بعضِ خلق د فرض مانځه نه بعد په سر لاس ږدي او یوه خاصه دعا وايي د دې څه حیثیت دي؟ (لکه اکثره تبلیغان حضرات دا عمل په ډیر التزام سره کوي او ورسره نور احناف ورونه هم)
جواب: په دې باره کې بعضِ خلق د انس رضي الله عنهحدیث پیش کوي چه هغه فرمايي نبی علیه السلام چه به کله مونځ وکړو او فارغ به شو نو خپل ښي لاس به يې په سر باندې کېښود او دا دعا به ي کوله: (بسم الله الذی لا اله الا هو الرحمن الرحیم,اللهم اذهب عني الهم والحزن)(رواه طبرانی والبزار کما فی المجمع10/110) وقال الهیثمی:وفیه زید العمی وضعفه الجمهور,قال الن حجر فی التقریب:ضعیف قال البانی فی صعیف الجامع:4429/ ضعیف جداً وقال فی السلسله رقم 660: ضعیف جداً لان فی کثیر بن سلیم وفی اسناد آخر زید العمی وسلامة الطویل ,والاول ضعیف والثانی کذاب وکثیر متروک ,ورواه ابن السنی فی عمل الیوم والیلة رقم:110/ وابونعیم فی الحلیة:۲/ ۳۰۱)
لنډه دا چې :پورتنی عمل په سخت ضعیف حدیث کې راغلی دي د دې حدیث راویان (کثیر بن سلیم ,زید العمی,سلامة الطویل)ټول ضعیف دي اولنی ضعیف دویم متروک دریم دروغژن راوی دی نو د ده دوی په نقل شوی حدیث باندې عمل جایز ندي ځکه چه دا حدیث سخت ضعیف دی او چه څوک وايي په باب د فضایلو کې ضعیف حدیث باندې عمل جایز دی نو دا سراسر غلطه خبره دا حدیث یواځې د فضایلو نه نه دی بلکه یو داسی عمل ایجادول.
دی چې په هیڅ صحیح حدیث کې ندي راغلی نو ځما محترمو ورنو د بدعاتو نه ځان وساتئ او د سنتو تبعداري وکړئ! صاحب د السنن والمبتدعات فرمايي:دا یو ناکاره بدعت دی(ص81)
د سعودی علماو د فتوی مستقله کمیټی لیکي: د سلام نه بعد په سر باندې لاس کیښودل سنت نه دی بلکه دا کار د هغه بدعاتو نه دی کوم چه خلقو روستو پیدا کړی دی حالانکه د نبی علیه السلام نه نه دی ثابت .او هغه فرمایلی دي: (چا چی زمونږ په دین کی هغه کار پیدا کړو چه د دی نه نه وو نو دا مردود دی)(فتاوی اللجنة لهیم کبار العلماء: ۲ : ۳۵۲ ) د سوچ خبره خو دا ده چه کوم سنت اذکار راغلی دي د سلام نه بعد هغه څوک نه عملي کوي اکثره احنافو مسجدنو کې مونږ وینو چه سلام وګرځوي امام او مقتدیان يې په سر لاس کیدی او بیا پاڅیږی په سنتو ودریږی بدعاتو نه يې سنت جوړ کړي او سنت نه بدعت