د بني نجار قبيلې له ماشومانو سره د محمد دوستي ټينګه شوه، هغه به ورسره شنو سيمو او د يثرب باغونه ته په چکر ووت، پټيو ته پسرلي شنې او ژيړې جوړې وراغوستې وې، چې سترګې پرې خوږيدې او زړه پرې خوشالېده، لوبيا، د وربشو وږي او بادرنګو ډېر خوند ورکړ، په روانو ويالو د لمر وړانګې لګېدلې او د هندارو په څېر ځلېدلې، فکر کېده چې سپين زر په سرو زرو کې لامبو وهي. ډېر وخت به د انګورو، خرما، د ونو شنو پاڼو او روانو اوبو ته ځير و. د هغه خيال د شاعرانو د خيال په څېر نه و، هغه د وجود نه د حکمت او پوهې خواږه راټولول.
په ښارکې به د خپلو مامازو سره ګرځېده، د هغوی له خولو نه به د هغه جګړې خبرو ته غوږ و چې د دوی او د ښمنې قبيلې (اوس) ترمنځ پېل شوې وې، داسې ورځ به نه وه چې د دواړو قبيلو تر منځ به اخ او ډب نه وو، د دواړو کليو تر منځ به په نه خبره جګړه رامنځ ته کېده. د سعد بن معاذ د برج تر څنګ يې د دښمنې قبيلې “اوس” ځوانان وليدل. دغه دښمني به ميندو د خپلو ماشومانو په زړونو کې کرله.
– “الريان” دبني حارثه پيا وړې کلاوه.
يو ماشوم د اوس په يوې پيا وړې کلا لاړې توکړې. قبات ته چې ورسېدل، يوه ښه شېبه ودريدل. د اوس د لوړو او غښتلو برجونو ننداره يې وکړه، په دغه کې تر ټولو غښتلې کلا ګانې “اشنيف”،”صياصي” او “متظل” وې چې د بني عمربن عوف وې، د احيحه بن الجلاح کلاګانې هم له لرې نه ښکارېدلې، ماشومانو به چې کله هم د احيحه په برجونو سترګې ولګېدې ژبې به يې تالو ته ونښتې، احيحه الاوسي د سلمی الخزرجي سره له دې امله واده وکړ چې د دواړو قبيلو تر منځ سوله او روغه راشي. له هغې نه يې بچي پيدا شول چې د دواړو قبيلوتر منځ د مينې او محبت پلونه وي، خو دغه واده دوام ونه کړ او بېر ته په جداېۍ بدل شو، سلمی له دغې وروسته هاشم بن عبد مناف سره واده وکړ او له هغې نه د محمد بن عبدالله نيکه عبدالمطلب وزيږېده، دغه ماشوم چې له مکې نه يثرب ته د خپلې مور سره د خپل پلار قبر ته راغلی دی څو د قريشو او د بني نجار تر منځ چې د هاشميانو د شيخ(سپين ږيري) ماماګان ول، د خپلولۍ رشته تازه کړي.
د بني نجار ماشومان په دغه تاريخ پوهېدل، نو ځکه يې احيحه ته د سلمی له پرېښود و سره سره بياهم کنځلې نه کولې، دوی د احيحه د هغه بچو ماماګان دي چې له خزرجيه ميرمنې څخه زيږيدلي دي، عربانو به ماما ولۍ ته ډېردرناوی او احترام کاوه.
له لرې نه يو تور برج مالوم شو، يو تن ورته ګوته ونيوله او ويې ويل:
– هاغه “ضحيان” دی چې احيحه بن الجلاح له سپينو ډبرو نه جوړکړی و، کله چې وغورځيده هغه وويل :
هغه غټ سرې
سپينه، ستره کلا
چې مې جنګونو ته
ودانه کړله
داسې پړقيږي
لکه سپينه توره
محمد د بني نجار له ماشومانو سره په يثرب کې ګرځي. بازار ته ننوت د بني قريظه، بني نضير او بني قينقاع يهودانو ته ځير شو. د يهودانو د زرګرۍ او اهنګرۍ دندې يې وليدلې، د احد غره ته وخوت، هغه به ورته د بيت العتيق مکه او د قبيس غر ورياد کړ.
