ژباړه: شرر ساپی
د زبيربن عبدالمطلب په کور کې خلک راټول شوي ول، شتمن مکيان راغلل څو د هغه کاروان مشر ته خپل مالونه ورکړي چې يمن ته يې د ژمني سوادګري سفر تابيا نيولې ده او يا هم ورته فارسي او يا رومي ټنګې ورکړي چې عطرونه او خوشبوي پرې راونيسي او په اوړې کې يې په کليساګانو وپلوري، احبار او راهبانو به دغه خوشبو په لوړو قيمتونو رانيوله، چې په خپلو کليساو کې يې لوګی کړي.
د متوسط ژوند سړي او ښځې راغلې او هغه څه چې يې د کال په اوږدو کې را ټول کړي وو له ځانونو سره راوړل چې د قريشو له هغه کاروان سره ملګري شي چې په ځانګړو ورځو کې به د سوداګرۍ لپاره يمن او شام ته روانيږي او کله چې بېرته راستنيږي نو په دوی اختر وي او د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايږي، د ټولومکيانو زړونو ته خوشالۍ لارې کوي، تر دې چې د هر کور نه د سندرو او سرودونو غږونه راپورته کيږي.
ابوطالب له خپلو ځينو بچو او له محمد سره د خپل ورور کور ته ورغی چې د خپل دکان لپاره ورته د ځانګړو عطرونو په رانيولو سپارښتنه وکړي او د سوداګرۍ لپاره يو څه پيسې هم ورکړي، کېدای شي چې ګټه وکړي او د زمزم او د حاجيانو د خدمت شرف يې لاس کې پاتې شي. دغه درون کار ورته د عبدالمطلب نه پاتې شوای و، هغه ليوال و چې دغه شرف يې له لاسه ونه وځي او د الله د مېلمنو په پالنه کې کوم تقصير رانشي.
محمد د خپل تره زبير په کور کې راغونډو شويو خلکو ته ځير شو، هغه ټنګې يې وليدې چې امضا کيدې او مالونو ته يې هم کتل چې زيرمو ته وړل کېدل، بل خوا يې هغه مريان وليدل چې مالونه يې را په شاکړي ول، خولې پرې بهيدې او ساګانې يې لنډې لنډې کېدلې، بلې خواته يې هغه سوديان وليدل چې د کور په يوه څنډه کې ولاړ وو او غوښتل يې چې خلکو ته د سود په مقابل کې پيسې ورکړي. زړه يې ښکته پورته کېده، يو ځل به يې زړه وسوځېد او بيا به يې زړه راتنګ شو، عواطف يې هرې خوا ته په کتلو تغيرېدل. د تجربو پانګې ته يې نورې تجربې هم ور زياتې شوې.
محمد له نړۍ سره نيغ په نيغه د خپل تيز بصيرت له برکته په اړيکه کې و چې د شيانو جوهر ورته په ډاګه شي، هغه له نورو انسانانو څخه ګوښه نه و، هغه تل هڅه کوله چې خپله اراده پياوړې کړي او د ټولو هغه شيانو له ذات سره اړيکه پياوړې او روښانه کړي چې ژوند په کې کوي، نه دا چې د بشريت د راز ترشا ودريږي. بلکې غوښتل يې چې له دغه رازونو څخه پرده پورته کړي.
د مکيانو په ګڼه ګوڼه کې ولاړ دی او هيله يې وکړه چې يوه ورځ به د دغه خلکو زړونه روښانه کړي چې دا ورسره مينه لري، دغه واقعيت د منلو وړ نه و چې خلکو په کې په ظلم، زياتي، سختۍ او زور ژوند کاوه، هغه په زړه کې ډاډه و چې يوه ورځ به د دغه ګمراهانو تياره نفسونه چې مادياتو راجذب کړي دي رڼا کړي، هغه به خپل قوم د روحي پلوه له جسمي اړتياو څخه لوړو منارونو ته پورته کړي.
