ثابت البناني وايي: ابوعبيده يوه ورځ وويل: ای خلکو! زه د قريشو څخه يو فرد يم، که په تاسو کې هر سور يا تور راباندې په تقوا کې برتري ولري، زه دوسته ګڼم چې پېروکار يې جوړ شم( سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۱۸ ).
معمر پخپل سند له ايوب او هغه له نافع څخه نقلوي چې يو سړي عبدالله بن عمر رضی الله عنه ته وويل: ای خلکو کې ښه سړی! يا ای د ښه سړي ځويه! هغه ورته وويل: نه زه ښه سړی يم او نه د ښه سړي ځوی يم، بس د الله يو بنده يم، اميد او وېره دواړه ترې لرم، تاسو هم چې څوک تباه کړي نه وي نه يې پرېږدئ ( سيرأعلام النبلاء: ( ۳ / ۲۳۶ ).
ابو الاشهب وايي: مطرّف بن عبدالله بن الشخير وايي: چې ټوله شپه وده يم او سهار پښېمانه راپاڅم دا مې له دېنه خوښ دي چې ټوله شپه ولاړ يم او ځان ته غره شم(حلية الأولياء: ( ۲ / ۲۰۰ ).
ذهبي وايي: لوړه په رب لايزال چې څوک ځان خوښی وي يا د ځان تزکيه کوي هېڅکله به کامياب نه شي(سيرأعلام النبلاء: ( ۴ / ۱۹۰ ).
وهب بن منبه وايي: زما نه درې خبرې يادې کړئ:
۱ – هوا پرستي مه کوئ.
۲ – د بد ملګري سره مه ګرځئ.
۳ – د ځان خوښۍ نه ځان وساتئ ( سيرأعلام النبلاء: ( ۴ / ۵۴۹ ).
ابو وهب المروزي وايي: ما د عبدالله بن مبارک نه پوښتنه وکړه چې کبر څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: کبر خلکو ته کم کتلو ته وايي، بيا مې ورڅخه وپوښتل چې عُجُب څه ته ويل کيږي؟ هغه وويل: عجب دېته ويل کيږي چې ته داسې عقيده ولرې چې خلکو سره هغه څه نشته چې کوم تا سره دي، او په لمونځ ګوزارانو کې ماته بې کاره شې ځان خوښي ښکاري (سيرأعلام النبلاء: ( ۸ / ۴۰۷ ).
احمد بن ابي الحَوَاري وايي: ما ته عبدالله انطاکي وويل: فضيل او ثوري دواړه سره يوځای شول او مذاکره يې شروع کړه، سفيان ثوري وژړل، بيا يې وويل: دا مجلس شايد په مونږ د رحمت او برکت سبب شي، فضيل ورته وويل: زه په دې وېرېږم چې مجلس مو راته عذاب نه شي! ايا مونږ دواړه يو بل ته په ښو خبرو ښه ښکاره نه شو؟ سفيان بيا وژړل او ويويل: الله دې ژوندی لره ايله بيله دې ژوندی کړم (سيرأعلام النبلاء: ( ۸ / ۴۳۹ ).
اما شافعي رحمه الله فرمايې: چې کله د نيک عمل په کولو د ځان خوښۍ نه ويريږئ نو دا ځان ته ياد کړئ چې:
۱ -: څوک رضا کول غواړئ؟
۲ -: کوم نعمتونه غواړئ؟
۳ -: له کوم عقاب نه ډارېږئ؟
په دې کې چې څوک فکر يوسي خپل نيک عملونه به ورته ډېر لږ ښکاره شي( سيرأعلام النبلاء: ( ۱۰ / ۴۲ ).
رشدين بن سعد وايي: ما ته حجاج بن شداد وويل: ما د عبيدالله بن ابي جعفر چې خورا پياوړی هوښيار او ځيرکه دی واورېدل: که په مجلس کې چا خبرې کولې او خپلې خبرې يې خوښې شوې چپ دي شي، او که خاموش ناست وي او خپله خاموشي ورته ښه ښکاره شوه نو خبرې دې وکړي (سيرأعلام النبلاء: ( ۶ / ۱۰ ).
سعيد بن عبدالرحمن له ابو حازم نه نقلوي چې: ځېنې وختونو کې څوک ښه کار وکړي نو په کولو يې ډېر خوشحاله شي سره له دې چې له تمامو بدو کارونو نه ورله دغه نيک کار ډېر ضررناک وي، او کله سړی بد کار وکړي نو ډېر پرې خفه شي سره له دې چې دغه خفګان ورله د ډېرو نيکو عملونو نه ښه وي، دا ځکه چې د خير کار په کولو ځان په هر چا لوړ بولي او غرور پرې کوي، او کېدای شي چې الله تعالی يې ورسره نور ډېر نېک عملونه هم برباد کړي، او چې کله انسان بد عمل وکړي او بېرته ترې په وېره کې وي کېدای شي چې د الله تعالی سره مخامخ شي او وېره يې په زړه کې وي ( صفة الصفوة: ( ۲ / ۱۶۴ ).
