بیشکه مسلمانان او مسلمانانی او مومنان او مومنانی،او اطاعت کونکی او اطاعت کونکی ښځي او رښتینی سړی او رښتینی ښځی او صبر کونکی سړی او صبر کونکی ښځي او عاجزی کونکی سړی او عاجزی کونکی ښځی او خیرات کونکی سړی او خیرا ت کونکی ښځي او روژه نیونکی سړی او روژه نیونکی ښځی او دخپل شرمګاه حفاظت کونکی او سړی او حفاظت کونکی ښځی او الله لره ډير یادونکی سړی او ډيری یادونکی ښځي الله ددوی لپاره مغفرت او ډیر لوی اجر تیار کړیدی.
۴ – : د سړي او ښځې مساوات په فیصله کې:
په اسلامی قانون کې دښځی لپاره دا حق شته چې قاضی ته فیصله وروړی او هغه ظلم چې ورباندی کېږی شکایت ورته وکړی . الله فرمایی: [ يا أيها الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ إِنْ يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَاللَّهُ أَوْلَى بِهِمَا]
ژباړه: ای هغه کسانو چی ایمان مو راوړی دی شی تاسو قائم او اوسیدونکی په انصاف باندی،ګواهی کونکی دالله لپاره،اګر که د اګواهی ستاسو دخپلو ځانونو ، یامور او پلار او دنژدی خپلوانو په خلاف وی که هغه کس مالداره وی یا غریب وی،نو الله ددی دواړو ډیر خیر غوښتونکی دی.
او ډيری ښځې نبی صلی الله علیه وسلم ته راغلی دی او دهغی ظلم نه به یی ورته شکایت کو چې پدی به دخپلو خپلوانو له خوا کېدو ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغوی سره انصاف وکړ او هغه ظلم چې پدوی باندی واقع وو تری لری کړو.
نو بعضی ښځی چې رسول الله ته به یی شکایت کو هغه داسی وی چې خپلو ورڼو دنکاح نه منع کړی وی ، په داسې حال کې چې داښځې په نکاح باندی راضی وی، نو الله تعالی دا ایت نازل کړ[ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ]
ژباړه:تاسو دوی مه منع کو ی ددینه چی دو ی دخپلو خاوندانو سره نکاح وکړی،کله چی دوی په خپل منځ کی ددستور مطابق راضی شی
او هغه ښځه چې خپل پلار په نکاح چاته ورکړی وه او دښځی خوښه نه وه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه نکاح رد کړه .
او هغه پیغله چې پلار چاته په نکاح ورکړی وه لیکن دغه پيغله پدغی نکاح راضی نه وه نور سول الله صلی الله علیه وسلم دغی پیغلی ته اختیار ورکړو چې نکاح یی باقی پاتی شی او یا فسخه شی ، نو دغی پیغلی داسی وویل( زما پلار چې څه کړی زه په هغی راضی یم لیکن د پلار لپاره دا حق نشته چې پخپله خوښه لور چاته په نکاح ورکړی)
او بله هغه زنانه چې نبی علیه السلام ته راغلی وه په داسې حال کې چې ددغی زنانه تره د زنانه لورګانی دخپل پلار دمیراث نه منع کړی وی،نو الله تعالی دا ایت نازل کړو [ فَإِنْ كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ]
ژباړه: نو که دوی(دوه یا) ددوو نه زیاتی جینکۍ، نو ددوی لپاره دوه په دری برخی دی دهغه مال نه چی ده پریښی وی
نو مونږ ته دا معلومه شو چې الله تعالی او دهغی رسول الله صلی علیه وسلم د زنانو په حق کې هم په حقه فیصله کړیده، او مساوات یی وکړ د نارینه او زنانه په قضا او فیصله کې
۵ـ داخل په کور کې دښځی او سړی مساوات:
اسلام داخبره واضحه کړی چې داخل په کور کې هم ښځه او سړی په حقوقو او واجباتو کې یو شان دی. لکه څنګه چې الله فرمایلی دی[ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ]
ژباړه: او دښځو لپاره په خاوندانو حقونه دی په شان دهغې حقونو چی په دوی باندی لازم دی خپلو خاوندانو لپاره.
او اسلام هم ددی خبری اعلان کړی دی چې ښځه دا حق لری چې دخپل خاوند سره مشوری وکړی دخپل اولاد تربیت باره کې، یا په نورو کورنی کارونو کې، تردی پوری چې کله مور خپل بچې دسینی نه لری کوی نو هم به مشوره کوی لکه الله تعالی فرمای: [ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا]
ژباړه: پس که دواړه دخپل منځي رضامندی او مشوری سره دتی نه د پریکولو اراده وکړی نو په دی دواړو باندی هیڅ ګناه نشته.
او الله تعالی ښځې ته داحق هم ورکړی چې خپل خاوند ته په نیکې امر وکړی لکه الله تعالی فرمایی: [ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ]
ژباړه: او تاسو پخپل منځ کی په ښی طریقی یو بل سره مشوره وکړی
نو الله تعالی پدی امر کړی چې ښځه او خاوندی دی یوبل ته په نیکې او معروف کار امر وکړی دخپل کور په کارونو کې او خپل اولاد د تربیت باره کې.
ورڼو! هغه حقوق چې مونږ ته بیان شو پدغی حقونو کې ښځه دسړی سره مساوی او برابره ده، لیکن هغه حقوق چې اوسنی زمانه کې دقانون وضعی څخه معلومیږی او په بشری حقوقو نومیږی نو مسلمانی ښځی ته دا اجازت د اسلام له طرفه نشته چې پدغی وضعی حقوقو کې خپل ځان دسړی سره مساوی کړی لکه دسړو پشان کار روزګار کول، بازارونو ته وتل ،بی حجابه او بی پردی ګرځیدل