دغه تصور لا روښانه شوی نه دی، يواځې ژور احساسات او هيلې دي چې د ده په ذات کې لا تر اوسه ګلابي شوي نه دي، دغه يو نېک بزغلی و چې د خپل زړه په تل کې يې وکاره، او د مطلق نور نه يې د خپل تياره وجدان د روښانه کولو په موخه رڼا راواخيسته، هغه ډېر ليوال و چې دغه زړي ته ژمن پاتې شي او د خپل باطن ټولې کړکۍ خلاصې کړي چې زړه يې له سپيڅلي نور نه ډک شي او بيا دغه نور په ټوله نړۍ وويشي.
د مکې شتمن د زبير کور ته ډلې ډلې راروان ول، په ندوه کور کې به راټولېدل او هلته به ورته ميرزا تړونونه ليکل، له سوداګرۍ، ګټې، پورونو او د سود پرته نورې خبرې نه کېدلې، خو له بل پلوه د مکې بې وزلو له غريبۍ نه خپل بچي وژل، سړي به خپلې ميرمنې ته ويل چې لور يې ښه سينګارکړي، بيا به يې ورته په صحرا کې کنده وکنسته، کله چې به يې کندې ته ورسوله ورته به يې وويل: ته ښکته وګوره، بيا به يې د شا لخوا ور ټيله کړه او خاورې به يې پرې راواړولې، د لوڼو خښول په بيوزلو کې دود و، زيد بن عمروبن نفيل به په دغه نجونو زړه خوږېده او کله چې به يې هم څوک وليد چې خپله لور وژنې، ورته به يې وويل:
– مه يې وژنه زه يې پالنه کوم.
يواځې زيد دغه کار نه کاوه، په عربانو کې نور هوښيارخلک هم ول، هغوی به له پلرونو څخه جينکۍ واخيستې او چې رالويې به يې کړې، بيا به يې د هغوی پلرونو ته وويل:
– که خوښه دې وې درباندې سپارم يې او که په بدل کې يې پيسې غواړې چې در يې کړم.
محمد به اميدوارې مېرمنې ليدلې چې کله به يې د زيګون موده رالنډه شوه، کنده به يې ورته وويسته او بيا به يې د کندې پر غاړه ماشوم وزيږاوه، که به جينۍ وه نو کندې ته به يې وغورځوله او که به هلک و، کور ته به يې راوړو. هغه پلرونه يې هم ليدل چې خپلې لوڼې به يې په صحراکې کوهيانو ته ورټيله کولې او خاورې به يې پرې اړولې. هغه به ډېر خواشينی شو او په زړه کې به يې د داسې يو انقلاب طوفان وخوځيد چې د دغه ناوړه عمل ريشې راوباسي.
د مکې ښځې، سړي، ځوانان، مريان، وينځې او سپين ږيري د کاروان مخې ته ور ووتل، د شپې له رارسيدو سره سم د نشه يانو خنداګانو د شپې د چوپتيا هنداره ماته کړه. سندرغاړو سندرې پېل کړې، ځوانانو د سرو بيرغونو بدلمنو ته ځانونه ورسول، مريانو زيرمو او اوښانو ته منډې رامنډې وهلې، خو محمد خپل قوم ته فکر وړی دی، بې مهاره ازادۍ ته فکر وړی دی، د بشريت ذليله غلامۍ ته فکر وړی دی، داسې ازادي چې د وجود زړه سوری کوي او زهر يې په نړۍ کې فساد خوروي او داسې سخته غلامي چې انسانيت د انحطاط کندې ته ټيل وهي. دغه تضاد په ټولنه حاکم و.
هغه ډاډه و چې دغه فاسده او له عقل نه لرې ازادي نه شي کولی چې انسان د ترقۍ او پرمختګ په لور روان کړي، دغه ازادي اصلاح او سمونې ته اړتيا لري، او دغه ټولنه رغونې ته اړتيا لري، دا د محمد احساس و، هغه نه پوهيده چې دغه احساس ته څنګه د عمل جامې ور واغوندی!
