يوولسم رکن : درود ويل په اخرني تشهد کې
د يوولسم رکن دليل:
65 – :عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ رضي الله عنه قَالَ [ فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ الصَّلاَةُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ؟ قَالَ : قُولُوا اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ، اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ ، وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ]( صحيح البخاري : 3 / 1233)
ژباړه: له کعب ابن عجره رضي الله عنه نه روايت دی چې مونږ وويل ای د الله پيغمبره ! پر تاسو او کورنۍ مو درود په څه ډول دي ؟ نو رسول الله صلی االله عليه وسلم وويل داسې وايئ : ای الله جل جلاله! په محمد صلی االله عليه وسلم او په کورنۍ د محمد صلی االله عليه وسلم داسې رحمتونه راولېږه څرنګه چې دې په ابراهيم علیه السلام او د هغه په کورنۍ باندې رحمتونه نازل کړي وو ، يقينا چې ته د کمال په ښايسته صفتونو ستايل شوی يې او ته لويۍ او عزت خاوند يې ، ای الله جل جلاله ! په محمدصلی االله عليه وسلم او په کورنۍ د محمد صلی االله عليه وسلم داسې برکتونه راولېږه لکه په ابراهيم عليه السلام او په کورنۍ د ابراهيم علیه السلام چې دې څنګه رالويږلي و ، يقينا چې ته د کمال په ښايسته صفتونو ستايل شوی يې او ته لويۍ او عزت خاوند يې .
فايده : په دې حديث کې مونږ ته درود شريف راوښودل شو په دي الفاظوسره به درود شريف وايو.