- ابراهيم بن شبيب وايي: مونږ به د جمعې په هره ورځ خپل منځ کې سره کېناستو، یو سړی راغی او څادر کې يې ځان تاو کړی و، فقهي پوښتنه يې وکړه، مونږ د مجلس تر اخره پورې پر دغې مسئلې خبرې وکړې، د راروانې جمعې په ورځ بيا راغی مونږ ترې وپوښتل چې کور دې چرته دی؟ هغه وويل: په (حربيه) کې، بيا مو ترې وپوښتل چې کنيت دې څه دی؟ هغه وويل: ابو عبدالله، چونکه مجلس يې علمي او فقهي مجلس و زمونږ هم ډېر زيات خوښ شو، که څه هم ډېر وخت راتو خو بيا غيب شو او رانغي، مونږ سره خپل منځ کې يو بل ته وويل: زمونږ مجلس په ابوعبدالله څومره ودان و، او اوس په مجلس کې دومره مزه نشته، خپل منځ کې مو سره اتفاق وکړ چې سبا به (حربيه) ته ځو او ملاقات به ورسره کوو، چونکه مونږ يو ګڼ کسان وو (حربي) ته په رسيدو مو له خلکو نه حيا راتله چې پوښتنه مو ورنه کړې وه، څه ماشومان مو وليدل چې له ښونځي نه راروان وو، د ابوعبدالله اړوند مو ترې پوښتنه وکړه، هغوی وويل: ايا ښکارګر ابو عبدالله يادوئ؟ مونږ وويل: هو. هغوی وويل: دا يې د راتګ وخت دی، مونږ لا انتظار کې ناست وو چې راغی او شا يې په ټوټه تړلې وه په اوږه يې ژوندي او حلال شوي دواړه ډول مارغان ايښي وو، د ليدو سر يې راته وخندل چې څنګه راغلي ياست؟ مونږ ورته وويل: ستا پوښتنه کوو زمونږ مجلس درباندې ډېر اباد و، خېر خو و څنګه تر ډېره مهاله ورک وې؟ هغه وويل: اوس به درته رښتيا ووايم: زما يو مسافر ګاونډي و ما به ورڅخه لنګ په امانت واخست او تاسو ته به په کې درتلم، چونکه هغه خپل وطن ته ولاړ او زما نور پوښاک نه و چې تاسو ته پکې درغلی وم، نو ځکه نه شوم درتللای، راځئ ماسره لاړ شئ د الله پاک راکړی رزق به وخورئ؟ مونږ سر يو بل ته وويل: راځئ چې ورسره لاړ شو، هغه کورته ننوت لږ وروسته راووت او مونږ ته يې د ننوتلو اجازت وکړ، د ننوتلو سره سم يې پزه کی راوړ او مونږ پرې کېناستو، حلال شوي مارغان يې خپلې ښځې ته ورکړ او ژوندي مارغان يې بازار ته يوړل، مونږ ته يې وويل: زه لږ وروسته راځم، هغه يې خرڅ کړي وو او مونږ له يې ډوډۍ اخستې وه د هغه د راتګ سره ښځې يې هم مارغان وريت کړي وو، ډوډۍ او مارغان يې زمونږ مخې ته کيښودل لاړ او مالګه يې راوړه، د تلو سره مونږ يو بل ته وويل چې د سړي حالت خو تاسو پخپله وليد حالانکه مونږ د بصرې مشران يو دومره مرسته بايد ورسره وکړو چې د ژوند حالت يې پرې کم ازکم ښه شي، چا پينځه سوه چا اته سوه درهمه او چا… درهمه ومنل ځينو يې دا هم ومنله چې له نورو څخه به هم ورته څه راغونډ کړي خو مجموعه نزدي پينځه زره درهمو ته خبره ورسېده، بيا مو وويل: پاڅيږئ او ولاړشئ هر څوک خپله برخه سړي ته ورکړئ چې د ژوند حالت پرې بدل کړي.
پر خپلو سورليو باندې سپور په لاره روان وو چې د بصرې ګورنر محمد بن سليمان د مربد بازار په لوړه څوکه ناست و، خپل غلام يې راواستو چې ابراهيم بن شبيب ته ووايه: راشه، زه ورغلم پوښتنه يې وکړه چې چرته تللي وئ او له کومه راغلئ، ما ورته رښتيا رښتيا وويل، هغه راته وويل:لومړی زه د دغې سړي سره مرسته کوم، د درهمونو کڅوړه يې راوړه او يو يې د خدمت لپاره غلام راوغوښت او ورته يې وويل چې دې سړي سره لاړشه او د درهمو دغه کڅوړه به هغه چاته ورکړئ چې زه يې درته پرې امر کوم.
زه ډېره خوشحاله شوم او په توندۍ پورته شوم او د ابوعبدالله په لور روان شوم چې په دروازه ودريدم سلام مې وکړ ابوعبدالله راغی د غلام په څټ چې يې د درهمو کڅوړه وليده لکه ما چې ورله په سترګو کې خاورې اچولې وي، داسې يې راته کتل لکه مونږ چې سره يو بل هېڅ نه پېژنو، او راته يې وويل: دا دې څه وکړل؟ ته زما لپاره فتنې غواړې، ما ورته وويل ابوعبدالله! لږ زما خبره واوره! تا ته خو د محمد بن سليمان ګورنر پته ده چې ظالم دی هغه راته ستا لپاره راکړې، که هغه راته ويلی وی چې که په هر ځای کې دې نفقه کړل سمه ده نو ما به بل چا ته ورکړی وی، لږ پر ځان رحم وکړه الله دې خېر درکړي، نور هم راته په غصه او قهر شو، پاڅېد او دروازه يې راباندې په درز راپورې کړه زه هک پک حيران دريان پاتې شوم چې ګورنر ته به څه ځواب وايم، بېرته ګورنر ته راغلم چونکه د خلاصون بله لاره نه وه رښتيا مې ورته وويل، ګورنر وويل: قسم په رب لايزال چې دا خو حروري دی، غلام ته يې امر وکړ چې زر کوه توره راوړه او د دې غلام سره لاړ شه چې کور دروښايې سړی مړ کړه او سر يې ما ته راوړه.
ابراهيم وايي: ما ګورنر ته ډېره زاري وکړه چې مرګ پسې يې څوک مه ليږدوه او قسم په الله چې هغه حروري نه دی، زه به لاړشم او زه به يې درته راولم، ګورنر رانه ضمانت هم واخست خو چې کورته يې راغلم او پر دروازه يې ودرېدم سلام مې وکړه ښځه يې ناسته او ژاړي، ما دروازه بېرته کړه ښځه يو اړخ ته شوه او ما ته يې اجازه وکړه، زه چې څنګه ننوتم هغې راته وويل: په سړي مو څه وکړل؟ ما ورته وويل: ولې؟ هغې وويل: راننوت او به يې راواخستې اودس يې وکړ او ترې وامې اوريدل چې: ای الله! ما ځان ته درواخله او په فتنه کې مې مه اخته کوه، دغه کلمات يې تکرارول چې زه یې ترڅنګ راغلم نو ساه يې ورکړې وه.
ما ورته وويل: مونږ او دا سره ډېره لويه قيصه لرو نور څه پکې مه ننباسئ، زه محمد بن سليمان ته راغلم او په قيصه مې خبر کړ، ګورنر وويل: په دې باندې د جنازې لمونځ زه کوم، په بصره کې خبره خپره شوه د بصرې ټول خلک يې جنازې ته ولاړل – الله دې پرې رحم وکړي – (صفة الصفوة: ۴ / ۹ – ۱۲ ).