مريانو سره چې به کوم سپک چلند کېده، د هغه د زړه تارونه به يې شرنګول، له مريانو سره يې هغه چلند ليده چې د ټول انسانيت سپکاوی په کې پروت و او هغه قمچينې چې د مريانو په ملاګانو به لګېدلې د ده په زړه کې يې اور بلاوه، هغه په خپل زړه کې د ازاد او مريي ترمنځ او د بادار او نوکر ترمنځ د هيڅ ډول توپير منونکی نه و، په هر يو کې رپانده روح دی چې د درنښت او احترام وړدی .
هغه خلک يې ليدل چې د خپلو خواهشاتو اوغوښتنو پر بنسټ يې کارونه کول، له فکر او تدبر څخه پرته به يې خپلې لومړۍ غوښتنې ته ځواب وايه او هغه د خپل زړه په تل کې حس کوله چې بايد هره کړنه اوعمل له فکر او سوچ څخه وروسته ترسره شي، دغه عمل له هر شر او زيان څخه پاک کړي او د خواهشاتو، غريزو او ناپوهۍ له بندګۍ نه يې هم ازاد ترسره کړي.
د ورځو په تېرېدو يې په نفس او زړه کې اخلاقي ارزښتونه نور هم غښتلي کېدل، هغه په دې باور و چې انساني سالم ژوند هله پېل کيږي چې حيواني ژوند پاې ته ورسيږي او سړی انساني خالص ژوند تر هغې نه شي را ژوندی کولی تر څو له ړندې اړتيا څخه نه وي خلاص شوی.
د قافلې د روانيدو وخت راورسېده، نارينه، نارينو ته ورغلل، غاړې يې ورکړې او د اوښکو په تويولو يې ورسره مخه ښه وکړه، ميندې، ميرمنې، بچي او لوڼې په اوښلنو سترګو ولاړې دي، ابوطالب او زامن يې عباس او حمزه د زبير او محمد مخه ښې ته راروان شول.
مخکې له دې چې قافله روانه شي، حبشي برکه ساه نيولې راورسېده، محمد يې خپلې سينې ته راجوخت کړ، اوښکې يې په اننګو بهيدې، په محمد يې زړه وسوځېده، ژر يې له خپلو سترګو نه اوښکې پاکې کړې.
قافله د مکې سويل ته روانه شوه، چيرته چې سوزنده صحرا پرته وه، د قافلې مشري زبيربن عبدالمطلب کوله او محمد وراره يې ورسره په اوښ ناست و، زبير له محمد سره ډېره مينه کوله. خو دغه شېبه د دې خاموش هلک نه خلکو هيڅ ډول خطر نه احساساوه، سترګې په دې نه توانيدې چې د هغه په وجدان کې د سپيڅلو او ډکو مشاعرو څپې وويني او يا يې په سر کې پاخه او قوي نظرونه وويني او يا هغه څيرونکی بصيرت وويني چې په نړۍ او د بشريت په تل کې د وجود په راز پسې ګرځي.
قافله په صحرا کې روانه ده او محمد په وجود کې ډوب دی، هغه ډېر دردونه ليدلي و او ډول ډول سختۍ يې زغملې وې، د يتيمولۍ ترخه يې څکلي و، که څه هم ترونو، تروريانو او ټولو هاشميانو ورسره ډېره مينه کوله. ددې ټولو سره سره بيا هم نهيلی نه و، هغه چې به بهر ته ووت د خوشالۍ احساس به يې کاوه.
په ټول سفر کې هغه يواځې و، که څه هم قافله په خلکو ډکه وه، هغه له ځان سره ګوښه و، خو په خپل وجدان کې يې د اسې حس کوله چې کوم ستر ځواک يې ساتي، په زړه کې ورته پوهه وراړوي او لاره ورته روښانه کوي. هغه يو مبتکراو مبدع ځواک دی او ډېر ځله به د روح په روح کې ويلی شو، بشري وجود به يې پرمختګ کاوه، تر شاه به يې د شر، ويرانۍ، عدم او فنا نړۍ پرېښوده. هغه په ورځنۍ روحي لاس ته راوړنې ډاډه نه و، هڅه يې کوله چې هره ورځ يې د طبيعت سره اړيکه پياوړې شي او له طبيعت نه هم پورته لاړشي، څو روحي پرمختګ ته لاره هواره شي او يوه ورځ د ذاتونو په ذات کې ورګډ شي.
يوه شېبه هم له طبيعت سره ټکر نه شو، هڅه يې کوله چې د رازونو غوټې په ډېرې نرمۍ سره پرانيزي، کله چې به يې هم يوه دروازه پرانيسته نو هغه به يې برياليتوب نه باله. مخکې به ورغی چې په ډېره مينه بله دروازه پرانيزي او طبيعت به هم ورسره دده په څير مينه کوله، خپلې کړکۍ او دروازې به يې ورته په مخ نه تړلې، طبيعت ورته زړه پرانيست او د رازونو له مخ نه به يې ورته پرده لرې کوله.
په مينه او محبت يې د خلکو په زړونو واکمني کوله، مينې د ده او نړۍ تر منځ پل وتړه او په دغه مينې سره به يوه ورځ هغه خلک ازاد کړي چې خپل ځانونه يې بنديان کړي دي او داسې يو ستر بار به په اوګو واخلي چې له اسمانه يې سرچينه اخيستې ده، د خلکو د ښيګڼې او نيکبختۍ په موخه به هر ډول درد اوعذاب ته غاړه کيږدي، د خلکو سره يې ستره مينه په درد برلاسې وه او يواځينۍ وسله يې هم دغه مينه وه چې د خلکو زړونه به يې پرې فتح کول: د خلکو زړونه، د رازونو او معماګانو زړونه!.
قافلې په يوځای کې د دمې په موخه واړول، د هر څه تر مخه کاهن (منجاور)، بت را وويست، خلکو پرې لاسونه تيرکړل، د کعبې په څير طواف يې ترې وکړ او قربانۍ يې ورته وړاندې کړې، خو محمد لرې لاړ، نړۍ ته په ډېره تلوسه ګوري، فکر کوي چې ټوله نړۍ يې محراب ده، د اسمان په څنډو پورې يې سترګې وګنډلې، که څه هم شونډې يې په ذکر نه خوځيدلې خو حس کوله يې چې يو ژور لمونځ ادا کوي، روح يې لوړې قوې ته د رسېدو لاره پيژندله، هغه قوه چې ځمکې او اسمانونه يې په رپانده روح نيولي دي.
د سترخوانونه وغوړېدل، خلک د خپلو حلالکو له غوښو نه راتاو شول، زبير او وراره يې محمد بن عبدالله د خلکو په منځ کې کيناستل، خلکو د غوښو ټوټې په خولو منډلې، محمد يو څو مړۍ واخيستې چې په لاره کې پاتې نه شي، هغه له دې کرکه کوله چې د خپل نس غلام شي او يا د خپلو شهوتونو بنده شي. هغه هڅه کوله چې د خپل روح پر مټ بدن له مادي اړتياو نه ازاد کړي.
د خپل نفس سره په هميشنۍ جګړه کې و او د ورځو په تېرېدو به زده کړې چې تر ټولو سخت جهاد د نفس جهاد دی او د خپلو خواهشاتو او غوښتنو پر وړاندې د “نا” کلمه به هغه د خلقت او نفسي پرمختګ په پوړو ودروي، چې دغه د وجود راز ته ورغلې لاره ده، دغه لاره يې د خپلې خيټې په ډکولو او په زړه باندې د ګناهونو په بارولو نه لټوله.
د هغه سترګې، وجدان او عقل غوړېدلی و، خلک يې څارل او د هغوی د تصرفاتو ځيرنه يې کوله، فکر يې کاوه، سوچ يې کاوه او د نفس دوافع يې تحليلول، چارې يې په عرف او تقليدونو نه مقاېسه کولې، هرې چارې ته يې په خپله بڼه کتل، هغه به د خپل عقل له غوښتنو سره سم د هغه نور په مرسته چارې ترسره کولې چې د ده زړه يې روښانه کاوه.
له کومې ورځې نه چې يې د وجود په رڼا سترګې لګيدلې دي، په يوه هميشني سفر کې دی، کله چې له لسو کلونو واوښت د هوزان په خاوره يې ژوند وکړ، شمالي برخې يثرب ته هم لاړ، هغه اوس په ژمني سفر کې د قريشو له قافلې سره يمن ته روان دی، د دې تږی دی چې نړۍ ته ووځي او د معرفت له چېنې څخه خړوب شي، تر څو يې د عواطفو زيرمه نوره هم غني شي. په هميشنۍ هڅه کې دی چې د حاضر له بريده واوړي، له دغه محدودې نړۍ نه د باندې ووځي او د واقعت پر پولو پښه واړوي، ماورا الطبيعت او روح الروح ته ورسيږي.
هغه د خپل نفس په داخل کې اوسيږي، سوچ کوي، فکر کوي، څيړنه کوي او خپل فکر تر هغه بريده غځوي چې د بهرنۍ نړۍ زړه ته ورننوځي او د خپل ذات او د نړۍ د ذات ترمنځ الفت او توافق وڅيړې، هميشه اسمان ته ځير دی چې ترې مرسته او تاېد ترلاسه کړي، هغه په خپلو درې خواو، په خپل ذات د ذات نه بهر او د ذات د پاسه د خپلو لوړو اهدافو او موخو څېړنه کوي، چې هره شېبه ورته خوشبين دی، هميش به يې حس کوله چې لرې تياره ګوټونه له منځه ځي او روښانه کيږي، اسماني پوهه يې په رګونو کې د وينې په څير زغلي او د ده د نفس په رازونو رڼا ګانې شيندی.
قافله د جنوب په لور روانه شوه، په اوښانو پسې د اوښبه و اهنګين غږونه پورته شول، اوښان روان شول، نارينو د خپلو خيالونو مهارونه اېله کړل، په دغه سفر کې به څه ډول مالونه ګټي او څنګه به خپلو کورنيو ته ډالۍ او سوغاتونه رانيسي، خو محمد غلی دی داسې يې حس کوله چې په محراب کې په لمانځه ولاړ دی، د هغه يوازينۍ هيله او ارزو دا وه چې په ستر حقيقت کې فنا شي، په هغه قوت کې پناه شي چې دغه پراخه نړۍ ته يې ساه ورکړې ده، هغه پوهېده چې دا نړۍ په خپله منځ ته نه ده راغلې او دغه اوښان چې په زمکه روان دي، يو خالق لري او دغه روان خلک چې په سينو کې يې بلا هيلې پرتې دي، دوی هم يو خالق لري، دغه لمر چې موږ ته حرارت او رڼا راکوي، دغه سپوږمۍ او ستوري چې موږ پرې د شپې لارې ګورو، په خپله نه دي پيدا شوي، دا هغه ذات پيدا کړي چې له اسمانه يې اوبه راکوزې کړې دي، چې کرهڼه، زيتون، خرما او انګور پرې را زرغونوي. د هغه نفس په هر هغه څه برلاسی شو چې د وجود په روح کې د فنا پر وړاندې خنډ کېده او په هغه ټولو خنډونو به بريالي شي چې د دغه لوړ هدف د پلټنې پر وړاندې راټوکيږي.
هغه له ماشومتوبه دې ته ځير و چې څرنګه د نفس له زندانه ازاد شي، په دې پوه شو چې ډېر خوراک روح کمزوری کوي، نو په ځان يې لازمه کړه چې هيڅ وخت به خپله ګيډه نه ډکوي، تر څو يې روح په ازاد ډول په اسمانونو کې وزرې ورپوي او پوهه راجذب کړي .
هغه دې خبرې ته ځير و چې د قوم عقيده او د فکر کولو طرز به د ده د فکر مخه ونيسي او دغه ټول شيان د ده د ارادې د ازادۍ پر وړاندې خنډ و. نو د هغوی له عقيدو نه يې ځان وساته او له هغه خرافاتو نه يې مخ واړاوه چې د عربانو په زړونوکې يې ځای نيولی و، د لهو لعب په مجلسونو يې خپل غوږونه کاڼه کړل.