د امام ابن حزم رحمه الله په دې قول (زه د حق پيروکار يم اجتهاد کوم خو د چا تقليد نه کوم) امام ذهبي رحمه الله تعليق کوي چې: څوک چې د اجتهاد رتبه حاصله کړي او څه شمير علماء يې معتبر وبولي هغه له تقليد کول هم ناروا دي، خو څوک چې ايله بيله د قران کريم حافظ او يا د فقه لومړني کتابونو زده کونکی وي کله هم اجتهاد نه شي کولای، دا به لا څنګه اجتهاد وي؟ او په اجتهادي مسايل به يې څه وي؟ په کومو قواعدو به فروع بنا کوي؟ چې وزرې يې نه وي الوتل به لا څنګه وکولای شي؟.
دريم قسم: بېدار فقيه او زيات زيرکه محدث چې په فروعو کې يې مختصر، د اصولو په قواعدو کې کوم کتاب، او نحو يې هم لوستلې وي، د دې برسېره د قران کريم حافظ او په تفسير يې مشغول وي، د مناظرې کولو قوّت او نور څه فضيلتونه هم ولري د مقيّد اجتهاد درجې ته رسيږي، کولای شي چې د امامانو دليلونه سره پرتله کړي، چې کله ورته حق څرګند او نص ورته ثابت شي، يا د کوم معتمد امام لکه ابوحنيفه رحمه الله د مثال په توګه يا مالک، يا سفيان ثوري، اوزاعي، شافعي، ابوعبيد، احمد يا د اسحاق بن راهويه عمل وي، نو رخصتونو ته دي نه ګوري او حق پلوي دي وکړي، له احتياط نه دې کار واخلي او له دې وروسته پرې د هر چا تقليد کول حرام دي.
که له دې څخه ډار محسوسوي چې فقهاء به پرې تعليقات او نيوکې وکړي ځان دې چا ته نه ښاېې او خبره دې پټه وساتي، کله ناکله په انسان کې ځان خوښي پيدا شي، يا شهرت سره مينه ولري نو سزا پرې ورته ورکړل شي.
نفس يې خپله ازاروي، داسې بېلګې ډېرې دي چې که حق هم ووايي او په نېکيو خلکو ته امر هم کوي خو الله پاک پرې فقهاء مسلَط کړيوي، دا رنځ په مالداره طبقه خلکو او صدقه کوونکو کې هم شته، دا پټ رنځ د مجاهدينو، اميرانو، او اسلامې لښکرو په صفونو کې هم شتون لري، د کفر او اسلام دواړه جنګي ليکي به سره مخامخ جنګيږي خو د مجاهدينو په نفسونو کې به دغه پټ رنځ ښه په مخ تګ کې وي په دې خاطر چې د شجاعت، قيصې يې خلک وکړي، يا يې بې لستوڼو قيمتي چپنې اچولې وي چې خلک يې د لباس قيصي وکړي، ځان خوښي پکې د کره ځغلانده اسونو له کبله، په اسبابو سمبالو کورونو له کبله راشي، په لمونځونو کې ترې کمي محسوس شي، په رعيت د ستم او استبداد لړي پيل کړي، نشه يې توکې په استعمال کې راولي، د داسې مسلمان نصرت او مرسته به الله پاک څنګه وکړي؟ او نور به لا څنګه نه شرميږي؟ ای الله! د خپل دين مرسته خپله وکړه، او ستابندګانو ته توفيق ورکړه.
څوک چې علم د عمل لپاره کوي علم ورپکې اثر کوي او په ځان هم ژاړي، او که علم څوک د مدرسو لپاره، د فتواګانو لپاره، د فخر او وياړ لپاره حاصل کړي، تکبر او حماقت، خلکو ته په سپک نظر کتل په کې پيدا شي، بالاخره يې ځان خوښي برباد کړي، او د خلکو له پامه هم بدي راشي، الله پاک فرمايې: [ قَدْ افْلَحَ مَن زَكَّاهَا وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا ]( سيرأعلام النبلاء: ( ۱۸ / ۱۹۱ – ۱۹۲)
ژباړه: څوک چې ځان له ګناه نه پاکوي هغه به کامياب وي او څوک چې په ګناه ځان ګنده کوي هغه به خوار او ذليله وي.