محمد به هره ورځ د بني نجار له هلکانوسره لکه پرپرکی د يثرب په خاوره ګرځېده، سترګې غوږونه او زړه به يې خلاص کړي ول چې د خلکو خبرې واوري. يوه ورځ ثنيه الوداع ته ورغی، د دغې سيمې په اړه يې اوريدلې کيسه پېل کړه چې ولې دغه سيمې ته ثنيه الوداع وايي، ويې ويل:
– ښار ته به يواځې له دغه يوې لارې خلک ننوتل، او بايد د خره غوندې يې په يوه ساه لس رمباړې کړې وای، که يې لس رمباړې نه وای کړې، نو له دې ښار نه به له وتلو مخکې مړ کېده، کله چې به په ثنيه ودرېده ورته وبه ويل شول: رخصت شو، نو له همدې کبله ثنيه الوداع شوه،کله چې عروه بن الورد العبسي راغی، ورته وويل شو: لس رمباړې وکړه، هغه رمباړې ونه کړې او دغه شعر يې ووايه :
په خپل سرمې دې قسم وي
که له وېرې نه د خره
رمباړې وکړم
که مې وکړې
بيا يرزړی بني ادم يم
بيا يثرب ته ورننوت او غږ يې کړې: وايهودانو! ولې دغه لس رمباړې کوئ؟ هغوی وويل: که د يثربيانو نه پرته دې ښار ته هر څوک راننوځي او لس رمباړې ونه کړي نو هغه مري، او که له ثنيه الوداع نه پرته په بله لاره ورننوځي نو له خوارتيا نه به ومري، کله چې عروه دغه کارپرېښود، ټولو خلکو پرېښود او له هرې خوا نه يثرب ته ورننوتل.
محمد د بطحان ناو له ختيځې خوا نه راستون شو، هلته د خزرج کورونه او کلاګانې ودانې وې، د مزدلفې په هغه کلاه تېر شو چې مالک بن العجلان جوړه کړې وه. دا هغه څوک و چې يهودي پاچا يې وواژه. بيا به د مالک کيسې ته غوږ شو چې ماشومانو به کوله. محمد به د بني سالم بن عوف کورونو او برجونو “شماخ” او “قوافل” ته راتلو، بيا به د بني نجار کورونو ته ورغی، خپلې مور آمنې ته به يې ځان ورساوه او په غېږه کې به يې ځان ورګوزار کړ، هغه کيسې به يې ورته کولې چې د ورځې په اوږدو کې به يې د ماما ګانو په ښارکې ليدلي او اورېدلې وې، آمنه به ورته په ډېره خوشالۍ غوږ غوږ وه، د محمد کيسو به ډېره خوښي وربښله او سترګې به يې پرې ډکېدلې، هغه يې د سترګو تور او د زړه ټکور و.
محمد د بني عدی ابن النجار په ډنډ کې ښه لامبو زده کړه، د پلار وينځې برکه ته به ورغی او هغې ته به يې خپلې خاطرې ويلې، هغې به ورته په ډېره مينه کتل او ډېر ځل به ورسره د يهودانو بازارنو ته وتله، هغه به يې څاره او ساتنه به يې ترې کوله، کله چې به پرې وويرېده خپلې سينې ته به يې راجوخت کړ، ته وا د دښمن له شرنه يې ساتي.
د ماماګانو له بچوسره به يې د خزرج يوې نجلۍ (انيسې) دعدی بن النجار په کلا کې لوبې کولې، محمد د ماشومتوب پرمهال هم د انساني ښو خويونو خاوند و: له اړمنو سره به يې مرسته کوله، په کمزوري به يې زړه خوږېده او هغه شېبه به يې د خوشالۍ احساس کاوه، کله چې به يې د خلکو د خوښي عمل تر سره کړ، هغه د خپل وجدان په ژورو کې حس کوله چې په دې نړۍ کې د خلکو لپاره يو رحمت پيدا شوی دی او د ده نيکبختي د خلکو په نيکبختۍ کې نغښتې ده .
محمد د مکې په خاوره کې وزيږېده، خو له کومې ورځې نه چې وزيږېده په مکه کې ډېر پاتې نه شو، صحرا ته يوړل شو چې روح يې د نړۍ په معبد کې وروزل شي، اسمان ته وخيژي او له اسمانونو نه پورته د ختلو هڅه وکړي. بيا خپل کورته راغی د کعبې سيورې ته د خپل نيکه د پرې له ملګرو سره کېناست، هغه د بې روزګارۍ له لاسه تنګ شو، د مکې له ټولنيزو قيوداتو نه لرې يې په ازاده نړۍ کې د ګډو په پيولو لاس پورې کړ، يو او يا هم دوه کاله نه و تېر چې يثرب ته د خپلې مور سره د خپل پلار د قبر زيارت ته راغی، هغه خپله نيکبخي په دې کې ليدله چې د ژوند غوټۍ يې د ښيګڼې په لاره کې پرانستل شي.
د حکمت زړو يې د زړه په ژورو کې فکر او نظر راټوکاوه. د نړۍ ننداره، د حقيقتونو ليد او د هغه روحي طاقت سره يې د پيوستون هڅه کوله چې په وجود کې يې رپيده او د خپل نفس په ذات کې يې رڼاګانې راشنې کېدې.
ورځې تيرې شوې، آمنه د خپل حبيب د قبر په خواکې خوښه وه، يو ژور احساس يې کاوه چې عبدالله د قريشو له کاروان سره وتلی دی او ژر به راوګرځي او دواړه به سره داسې يو ځای شي چې هيڅ جدايي به ونه لري، همدغه يوه شعور ورته يثرب او په هغې کې پاتې کېدل ښاېسته کړي و، که يې د زړه منلی وای، نو تر مرګه به د عبدالله هډوکو ته پاتې شوې وه، د قريشي محمد پر وړاندې يې دا احساس و چې بايد دغه په خپله کورنۍ کې را زلمی شي.
آمنې هغه کړاونه ګالل کوم چې له دې وړاندې سلمی بنت عمرو الخزرجيه ګاللي و، يوه ورځ عبدالمطلب ورغی او ترې ويې غوښتل چې وراره يې شيبه بن هاشم مکې ته ورولي، هغه هم د د دوه پلونو تر منځ راګيره شوه: د مورولۍ عاطفه: غوښتل يې چې د خپل خوږ زوی سره په ارامه فضا کې ژوند وکړي، او په دغه کې يې د زوی مصلحت ليده، او بله د قربانۍ عاطفه: هغې هيله لرله چې د خپل حبيب لپاره د ژوند لاره خلاصه کړي او هغه مقام ته ورسيږي کوم چې يې دې ارزو لرله، که په دغه لاره کې د فراق تراخه هم وڅکي.
د قريشوکاروان له شام نه راورسيد، د يثرب خلک يې استقبال او ښه راغلاست ته راووتل، د آمنې د زړه زخم نور هم تازه شوه، هغه ورځ ورياده شوه چې مکې ته قافله راستنه شوه، د مکې ټول ځوانان په کې وو، خو د قريشو ځوان نه معلومېده، ډېره سخته ورځ وه، ټولې هيلې او ارزوګانې يې د خاورو لاندې شوې، تر اوسه يې هغه ترخه شېبه په سترګو کې وه.
حلق يې تريخ شو، له سترګو نه يې اوښکې وبهيدې، په خپلو بلورې اوښکو کې يې وليدل چې خوږ محمد قافلې ته منډې وهي او ورسره ستړي مه شي کوي، زړه يې نری نری ودرزېده، په شونډو يې يوه نرۍ مسکا تيره شوه، چې د وجود ټول لطافت په کې رانغښتی و.