هغه د خپل زړه په تل کې او د خپل نفس او وجدان په ژورو کې دغه پياوړې نوښتګره قوه او هغه رڼا چې د ده زړه يې ډک کړو حس کوله، که څه هم دغه پيچلی احساس لا تراوسه پوره نه و راڅرګند شوی، دغه يو ژورحقيقي احساس دی او دغه احساس به د ورځو په تېريدو سره په رڼا، هدايت او ټولې نړۍ ته په رحمت بدل شي.
قافله يوې تنګې درې ته ورسېده، يو جونګی له قافلې نه جلا شو، هيڅوک دا جرات نه کوي چې د جونګي خوا ته ورشي، محمد هغه زلمی چې په ټوله لاره په خپل ځان، نړۍ او ژوند کې ورک دی، د خپل اوښ نه راکوز شو او په ډاډه ګامونو د جونګي خوا ته روان شو، زبير تره يې وارخطا شو او خلک ټول حيران ورګوري، د قافلې د يو تن په ذهن کې هم دا نه ګرځېدله، چې په خپل ځان او نړۍ کې ورک زلمی دې دغومره ستر خطر ته غاړه ورکړي، دغه زلمی يې يوازې په نيک خوی، يوازېتوب او په ډېر فکر کولو پيژانده، خو دغه ستر خطر ته وړاندې کېدل د دغه زلمي په اړه يوه نوې خبره وه.
جونګی ډېر زيات تاوېده راتاوېده، محمد په ډېره ارامه ور وړاندې شو، خو جونګی هم هغه شان له غوسې نه تاويږي او غاړو يې ټول ناو په سر اخيستی دی، محمد جونګي ته په ډېره مينه او تلطف ورګوري.
جونګي په ناوکې منډې رامنډې وهلې او محمد ورپسې دی، کله چې ورنيږدې شو قافله ووېرېده او چيغې يې کړې چې ورنيږدې نه شې، خو محمد خپل غوږونه کاڼه کړي و، لاس يې ور وغځاوه او د جونګي په خيټه يې راکش کړ، جونګی د محمد د لاس په لګيدلو سره ارام شو، سر يې ښکته کړ او دغه ځوان ته تسليم شو، محمد هم هغه شان لګيا دی او په جونګي د مينې او محبت لاس راکاږي، جونګی په ګونډو شو او خپله سينه يې په ځمکه کېښوده .
محمد ور وړاندې شو او پرې سپور شو، د قافلې ټولو خلکو ډېره وېره احساس کړه او تره يې زبيرابن عوام په خوشالۍ شاباسی ورکړ، د قريشو له سردار نه خپل مقام هېر شو، اوښ دغه ارزښتناکه بار پورته کړ او له درې نه تير شو، محمد همدغه شېبه خپل امين او په ژمنه ولاړ نيکه اسماعيل ته ورته و.
په محمد کې د ابراهيم او اسماعيل دواړو صفتونه يو ځای شوي و. د خپل پلار خليل، په څير يې تنهايي، تأمل او تفکر خوښول او د اسماعيل اتلولي، له اسونو سره مينه او صبر ورته په ميراث پاتي و. د ځمکې پر مخ ټول ښه صفتونه په کې راټول شوي وو.
محمد له جونګي نه کوز شو، او بيا يې په خپله مخه پرېښود ، قافله په دره کې په امن او سلامتيا روانه ده، هغه پېښه چې په دغه دره کې رامنځ ته شوه ته وا د هغه څه نه يې پرده پورته کړه چې په راتلونکي ورځو کې به ورته ملا تړي، هغه به په يواځې سر له خطرونو سره مخ کيږي، ټول خنډونه به لمنځه وړي او خپل منزل ته به د بشري قافلې په رسولو کې هر ډول دردونه په سر اخلي.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار