روغتيا دژوند ستره شتمني ده،او دډيرو لږو کسانو په برخه کيږي، لکه څرنګه چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايې : دوه نعمتونه دي،چې ډير خلک پکې دتاوان سره مخ دي، روغتيا او اوزګار تيا.
نو پکارده چې انسان د الله تعالی د دې سترې لورينې شکر په طاعت او عبادت سره اداء کړي، وخت ناوخت پرانسانانو ځينې ازميښتونه لدې کبله راځي چې دشکر په اداء کولو کې يې يوڅه تقصيرکړی وي.
که کوم انسان په مرض اخته شي،نو هغې ته ښائي چې بې ځايه شکايتونه و نه کړي ، بلکه دصبر او زغم څخه به کار اخلي؛ځکه چې دمسلمان په ناروغه کيدو کې دده لپاره ډيرې فائدې نغښتې دي ،چې دبيلګې په توګه مونږ يې له ځينو څخه يادونه کوو:
- ناروغي ګناه بخښي
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: مسلمان ته چې هره ستونزه، ناروغي، درد، غم او تکليف رسيږي، آن که ازغی يې په بدن خښيږي؛ الله به يې په دې سره خطاوې بښي.
- داخرت ثواب زياتوي:
ژباړه:دازميښتونو والا چې کله دقيامت په ورځ اجر وويني نو ،خوښ به وګڼي چې ای کاش ددوی څرمنې په بياتي غوڅې شوې وی.
- بنده الله ته نزدې کوي: په يو اثر کې راغلې دي : بنيادمه ازميښت تاله ماسره يوځای کوي او روغتيا تا له خپل ځان سره.
- تکبر او غرور ماتوي: کله چې يو څوک تل روغ او صحت مند وي ، مغرور او متکبر وي، خو چې کله هم پرې مرض راشي د هغه غرور او تکبر مات شي.
- مرض دخير نښه ده: هغه چاته چې الله تعالی دخير ارداه وکړي ،مصيبت پرې راولي.
- جنت کې لوړه درجه پرې ترلاسه کيږي
ديوسړي لپاره به دالله په وړاندې يوه مرتبه وي، چې هغې ته داپخپل عمل نشي رسيدای ؛ نو الله تعالی پرې تل ازميښتونه راولي ، ترڅو دغه مرتبه تر لاسه کړي.
او نورې زياتې فائدې په مريضتيا کې شتون لري.
ناروغي طبعاً انسان کمزوری او خفه کوي ،په داسې حالت کې د هغه پوښتنه د هغه د خوشالۍ اوداسلامي ورورولۍ د احساس لامل ګرځي او په عيادت سره د هغه دردونه او غمونه کميږې.
د سلفو علماو رحمهم الله عادت و، چې کوم ملګری به يې څه موده ونه ليد د هغه پوښتنه به يې کوله، که هغه به چيرته تللی وو، دعاوې به يې ورته کولې، او په کوروالو به يې پام کاوه، که په ځای به وو، پوښتنې ته به يې ورتلل او که ناروغ به وو د ناروغۍ پوښتنه به يې کوله.
أعمش رحمه الله وايې: که زموږ مجلس ته به درې ورځې کوم يو رانغی، د هغه پوښتنه به مو کوله ،که ناروغ به و، پوښتنې ته به يې ورتلو؛ ځکه دوی ته معلومه وه چې دا د يوه مسلمان په بل باندې حق دی.
د ناروغ په پوښتنې سره ټولنيزې اړيکې ځواکمنې کيږي او د انسانانو تر منځ مينه زياتيږي ، ځکه اسلام د ناروغ د پوښتنې ګڼ شمير فضيلتونه او ثوابونه بيان کړې دي
د ناروغ په پوښتونکي ملايکې رحمتونه وايې، او د مغفرت دعاوې ورته کوي، په يو حديث کې راغلې دي: هر مسلمان چې په سهار کې د مسلمان د ناروغي پوښتنه وکړي تر بيګا پوري اويا زره ملايکې رحمتونه پرې وايې او که په ماښام کې يې پوښتنه وکړي تر سهاره پوري اويا زره ملايکې رحمتونه پرې وايې، او په جنت کې به يې د خورماو باغ وي.
نوپدې اساس کله هم چې څوک په مرض اخته شي، بايد لاندينۍ اسلامي لارښوونې په پام کې ولري.
- صبر او دالله په تقدير رضائيت.
- پر الله تعالی توکل اومشروعه تداوي.
- دعا او الله ته متوجه کيدل.
- عباداتو ته ځانګړې پاملرنه.
- شرعي دمونه.
- دبند،تعويذ او له خرافاتونه ځان ژغورنه.
- په صدقې سره علاج کول.
مرض دالله له لورې دی، او دواء هم هغه پيدا کړې ده ،مرض هغه حالت ته وايې چې بدن له عادي حالت څخه ووځي، خو تداوي بيرته بدن عادي حالت ته بوځي.
دتداوي مشروعيت په قران کريم اونبوي احاديثو سره ثابت دی، چې ځينې يې مونږ په لاندې توګه رانقلوو.
الله فرمايې: {وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ }
ژباړه: او مونږ قران کريم نازلوو چې مومنانو لپاره شفا او رحمت دی.
ابن الجوزي رحمه الله ددې ايت په تفسير کې ليکلې: دلته له شفا څخه مراد دمرض نه روغتيا ده؛ ځکه چې قران کريم کې ډير برکات شتون لري.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې: «لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءٌ، فَإِذَا أُصِيبَ دَوَاءُ الدَّاءِ بَرَأَ بِإِذْنِ اللهِ عَزَّ وَجَلَّ»
ژباړه: هرمرض لپار دوا شته، هرکله چې دوا مرض ته ورسيږي، دالله په حکم روغ شي.
په بل روايت کې راغلې دي: الله مرض او دوا پيداکړي دي؛نو تداوي کوي،خو په حرامو تداوي مه کوئ.اوبيا وايې: دالله بنده ګانو تداوي کوئ ؛ ځکه چې الله سبحانه وتعالی هيڅ مرض ندی ايښودلی،مګر دهغې علاج هم شته،يواځې زوړوالی دی (چې خلاصون ترې نشته)
دفقهاؤ له اقوالو څخه هم جوتيږي ،کوم وخت چې تداوي کول اغيزمن وي ،نو پکارده چې دغه ډول تداوي وکړای شي.
مرغيناني (رحمه الله)وايې : دستن په لګولو کې څه باک نشته،کله چې دتداوي لپاره وي، ځکه چې تداوي کول په اجماع سره روادي،او په روا والي يې احاديث شتون لري.
ابن نجيم (رحمه الله) وايې:
دتداوي په کولو کې هيڅ باک نشته،کله چې په دې عقيده وي چې شفا ورکوونکی الله تعالی دی او کومه نهي چې راغلې ده،داهله ده چې يو څوک عقيده ولري چې شفا په تداوۍ کې ده، او همدغه يې دمکروه والي ځای دی.
زرقاني (رحمه الله) وايې:
په فردوس کې له علي (رضي الله عنه) مرفوع روايت کې راغلې دي: ( هرمرض دوا لري او د ګناهونو دوا استغفار دی) ابو عمر وايې: په حديث کې دتداوي له اباحت څخه يادونه ده،او ناروغ کولای شي داکتر ته ولاړشي؛ځکه چې الله تعالی دمرض او شفا ورکوونکی دی،اودهغه له لورې دا دواړه(مرض اوشفا)کارونه دي.
امام نووي ددې حديث په تشريح کې وايې: پدې حديث کې دتداوي کولو مستحب والي ته اشاره ده ، دا زمونږ د ملګرو ، جمهورو سلفو او عامو خلفو مذهب دی.
او امام کاساني حنفي وايې:
دستن په لګولو کې څه ګناه نشته،ځکه چې دا د تداوي څخه ده،اوتداوي کول يو مستحب کار دی.
اسلام يو کامل نظام دی او دکمال غوښتنه يې داده چې د هر زمان او مکان لپاره وړتيا لري،ځکه چې پدې کې دبدن او روح دواړو طبابت په پام کې نيول شوې دی، روحي طب داخلاقي مرضونو درملنه کوي ، ترڅو مطمئن نفس ترې جوړ کړي او بدنې طب دجسمي مرضونو درملنه کوي،تر څو بدن دعبادت او طاعت پرځای کولو جوګه شي ،
درسول الله ﷺ سيرت ته که مونږ ځيرشو ؛نو راته راښايې چې هغه تداوي کړې، او هم يې صحابه کرامو ته دبيلا بيلو مرضونو ددرملنې لپاره تداوي توصيه کړې؛ نو دا ټول تداوی په استحباب دلالت کوي.