محمد په قافله کې ورننوت، د اوس او خزرج هلکان د اوښانو په منځ کې ننوتل او وتل، کېدای شي د محمد اوګه له سعد بن عباده، سعدبن معاذ، حسان بن ثابت، عماره بن حزم، سعد بن زراره، ابوايوب الانصاري، عبدالله بن ابي ابن سلول او يا هم له هغو هلکانو سره لګيدلې وي چې ښايې په راتلونکي وخت کې ورسره کومک او مرسته وکړي او يا به هم له هغو يهودانو سره لګيدلې وي چې کړي تړونونه به ورسره مات کړي. کېدای شي ځينې د ماشوم مخ ته ځير شوي هم وي، خو په دې کې هيڅ شک نه و چې د هيچا په زړه کې دا نه ګرځېده چې د دوی ترمنځ به څه ډول پيښې رامنځ ته کيږي او د ايمان بزغلي به له دغې سيمې نه چې له عداوت او دښمنۍ ډکه وه را زرغونيږي، تر څو ټول مخلوقات په خپله غېږ کې راونغاړي.
قريشيانو د يثرب بازار ته منډې کړې چې له يهودانو نه خپلو ميرمنو او لورګانو ته ګاڼې واخلي، زاړه پورونه او قرضونه هم ورکړي او د اړتيا سره سم ترې کجورې واخلي. ځوانان د خپلو شهواني غوښتنو د پوره کولو لپاره د سرو بيرغونو بدلمنو ته ورغلل چې د شامي شرابو له څښلو وروسته ترې خوند واخلي، دغه نو د مزو، خوندونو او نشو شپه وه.
برکه او د بني نجار غلام لګيا دي، د آمنې سپرلۍ تياره وي چې له يوې مياشتې نه وروسته درې واړه بيرته مکې ته ستانه شي، دغه مياشت د سترګو په رپ کې تيره شوه که څه هم محمد په کې ډېره ښه لامبو زده کړه، په يثرب کې وګرځېده د اوس اوخزرج لوړې کلاګانې يې وليدې، خيبر ته ننوت د يهودانو اوعربانو دښمني يې حس کړه، د اوس او خزرج تر منځ دښمني يې هم وليده، د يهودانو تر منځ کينه ورته هم په ډاګه شوه.
د کوچېدو ورځ راورسېده، آمنه محمداو برکه د عبدالله قبر ته ورغلل، يوه شېبه قبر ته ودرېدل، سرونه يې ټيټ نيولي وو او په مخونو کې يې خواشيني ښکاره کېده، بيا يې په قبر د خدای په امانۍ وروسته نظر واچاوه او ووتل.
دواړه اوښان د نابغه د کورپه مخ کې چو شول، د بني نجار ماشومان هم د محمد سره د خدای په امانۍ لپاره ولاړ دي، هغه ماشوم محمد چې له مکې نه د خپلې مور سره د خپل پلار زيارت ته راغلی او په خپلو ښو اخلاقو او ځيرکتيا يې د دوی پر زړونو حکومت وکړ، دوی ورسره د زړه له تله مينه لرله، خزرجي انيسې به ورسره کله ناکله د بني عدی بن نجار په کلا کې لوبې کولې، هغه هم ولاړه وه او له سترګو نه يې اوښکې روانې شوې.
آمنه په خپله اوښه سپره شوه، محمد هم اوښې ته وخيژول شو، د خپلې مور څنګ کې کيناست او بيا يې د هغه ماشومانو په مخونوکې سترګې خښې کړې، چې له دې سره الله په امانۍ ته راغلي وو، د زړه باغچې يې د دوی په لور خلاصې کړې او په شونډو يې خوږه مسکا تېره شوه.
بيا يې په انيسې سترګې ولګيدې، چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، زړه يې پرې ودرېد، روح يې په خپلو اوښکو ووينځه، که څه هم چې له سترګو نه راتوې نه شوې، دغه نجلۍ يې تيريادونه مخ ته ودرول، هغه به ورته هميشه د خپلو خويندو انيسه، شيما او عبدالله کيسې کولې، هغه د بني سعد په هوزان کې دغه خوږې شپې ورځې نه هيرولې او نه به دغه ورځې هيرې کړي چې په يثرب کې يې تيرې کړې دي، د تل لپاره به د بنې نجار ماماګان، د ماماګانو ځامن، د پلارقبر، د اوس، خزرج او يهودانو لوړې کلاګانې او برجونه، د اهنګرۍ او زرګرۍ بازارونه او په بني نجار کلا کې له انيسې سره لوبې يادوی.
دواړه سپرلۍ د قريشوکاروان ته روانې شوې، په يوه سپرلۍ کې ماشوم او په تور اوربل کونډه آمنه چې رنګ يې ژيړ شوی و کيناستل، څوک نه پوهيدل چې ولې يې رنګ دومره ژيړ اوښتی دی ايا د نابغه په کورکې د خپل خوږ عبدالله غم وځپله اوکه ديثرب تبه ورسېدلې ده، خوا ته يې محمد ناست دی چې په خپلو سترګو له نړۍ سره روغبړ کوي، زړه يې د هغه حکمت خواږه راټولوي چې په نژدې که به ورته دغه مجهول برسيرن او روښانه شي، په بله اوښه حبشي برکه ناسته ده، خپله مشره څاري، په زړه کې يې وېره ده، د خپلې مشرې د رنګ ژيړوالي ورباندې بده اغېزه کړې او په انديښنو کې يې اچولې ده.
کاروان روان شو او يثرب يې ترشا پرېښود، که څه هم د ورځې او شپې يادونه يې په ذهنونو کې ثبت شوي و، د عبدالله قبر د فراق هغه ترخې شيبې بيا راتازه کړې چې د کلونو په تيرويدو هيرې شوې وې، هغې احساس کاوه چې د قريشو زلمی همدا شېبه مړ دی، په زړه کې يې يوه ژوره خواشيني راوټوکېده، په خپلو غوړيدلو هيلو يې د ترخې ناهيلۍ ټيکری راخورکړ.که چيرته خوږ محمد ورسره جوخت نه وای نو هغې به خپل ژوند بې مانا او بې موخې ګڼلی و.
قافله په پراخه نړۍ کې روانه ده او محمد خپلې مورسره ديثرب په اړه خبرې کوي، د اوس او خزرج د هلکانو په اړه، هغه د دواړو قبيلو ترمنځ په دښمنۍ پوه نه شو او د بني قريظه، بني قينقاع او بني نضير د يهودانو په خويونو ورسېده، آمنې احساس کړه چې د محمد خوږې خبرې يې له زړه څخه د غمونو خيري وينځي، د نفس په دشته کې يې د هيلو زړي راشنه کيږي، په شونډو يې داسې مسکا خپره شوه چې د غم ټولې وريځې يې د هغې له جلالي مخ څخه لرې کړې.
له هرې خوا نه شمال راوالوت، آمنه وويرېده هسې نه چې دا د ريګستاني طوفان پېلامه نه وي، په دغه لويه دشته کې له اسمان او دوړو پرته بل هيڅ شی نه ښکارېده، يوې خوا ته د خلاصون لاره نه وه.
شمال شېبه په شېبه زياتېده، شګې يې د خلکو مخونو ته شيندلې، اوښانو کوښښ کاوه چې مخونه بلې خواته وګرځوي تر څو يې سترګې له شګو نه وساتل شي، خود قافلې خلکو ميړانه وکړه او د اوښانو ترسيري يې کلک ونيول چې بلې خوا ته ونه ګرځي.
محمد او آمنه د اوښ د پاسه په هغه ډولۍ کې ناست دي، چې له لرګيونه جوړه شوې ده، شمال کوشش کوي چې دغه ډولۍ چپه کړي او آمنه ورپسې کلکه نښتې چې وړوکی محمد له ريګستاني طوفانه وژغوري، خو افسوس چې طوفان راورسېد، د اوښ له شانه يې لرګي والوځول، آمنه او خوږ زوی يې د شمال سره مخ شول، آمنې خپل زوی ځان ته راجوخت کړ او په خپلو جاموکې يې ونغښت.
د پاسه پرې د مورولۍ په غريزه راخوره شوه، د طبيعت له غضب او د شمال له څپيړو نه يې ساتي، په دغه شېبه کې هغه غيبي غږ ورياد شو، چې محمد يې په ګيډه و: ستا په ګېډه ددې امت مشر دی. نو په دې ډاډه شوه چې دغه نور به ددې تياره ژوند روښانه کړي.
قافله ډېره ورو شوه، هر سړی په خپل ځان شو، تر دې چې برکې يو درون ټيکری په مخ راخور کړی و، د اوښ په شا په ډولې کې راټوله شوې وه، دا يې په زړه کې نه ګرځېده چې آمنې او د هغې په وړوکی زوی پسې وګوري چې په کوم حال دي.
نرينو يوې خوا بلې خوا چېغې وهلې، د اوښانو په څټونو پورې نښتي وو، اوښانو له وېرې نه په صحرا کې هرې خوا ته زورکاوه. اسونه وشڼېدل، ښځو چيغې کړې او ماشومان په ژړاشول، آمنه که څه هم په زړه کې يې د دردونو طوفان دی، خو بيا هم چوپه ده، کمزوري يې محسوسوله او فکر يې کاوه چې ساه يې خيژي، خو همت يې نه باېله، هغې فکرکاوه چې دغه ماشوم د دې په غېږ کې يو امانت دی او بايد دغه امانت مکې ته روغ رمټ ورسوي چې د خپل قوم سالار شي.
آمنه ډاډه شوه چې هرشمال که رالوتلی شي نو ودرېدلی هم شي، خو طوفان لکه د وږي زمري غړمبيده او د آمنې لاسونه شيبه په شيبه کمزوري کېدل، وويريده هسې نه چې د طوفان له ودرېدو نه مخکې يې د ژوند څراغ ګل نه شي، په محمد پسې لاسونه تپوي چې نور يې هم خپلې تودې غېږې ته راجوخت کړي، هغه په محمد ډېره مهربانه وه.
طوفان ودرېده، قافله هم ودرېده، خلک د قافلې په بېر ته تنظيمولو بوخت شول، برکې خپلې ميرې ته رامنډې کړې، خو چې په آمنه يې سترګې ولګيدې، زړه يې ودرزيده او رنګ يې ژېړشو، سرداره يې مړاوې شوې وه، نژدې وه چې د سترګو ډيوې يې ګل شي.
برکې آمنې ته لاس وغځاوه چې په راکوزيدوکې ورسره مرسته وکړي، خو آمنې خپل لړزيدلي لاسونه محمد ته وعځول چې راوايي اخلي او برکې ته يې ورکړي، ونه توانيده چې محمد راپورته کړي، برکه ورټيټه شوه، محمد يې په غېږ کې راواخيست، زړه يې درزېده، ستونی يې راډک شوی و او په سترګو کې يې اوښکې راخوټېدې.
برکې محمد په ځمکه کيناوه، بيا يې آمنې ته ورمنډې کړې، هغه يې هم په غېږ کې راکش کړه او په ځمکه يې واچوله، محمد خپلې مورته په ډېره حيرانتيا ورګوري، د هغې نفس تنګي، د مخ ژېړوالي او د سترګو سپين والي ته ځير شو. هغه د غم، شفقت او رحمت په ګډو سيندونو کې لاهو شوه، روح يې په سينه کې راتنګ شو، په کمزورې غږ يې وويل:
– وا کړاونو!
محمد حس کړه چې د زړه رګونه يې شليږي او يوه دردناکه منګول يې په زړه کې ګوتې وهي، پرې ورټيټ شو، چيغې يې ورته وهلې، خو آمنې د خپل خوږ زوی چيغو ته هيڅ ځواب نه شو ورکولی، د ځنکدن شيبې يې وې، محمد پوه شو چې کوم غم به پرې راغورځيږي، د زړه باغچه يې له ازغو نه ډکه شوه، د يتيمولۍ احساس يې وکړ او په ګلابي تنکي مخ يې اوښکې وبهيدې، هڅه يې وکړه چې خپلې اوښکې راقابوکړي او خپله مورد ژوند په ورستيو شېبو کې ونه دردوي.
د آمنې ساه وخته، برکه ورباندې راپريوته او چيغې يې کړې، محمد يو چيغه وکړه چې په کې ويلې شو. مور ته په ډېره تلوسه او مينه چيغې وهې او اوښکې يې غمجن مخ پريمينځي، د هغه اور تاو راکموي چې په وجدان کې يې بل شوی دی، د کاروان خلکو د ژړا ځای ته منډې کړې، ګوري چې آمنه په شګو کې مړه پرته ده، محمد او حبشي برکه پرې نسکور پراته دي اوسخت ژاړي. خلک مړي ته غمجن ودرېدل، بيا يې ماشوم د مور له سينې نه راپورته کړ او په خپلو کې يې مشوره وکړه چې دغه جسد په ابوا کې خاورته وسپاري.
جسد د اوښ په شا رابارشو، برکې غوښتل چې محمد له ځان سره واخلي، خو هغه په مور پسې منډې وهلې چې ورستی ديدن يې وکړي، ځکه چې تر قيامته يې همدغه د مهربانۍ اومينې توښه وه. د جسد څنګ کې يې کيناوه، هغه سترګو ته په اوښنلو سترګو ګوري چې له مرګ نه مخکې په کې يوه ژوره مينه پرته وه. د قافلې خلکو ماشوم ته پام شو چې د خپلې هغې مور په ويښتانو کې لاسونه وهي چې بيرته يې د راتلوهيڅ اميد نشته، د خلکو په سترګو کې د رحمت اوښکې طوفاني شوې او بيا راوڅڅېدې.
قافله روانه شوه، ټولو خلکو خپل سرونه ځوړند نيولي وو، تر دې چې اوښانو هم خپلې غاړې ښکته کړې وې، اوښبو اوس په اوښانو پسې سندرې نه ويلې، ټوله نړۍ خاموشه وه، په دغه چوپه نړۍ کې يواځې د يتيم محمد ژړا اورېدل کېده، هغه د لومړي ځل لپاره د درد او خواشينۍ له کنډولي نه د يتيمولۍ ترخه څکي.
قافله ابوا ته ورننوته، ټول ډېر زيات خفه وو، د قرباني قريشي ميرمن يخه دړه ده، قافله د دمې ځای ته نه ولاړه، هدیرې ته ستنه شوه چې پردېسه آمنه خاورو ته وسپاري. د قريشو مېرو او اميرانو ته به ليکل شوي وي چې دوی دې په پردېسۍ کې مري. کولنګونو په ځمکه خولې خښې کړې، چې د يتيم محمد د مور سپيڅلي جسد ته قبر وکني، قبر وايستل شو، د آمنې مبارک جسد راوړل شو چې خښ يې کړي، محمد پسې کلک نښتی دی، په وړوکي مخ يې سرې اوښکې روانې دی، غواړي چې هغه هم د خپلې خوږې مور سره يوځای خښ شي، خو برکه ورغله، سلګې يې وهلې، محمد يې له يخ جسد نه راوشکاوه، بيا يې خپلې غېږې ته راجوخت کړ، اوښکې يې د هغه له اوښکو سره ګډې شوې.
په آمنې خاورې اړول کيږي او محمد ورته ګوري، نژدې ده چې له غم نه يې زړه دوه ټوټې شي، هغه نه باوروله چې دا به يې د خوږې مور وروستی ځای وي.
نور يې صبر تمام شو، د برکې له لاسو نه يې ځان خلاص کړ او په قبر وروغوړيده، کړيکې يې وهلې او د خپلې مهربانې مور قبر يې په خپلو اوښکو لمداوه.
د برکې په اننګو اوښکې بهيدلې، په محمد پسې ورغله او په خپله غېږه کې يې راواخيسته، خپلې سپرلۍ ته يې راوړه، ډاډ يې ورکاوه، اوښکې يې ورته پاکولې او د قبرخاورې يې ترې څنډلې.
قافله مکې ته راروانه شوه، محمد او برکه په يو اوښ سپاره دي، دواړه چوپ دي، خبرې نه کوي، برکه د خپلو خيالونو شاه ته لاړه او هغه خوږې ورځې ور يادې شوې چې د آمنې په کور کې يې تيرولې، دغه يتيم ماشوم ته فکر يوړه چې مور او پلار يې دواړه له لاسه ورکړل، او لا ترشپږو كلونو يې عمرنه دی اوښتی. د برکې زړه له مينې او رحمت نه ډک شو، اوس به دغه ماشوم ته د مور او پلار ټوله مينه ورکوي.
محمد په ځان اخته شو، له مکې نه د خپلې مور سره وتلی دی او اوس مکې ته يواځي راستنيږي، نه ورسره کوم ملګری شته او نه هم کوم کومکي لري، که سفر يې ابتد لرله نو اوس انتها ته رالنډ شوی دی، مور يې هم ابتدا لرله او د ژوند ورځې يې بشپړې شوې، ژوند سفر دی او هرومرو به يوه ورځ بشپړيږي، هر شی چې پېل لري نو پای هم لري.
محمد د لومړي ځل لپاره د فنا سختي وليده، اوس لګيا دی په ژوند، مرګ او نړۍ کې فکرکوي، هغه د پياوړي عقل، څپانده احساس، تيز نظر او له نړۍ سره د تناسق څښتن و، دا هغه څه وو چې په پخو ورځو کې به يې د حقيقت جوهر ته راکش کړي.
د مکې غرونه راښکاره شول، قافله د خپلو خپلوانو د ليدو تلوسې راخيستې وه، خپل مزل يې نور هم ګړندی کړ، د خلکو په مخونوکې خوښي وغوړېده، له خولو نه د خوشالۍ چيغې راووتلې، خو محمد او برکه خپل غمونه ژووي او خپلې اوښکې پاکوي. خپل وطن ته راستانه شول، خو آمنه ورسره نه شته. اوښانو غاړې وکړې، خلکو يو بل ته منډې کړې او غاړې يې ورکړې، ميرمنو خپلو پلرونو، خويندو خپلو وروڼو، او د زړه ټوټو ته منډې کړې، د ماشومانو او هلکانو غږونه پورته شول، په سيمې خوشالۍ خپلې وزرې ورپولې، محمد او برکه له سپرلۍ نه راکوز شول او خپلې پښې يې په ځان پسې راکښلې.
بنوهاشم او بنوزهره محمد او برکه ته رامنډې کړې، ابوطالب، عبدالمطلب هغه لورې ته راروان کړی دی له کوم لوري چې محمد او برکه راروان دي، کله چې باوري شو چې دوی دوه په دوه راروان دي په مضطرب غږ يې وويل:
– آمنه څه شوه!
د هاشميانو د شيخ”سپين ږيري” زړه ودرزېده، ګامونه يې ګړندي کړل، د لمسي لور ته ورروان شو، ته واچې په بوي يې پوهيږي، درنګ شېبه کې د بنوهاشم او بنو زهره خلک د محمد او برکه مخې ته وارخطا ودرېدل، چېغې شوې:
– آمنه څه شوه؟
محمد کړيکې کړې او برکې په ژړا وويل:
– مړه شوه، په ابواکې موخښه کړه.
په مخونو د غم لړې راخورې شوې او له سترګو نه اوښکې وبهيدې. عبدالمطلب د محمد د ژړا لورته روان شو، لاسونه يې تپول، کله چې يې د محمد نه لاس ولګېد غېږ کې يې راواخيست، خپلې سينې ته يې راجوخت کړ، په سپينه ږيره يې سرې اوښکې بهيدلې او د قريشو په يتيم يې ژړل.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار