عَنْ أنس رضي الله عنه أنَّ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم كَانَ يَقُوْلُ: (اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُنُونِ, وَالْجُذَامِ، وَالْبَرَصِ، وَ سَيِّئِ الأَسْقَامِ) (سنن النسائي, حديث شمېر: 5493, سنن أبي داود: حديث شمېر: 1554)
د انس رضي الله عنه څخه روايت دی فرمايي : چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دا دعاء غوښتله: (اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُنُونِ, وَالْجُذَامِ، وَالْبَرَصِ، وَ سَيِّئِ الأَسْقَامِ) ای الله تعالی زه په تاپوري د ليونتوب نه پناه غواړم او د ( جذام ) نه جذام يوه داسې مرض دی چې دانسان دبدن غو ښې په کې غورزيږي ، او بره ګي مرض نه او بدو مرضونو نه .
ددي حديث د فوائدو څخه :
1- نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي مرضونو نه پناه غو ښتله ، ځکه چې دا ډير سخت مرضونه دي ، او د خلکو کرکه ترينه کيږي ځکه چې ددي مرض دوجي نه دا نسان شکل بد رنګيږي .
2-روغ صحت لوي نعمت دی ، بايد ده چې مسلمان ددي ساتنه اوکړي ، او دالله تعالی ډيرشکر اداکړي, ځکه چې دناروغي په حالت کې انسان نه شې کولاي چې هغه څه اداکړي کوم چې په ده باندي واجب وي .
3-هغه اسباب اختياره ول ضروري دي کوم چې د صحت لپاره فائده ورکوي ، اوپه شريعت مطهره کې جائز وي .