□ ۲ – د الله تعالی نه د سلف صالحينو د وېرې نمونې □
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه چې به کله کيناست ويل به يې: د ورځې او شپې په تېرېدو سره ستاسو اجلونه رانزدې کيږي، مرګ نا څاپه راځي او ټول عملونه مو ثبت کيږي، د خير کروندې چې څوک کوي په مينه به خپل فصل وريبي، او په ډېره پښېمانتيا به د شر کرونده ګر خپل کرلی فصل وريبي، څوک چې څه کري هغه به ريبي، ناراسته له خپلې برخې څخه نه محرومه کيږي او د مقررې اندازي پرته حريص ته مزيد نور څه نه ورکول کيږي، که چا ته خير په لاس ورشي نو خير الله پاک ورکړ، او که له شر څخه په ډډه کړی شي الله پاک له شره وساتو، پرهيزګاره خلک مشران او سرخيل دي، عالمان قائدين دي، او مجلسونه يې د خير او برکت مجلسونه دي( سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۴۹۷ ).
فسوي وايي مونږ ته ابواليمان، هغه ته حريز بن عثمان، او هغه له ابو الحسن عمران بن نمران نه نقلوي چې ابوعبيده به په جنګي ليکو کې روان و او ويل به يې: ای خلکو واورئ! ډېر خلک پر تن سپين پوښاک لري خو عقيده يې ګنده وي، ځينې نه پوهيږي د خپل عزت په ځای د ځان بي عزتي کوي، ټول خپل مخکنې ګناهونه په نوي ښائسته نيک عملونه باندې ختم کړئ ( سيرأعلام النبلاء: ( ۱ / ۱۸ ) .
ابن شوذب وايي: ابوهريرة رضي الله عنه چې کله مړ کېده ژړل يې، چا ورته وويل ولې ژاړې؟ هغه ورته کړه: په دې ژاړم چې سفر اوږد دی او توښه م کمه ده، مخې ته مې پرته غونډۍ ډېره سخته ده معلومه نه ده چې ښکته کيدل به ترې جنت ته او که اور ته وي ( صفة الصفوة: ( ۱ / ۶۹۴).
عبيدالله بن السرّي وايي: ابن سيرين ويلي دي: ما ته مې هغه ګناه معلومه ده چې له کبله يې زه قرضداری شوی يم، ما څلويښت کاله مخکې يو سړي ته ويلې و: ای ناداره. دا خبره ما ابو سلميان داراني ته وکړه، هغه وويل: د هغوی ګناهونه ډېر کم و، نو معلومات ورته کېدای شول چې سخته پرې له کومه راځي، او زمونږ ګناهونه ډېر دي مونږ ته د دې معلومات نشته چې له کومه به نيول کيږو (صفة الصفوة: ( ۳ / ۲۴۶ ).
عبدالله بن عبدالرحمن بن يزيد بن جابر وايي: ما ته مې تره يزيد بن يزيد بن جابر د عطاء خراساني نه روايت کو چې: زه درته د دنيا په ګټلو وصيت نه کوم، په دې خو درته پند درکړل شوی دی او بيا هم تاسو په دنيا ډېر حرص کوئ، زه درته په اخرت ګټلو وصيت کوم چې له دې فاني دنيا نه د تل پاتې کور لپاره توښه واخلئ، او دنيا داسې وشمارئ چې ګنې تاسو ورڅخه تللي ياست، او زما دې په الله قسم وي چې له دينا څخه به هرومرو ځئ، او مرګ داسې وشمارئ چې ګنې تاسو ګوټ کړی دی او زما دې په الله قسم وي چې مرګ به خامخا څښئ، او اخرت داسې وشمارئ چې ګنې تاسو ورته ورغلي ياست او زما دې په الله قسم وي چې هرومرو به اخرت ته ورځئ، اخرت د ټولو خلکو کور دی، هر څوک چې په سفر روانيږي د ځان سره توښه اخلي، که د سفر په دوران کې چا سره توښه وي ډېر به ورته خوشحاله وي، او که چا توښه وانه اخسته ډېر زيات به خفه وي، په ګرمۍ کې به وسره سيوری او په تنده کې به ورسره دومره اوبه نه وي چې تنده پرې خړوب کړي، د دنيا سفر پای لري ختم به شي خو هوښيار او دانا سړی هغه دی چې د نه ختميدونکي سفر لپاره پوره تياری ونيسي (صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۵۱ ) .
قيبصة بن قيس العنبري وايي: ضحاک بن مزاحم به هر ماښام ژړل، چې چا به ورته وويل: ولې ژاړې؟ هغه به ويل: په دې ژاړم چې نن به الله پاک ته زما څنګه عملونه پورته شوي وي ( صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۵۰ )
کنانة بن جبلة السلمي وايي: بکر بن به عبدالله به ويل: چې له ځان څخه مشر ووينې داسې ووايه چې دا رانه په ايمان او نيکو علمونو کې ډېر مخکې دی، او که کشر دې وليد داسې ووايه چې دا رانه ځکه ښه دی چې زما بد عملونه ترې ډېر دي، او که ورونو دې عزت وکړ داسې ووايه چې په فضل او خيريت کې درنه مخکې شول، که له ورونو دې تقصيرات وليدل داسې ووايه چې دا زما د ګناه سزا ده (صفة الصفوة: ( ۳ / ۲۴۸ ).
قاسم بن محمد وايي: مونږ به د عبدالله بن مبارک سره سفرونه کول، زما په زړه کې به دا ګرځېدل چې عبدالله بن مبارک په مونږ باندې دومره فضيلت او شهرت په کوم عمل ګتلی دی؟ که هغه لمونځونه کوي مونږ يې هم کوو، که روژه نيسي مونږ يې هم نيسو، که جهادونه کوي مونږ يې هم کوو، که هغه حج کوي مونږ هم حج کوو، د سفر په دوران کې شام ته روان وو، په يو کور کې مو د ماښام ډوډۍ خوړله نو ډيوه مړه شوه، زمونږ يو ملګری د ډيوې پسې ووت چې رڼا يې راوړه ما د عبدالله بن مبارک ږيري ته وکتل په اوښکو لمده شوېوه، ما له ځان سره وويل چې عبدالله بن مبارک ته د الله تعالی څخه په خوف او خشيت دومره فضل او بهتري ورکړل شوېده، شايد د ډېوې د بې نوره کېدو په وخت کې به دې ځان ته د قيامت تاريکې او تورتمونه ياد کړي وي ( صفة الصفوة: ( ۴ / ۱۴۵ ).
امام مرّوذي وايي: ما يوه ورځ احمد بن حنبل ته وويل:څنګه يې او ورځ دې څنګه ده؟ هغه راته وويل: د هغه چا ورځ به څه ښه وي چې الله پاک ترې د فرائضو ادا غواړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې د سنتو ادا غواړي، دواړه ګمارل شوې ملائک ترې د عملونو تصحيح غواړي، نفس ترې خپل خواهشات غواړي، ابليس ورته د فحش او فجور امر کوي، او ملک الموت يې د دې انتظار وباسي چې روح به ترې کله اخلي، او بچيان ورته وايي چې زمونږ د ورځې د روزې غم وخوره( سيرأعلام النبلاء: ( ۱۱ / ۲۲۷ )!!
ابن خُبيق وايي: ما ته حذيفه مرعشي وويل: څلور شيان قابو کړه: دواړه سترګې، ژبه، نفس پرستي او زړه، په سترګو دې حرامو ته مه ګوره، په ژبه دې د زړه ضد خبرې مه کوه، هېڅ مسلمان ته په زړه کې کينه او بغض مه ساته، او نفسي غوښتنې دې قابو کړه چې هېڅ ونه غواړي، که دغه څلور خويونه درپکې نه و، پوهه شه چې په سر دې خاورې پرتې دي( صفة الصفوة: ( ۴ / ۲۶۸ ).
قاضي حسين د خپل استاذ قفّال متعلق وايي چې هغه به مونږ ته د درس راکولو په وخت کې ډېر ځله ژړل، بيا به يې سر پورته کړ او وبه يې ويل: په مونږ څه څه نه کيږي او مونږ څومره غافله يو ( سيرأعلام النبلاء: ( ۱۷ / ۴۰۷ ).
مخوَّل وايي: يوه ورځ راته بهيم العجلي وويل: ستا په ګاونډ او ورونو کې داسې څوک نشته چې ما سره د حج لپاره ملګرتيا وکړي؟ ما ورته وويل: ولې نه، زه لاړم او په کلې د دينداره سړي سره مې مخامخ کړ او دواړو سره په نيټه اتفاق وکړ بيا بهيم خپل کور ته ولاړ، په سبا مې کور ته کليوال راغی او راته يې ويل: ما نه تېر شه او د بهيم لپاره د بل ملګري تالاش وکړه، ما ورته وويل: خوار شئ ولې؟ په ټوله کوفه کې له دېنه بل دينداره او اخلاقي څوک نشته، ما ورسره ډېر بحري سفرونه کړي دي له ښواخلاقو پرته مې ترې نور څه نه دي ليدلي، هغه راته وويل: ما ته چا وويل چې دا ډېر ژاړي او نه غلې کيږي هسې نه په مونږ ټول سفر خراب کړي، ما ورته وويل: خوارشئ! ولې ته کله ناکله نه ژاړې چې زړه دې نرم شي؟؟ داسې هغه هم دی زړه يې نرم شي نو په ژړا شي، هغه وويل: ولې نه، خو زه خبر شوم چې دا په بله نمونه ژاړي، ما ورته وويل: ملګرتوب ورسره هرومرو وکړه ډېر خېر به درته ورسيږي، هغه وويل: استخاره به وکړم.
په تعين کړې نيټې سره دواړه يوځای شول او دواړو ته سورلۍ تيارې کړی شوې، بهيم د يوې ونې د سيوري لاندې کېناست او لاس يې د ږيرې لاندې کېښود په ژړا يې شروع وکړه او اوښکې يې له سترګو په مخ دومره راروانې شوې چې له مخ نه ږېرې ته او بيا ګرېوان ته، قسم په رب لايزال چې ما يې اوښکې په ځمکه وليدې.
ملګري مې راته وويل: مخوله! ملګري ته دې وګوره کنه زه ورسره ملګرتوب ته تيار نه يم، ما ورته وويل: کېدای شي ښځه او بچې يې راياد شوي وي او ژاړي، زمونږ خبرې بهيم واورېدې ويويل: نه نه وروره! حج ته سفر راته د اخرت کوچ راياد کړ، بې قابو نور هم په ژړا شو.
ملګري مې راته وويل: تا ماسره څو څو وارې داسې بد کړي دي، تا راسره ملګری کړ که نه بهيم ما څه پېژنده؟ تا ته په کار و چې بهيم دې د داود الطائي او د سلام ابو الاحوص(په صفة الصفوة کې په (سلام بن الأحوص) یاد شوی دی، او صحیح نوم يي (ابوالاحوص) دی، کولاې شئ چې ترجمه يی په (التقریب: ۲۷۰۳) کې وګورئ، خپل نوم يي سلام بن سلیم الحنفی الکوفی دی او په (۱۷۹) کې وفات دی. ) سره ملګری کړی و چې ټولو يو بل ته ژړل، يا خو به ټول مړه شوي وو او يا به يې يو بل ته تسلّي ورکړې وه.
خو ما به ورته د خير دی خبرې کولې او ورته به مې ويل: دا به ستا غوره ترين سفر وي.
زما دغه کليوال به هر وخت حج ته تلو، د نيک عمل او ښه سړيتوب سره تاجر هم و، هر چا سره به يې اساني کوله، ډېر خفګان او ژړا به يې نه کوله، ما ته يې وويل: دا سفر خو مې دې سره شو خو کيداې شي چې ډېر خير او فاېده په کې وي.
زما او د کليوال خبرو اترو نه بهيم خبر نه و، که خبرشوی وای نو ملګرتوب يې ورسره نه کو.
دواړه د حج په سفر ووتل او بېرته راغلل او دواړه سره لکه د خپلو ورونو په څېر وو، زه ورغلم هغه راته وويل: الله دې درته نېکه بدله او خېرعظيم درکړي، زما هېڅ يقين نه راتو چې د ابوبکر رضي الله عنه په څېر خلک به دې امت کې وي، هغه خپله ډېر ناداره و، که زه ترې د ماليت له نګاه نه ډېر ښه هم وم خو خرچه راباندې هغه کوله، که څه هم زه ځوان وم خو هغه به مې خدمت کو سره له دې چې بوډا هم و، هغه به روژه و خو زما لپاره به يې خوراک تيار و.
ما ورته وويل: د ډېرې ژړا سره يې څنګه وې؟ هغه وويل: زړه مې ترې ايله بيله خوشحاله شو زه يې هم ځان سره په ژړا راواړولم، ملګري رانه لومړی لږ په تنګ راغلل خو چې کله به يې بيا مونږ په ژړا وليدو هغوی به هم راسره ژړل، هغوی سره خپل منځ کې يو بل ته وويل: مونږ او دوي سره يوشان مړه کيږو، هغوی ژاړي او مونږ نه ژاړو؟ مونږ چې به کله په ژړا شول هغوی به هم راسره ژړل.
بيا بهيم ته ورغلم او سلام مې پرې وکړ ورته ومې ويل: په لاره کې ملګري سره څنګه وې؟ هغه وويل: ډېر ښه ملګری و، د الله ذکر، د قران کريم تلاوت به يې ډېر زيات کو، له اوښکو نه به يې سترګې ډکې وې، او د برداشت څښتن و، په دغې غورچاڼ دې درته الله پاک نېکه بدله درکړي( صفة الصفوة: ۳ / ۱۷۹ – ۱۸۲).