د دوو سجدو ترمنځ په ناسته کي دا دعا وی وايي:
——————–
رَبِّ اغْفِرْ لِى رَبِّ اغْفِرْ لِى. (ابوداؤد کتاب الصلاة باب ما یقول الرجل فی رکوعه وسجوده : ۸۷۴ ، ابن ماجه : ۸۹۷ صحيح)
ژباړه : اې زماربه! ماوبخښه اې زماربه ! ماوبخښه .
أنَّ النَّبيَّ صلَّى اللَّهُ عليهِ وسلَّمَ كانَ يَقولُ بينَ السَّجدَتينِ : “اللَّهُمَّ اغفِرلي، وارحَمني ، وعافِني ، واهدِني ، وارزُقني”
الراوي: عبدالله بن عباس المحدث: الألباني – المصدر: صحيح أبي داود – الصفحة -أو الرقم: 850- خلاصة حكم المحدث: حسن
– كانَ النَّبيُّ – صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ – يقولُ بين السَّجدتينِ: “اللَّهمَّ اغفِرلي،وارحَمني، واهدِني، وعافِني، وارزُقْني”
الراوي: عبدالله بن عباس المحدث: الألباني – المصدر: تخريج مشكاة المصابيح – الصفحة أو الرقم: 861- خلاصة حكم المحدث: صحيح
الدرر السنية
له سجدې چي راپورته شي نو لنډه ناسته به وکړي بیا به دويم رکعت ته پورته شي:
——————–
وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ عَنْ السَّجْدَةِ الثَّانِيَةِ جَلَسَ وَاعْتَمَدَ عَلَى الْأَرْضِ ثُمَّ قَامَ. (بخاری کتاب الاذان اب کیف یعتمد علی الارض …الخ : ۸۲۴)
ژباړه : بيا چي به هغه رسول الله صل الله علیه وسلم کله (د لومړي او درېيم رکعت ) له سجدې را پورته شو پر ځمکه کښېنستی او بيا به پر ځمکه په تکيه ولاړ شو.
د اول تشهد لپاره به داسي کېښني لکه د سجدو ترمنځ چي کښېني، ابوحمید الساعدي وايي:
وَإِذَا جَلَسَ فِي اَلرَّكْعَتَيْنِ جَلَسَ عَلَى رِجْلِهِ اَلْيُسْرَى وَنَصَبَ اَلْيُمْنَى. (بخاری کتاب الاذان باب سنة الجلوس فی التشهد : ۸۲۸)
ژباړه : کله چي به رسول الله صل الله علیه وسلم پر دويم رکعت د تشهد لپاره کښېنستی نو پر چپه پښه کښېنستی او راسته پښه يې دروله .
بیا به راسته لاس پر راسته ورون او چپه لاس پر چپه ورون ږدي روايت کي دي:
وَوَضَعَ يَدَهُ الْيُمْنَى عَلَى فَخِذِهِ الْيُمْنَى وَيَدَهُ الْيُسْرَى عَلَى فَخِذِهِ الْيُسْرَى. (مسلم کتاب المساجد باب صفة فی التشهد …الخ : ۵۷۹، ۵۸۰)
ژباړه : او راسته لاس يې پر راسته ورون او چپه لاس يې پر چپه ورون کېښود .
بل روايت کي دي :
عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ إِذَا قَعَدَ فِى التَّشَهُّدِ وَضَعَ يَدَهُ الْيُسْرَى عَلَى رُكْبَتِهِ الْيُسْرَى وَوَضَعَ يَدَهُ الْيُمْنَى عَلَى رُكْبَتِهِ الْيُمْنَى. (مخکينۍ حواله)
ژباړه : له ابن عمره رضی الله عنه څخه روايت دئ چي کله به رسول الله صل الله علیه وسلم د تشهد لپاره کښېنستی چپه لاس به یی د چپه ورون په وروستی حصه او راسته لاس به يې درراسته ورون په وروستی حصه ايښودی.
وَعَنْ مَالِكِ بْنِ الْحُوَيْرِثِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (( صَلُّوْا كَمَا رَأَيْـتُمُـوْنِـيْ أُصَـلِّيْ )). رواه البخاري کتاب الاذان باب الاذان للمسافرین اذا کانوا جماعة والاقامة …الخ: ۶۳۱)
ترجمه: د مالك ځوى د حويرث نه روايت دى هغى ويلى دى چې رسول الله فرمايلى دى داسې لمونځ كوى لكه څنګه چې ما په مانځه كولو ګورئ
کله چي لمونځ کوي نو مخ به قبلې ته کوي، ځکه الله تعالی فرمای:
وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ(القبره : ۱۴۴)
ژباړه : هر چيري چي تاسو ياست نو خپل مخونه مسجد حرام ته وګرزوئ
عَنْ أَبِيْ حُمَيْدِ السَّاعَدِيِّ رَضِيَ اللهُ قَالَ:(( كَانَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلاَةِ اِسْتَقْبَلَ الْقِبْلَةَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ وَقَالَ:اَللهُ اَكْبَرُ )). رواه ابن ماجة, مشكاة ج1 ص4
بيا قبلى ته مخ كول او لاسونه پورته كول او ( الله اكبر) ويل:
ترجمه: د ابى حميد الساعدى نه روايت دى هغه ويلى دى نبي كريم به چه كوم وخت لمانځه ته ودريده قبلى ته ئې مخ كړه او دواړه لاسونه به ئې پورته كړه او ( اَللهُ اَكْبَرُ ) به ئې ووايه
قبلې ته تر مخکېدلو وروسته نېت ضروري دئ، رسول الله وايي
1- عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخِطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُوْلُ: (( إِنَّـمَا الأَعْـمَالُ بِالـنِّـيَّاتِ )). متفق عليهکتاب بدء الوحی باب کیف کان بدء الوحی
ترجمه: د عمر ځوى د خطاب نه روايت دى هغه ويلى دى چى ما د رسول الله نه اوريدلي دي چې ويي ويل بيشكه يقيناً عملونه او كارونه په نيت سره دى
نېت د زړه کار دئ او دوې برخې لري، يوه دا چي څه کار کوم او دوېمه داچي د چا لپاره يې کوم؟
نو د کار پر وخت به سړی د هغه شی تعين کوي او نېت به يې خاص د الله رضا وي بس همدغه نېت دئ.
د لمانځه پر وخت به عاجزي کوي، الله تعالی وايي:
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (*) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ(المومنون:۲،۱)
ژباړه: بې شکه مومنان بريالي دي هغه چي په خپلو لمنځونو کي عاجزي کوي.
لمانځه ته د ولاړې پر وخت دي مخی ته ستره ږدي، رسول الله ويلي:
رواه أبو داود (598) عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ ، فَلْيُصَلِّ إِلَى سُتْرَةٍ وَلْيَدْنُ مِنْهَا) قال الشيخ الألباني رحمه الله : “إسناده حسن صحيح” انتهى من ” صحيح سنن أبي داود” (3/281) .ژباړه: کله چي ستاسو يو سترې ته لمونځ کوي نو نژدې دي ورته درېږي په دې وخت کي شيطان لمونځ نه شي پرې ګډوډولای.
که تر سترې دننه څوک تېرېدی نو منعه دي شي، حدیث کي دي:
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : إذَا صَلَّى أَحَدُكُمْ إلَى شَيْءٍ يَسْتُرُهُ مِنْ النَّاسِ , فَأَرَادَ أَحَدٌ أَنْ يَجْتَازَ بَيْنَ يَدَيْهِ فَلْيَدْفَعْهُ ، فَإِنْ أَبَى فَلْيُقَاتِلْهُ ، فَإِنَّمَا هُوَ شَيْطَانٌ .
. (بخاری کتاب الصلاة باب یرد المصلی من مربین یدیه : ۵۰۹، مسلم: ۵۰۵/۲۵۹ )
ژباړه : کله چي کوم کس ويو شي ته لمونځ کوي هغه يې ستره وي له خلکو يې وساتي نو که څوک يې تر مخ تېرېدل وغواړي منعه دي کړي، که هغه منعه نه شو جنګ دي ورسره وکړي ځکه دا شيطان دئ
د سترې د کميت په اړه د يوې پوښتنې ځواب رسول الله ص داسي کړی دئ:
عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها أَنَّهَا قَالَتْ : (سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ سُتْرَةِ الْمُصَلِّي ، فَقَالَ : مِثْلُ مُؤْخِرَةِ الرَّحْلِ) رواه مسلم (771
كتاب الصلاة باب سترة المصلی … الخ ۴۹۹)
ژباړه : د زين د وروستي لرګي په شان به وي.
ستره به په څومره اندازه کي وي:
كَانَ بَيْنَ مُصَلَّي رَسُولِ اللهِ r وَبَيْنَ الْجِدَارِ مَمَرُّ الشَّاةِ.(بخاری کتاب الصلاة باب قدر کم ینبغی ان یکون بین المصلی والسترة ؟: ۴۹۶ ، مسلم: ۵۰۸)
ژباړه : د رسول الله r د مصلی او دېوال ترمنځ صرف د پسه تېرېدلو ځای وو.
د لمانځه مخته د تېرېدل لویه ګنا ده، رسول الله ويلي:
لَوْ يَعْلَمُ الْمَارُّ بَيْنَ يَدَيِ الْمُصَلِّي مَا عَلَيْهِ كَانَ أَنْ يَقِفَ أَرْبَعِينَ خَيْرٌ لَهُ أَنْ يَمُرَّ بَيْنَ يَدَيْهِ. (بخاری کتاب الصلاة باب اثم المار بین یدی المصلی: ۵۱۰ ، مسلم: ۵۰۷)
ژباړه : د لمانځه تر مخ تېرېدونکی که ددې په ګنا خبر شي نو هغه ته څلوېښت(کاله يا مياشتې يا ورځې) درېدل تر دې غوره دي چي د لمونځ کوني مخ ته تېر شي .
لمونځ په تکبیر شروع کېږي او د تکبیر پر وخت به لاسونه پورته کوي، حدیث کي دي:
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” إِذَا قَامَ إِلَى الصَّلَاةِ، اسْتَقْبَلَ الْقِبْلَةَ، وَرَفَعَ يَدَيْهِ، وَقَالَ: اللَّهُ أَكْبَرُ “(سنن ابن ماجه كتاب اقامة الصلاة والسنة فیهاباب افتتاح الصلاة ح:۸۰۳)
ژباړه: رسول الله چي به کله لمانځه ته ولاړ شو نو قبلې ته به يې مخ کړ لاسونه به يې پورته کړل او الله اکبر به يې ووایی.
لمونځ به په ولاړه کوي که يې وس نه وي نو په ناسته او که يې وس نه وي نو پرې دي وزي.
صَلِّ قَائِمًا, فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا, فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ. (بخاری کتاب التقصیر باب اذا لم یطق قاعدا صلی علی جنب : ۱۱۱۷)
ژباړه : په ولاړه لمونځ کوه که دي وس نه وي په ناسته يې کوه نو که ددې وس هم نه لرې نو پر اړخ پرېوزه لمونځ وکړه.