ژباړه: شرر ساپی
محمد او حبشي وينځه برکه دآمنې له مړينې وروسته د خپل پلارعبدالله له کوره يو لوی کور ته وکوچېدل، د خپل نيکه عبدالمطلب کور ته، شپه او ورځ به يې ساعتونه له خپل تره حمزه سره تېرول، د دواړ ماشومانو په منځ کې د ميني او صداقت اړيکې پياوړې شوې. عباس بن عبدالمطلب د دوی زړونو ته د هاشميانو له ټولو ماشومانو ورتېر و، هغه به ډېر وخت له هم دغو سره و، د خپلو وروڼو او خويندو په کورونو به ورسره ډېر ګرځېده، بازار او حرم ته به ورسره هم ډېرتلو راتلو، د عمرونو تر منځ يې ډېر کم توپير و عبا س له دواړو نه دوه کاله مشر و.
د حمزه مورهاله بنت وهيب او د آمنې د تره لور له دغه يتيم هلک سره ډېره مينه درلوده، ډېره زياته مينه به يې ورکوله چې د هغه آمنې ځای ډک چې په شل کلنۍ کې مړه شوې ده. محمد د خپل نيکه په کفالت کې خوشاله دی او هله به يې د خوشالۍ احساس څو برابره شو کله چې به يې نيکه په سر لاس کش کړ، يا به يې په ورون کيناوه او يا به يې هم خپلې سينې ته راجوخت کړ. عبدالمطلب ډېر مهربانه او زړه سوانده و، تر دې چې دغه قريشي يتيم دده په پاملرنه کې د خپلې هغې خوږې مور مينه وموندله چې د ژوند طوفانونو ته يې يواځې پرېښی و.
محمد به د خپلو ترونو او تروريانو په کورونو خوشاله ګرځېد، زبير تره به يې مينه ورکوله، ابوطالب او د هغه ميرمن فاطمې او د تره زامن به يې په ليدو ډېر زيات خوشالېدل. محمد به هم هره ورځ د خپل تره کور ته ورتلو، ترور يې ام حکيم د عبدالله غبرګونې وه. هغې به په ډېره مينه ځان ته راجوخت کړ، او د کوکيو باران به پرې جوړ شو، د خپلې ترور په سترګو کې چې به يې اوښکې وليدې، احساسات به يې راوپارېدل او د زړه خزانه به يې له مينې، رحمت او عاطفې نه راډکه شوه.
ابولهب تره به يې چې کله هم ولېده خوشاله به شو، پلاريې(عبدالله)په ابولهب ډېرګران و، محمد اوريدلي و چې تره يې د ده د زيږيدو په زېری کې خپله وينځه ثويبه ازاده کړې وه، محمد هم له خپل تره ابولهب او خپلې تندار ام جميل سره مينه لرله او د دوی په کور کې به يې ښه وخت تيراوه.
د خپلې صفيې ترور په کور به هم تېرېده، صفيه ترور يې د عوام ميرمن وه، د خپلو ترونو او تروريانو خبرو ته به يې غوږ اېښوده، د هغوی خبرې د انساني پرمختګ په اړه وې چې د شيخ(عبدالمطلب) په کورنۍ پورې يې اړه لرله.
صفيه د خپل ورور زبير نه ډېره متاثره وه، هغې هيله لرله که الله ورته زوی ورکړي، زبير نوم به پرې کيږدي، په دغه ناستو کې زبير له خپل ورور ابوطالب او محمد سره خپله مينه څرګنده کړې وه، دا کومه نا اشنا خبره ځکه نه وه چې زبير، ابوطالب او عبدالله خپل وروڼه وو.
محمد د خپلو ترونو، تروريانو، ماما ګانو، مامۍ ګانو او په ټولو هاشمي کورنيو کې يې ډېره مينه پيدا کړې وه، خو د ابوطالب مينه بيا په ټولو د پاسه وه، د ابوطالب ميرمن فاطمه پرې هم ډېره مهربانه وه، محمد ته د خپل نيکه عبدالمطلب له کور نه وروسته ابوطالب ډېر ګران و.
عبدالمطلب به د کعبې سيوري ته په خپل ټغر کيناسته، د هغه سترګې ړندې شوې وې، سر، وروځې، باڼه او ږيره يې سپين شوي وو، هغه به په بيت الله کې د خلکو غږونه اورېدل، د کوترو د وزور شغار او د زمزم شړار يې اوريده چې حوضونو او لوښو ته به بهېده او د خيال په سترګو به يې حرم، حطيم، ملتزم او د کعبې دروازه ليدله چې د سرو په دوه غرڅنو ښکلې شوې وه.
ابولهب، حارث بن عامربن نوفل او ابواهاب بن عزيزبن قيس بن سويد التميمي له خلکو سره ګډ طواف وکړ، دا د قريشو هغه ځوانان وو چې د کعبې نه يې د سرو دوه غرڅه د ګډي له ښکرونو سره غلا کړل. په اړه يې ويل کېدل چې دا د هغه ګډ ښکر و،کوم چې د اسماعيل پر ځای حلال شوی و.
هغوی غرڅه پټ کړ چې ځانونو ته پرې شراب واخلي، دغه غرڅه يې د بني مليح له غلام دويک سره اېښودی و، قريشو د دويک لاس پرې کړ، خو د مخورو تر شاه خلک ودرېدل او له حد نه يې وژغورل.
ابولهب چې له طواف نه فارغ شو، د پلار خوا ته ورغی او سلام يې پرې واچوه، کله چې عبدالمطلب وپيژانده، د ځينو وروڼو سره يې د هغه په ورک شوي اوښ پسې وليږه، بيا شيخ(سپين ږيری) د خپلو خيالونو په سمندرکې ډوب شو. تېر يادونه يې مخې ته ودرېدل، هغه ورځ ورياده شوه چې ثقفيانو سره يې شخړه راپورته شوه، هغوی په طائف کې کوهی کيندلی و چې “ذوالهرم” يې باله، په دې يې سره سلا وکړه چې کاهن ته لاړ شي او هغه به د دوی تر منځ فيصله کوي.
هغه ورځ ورياده شوه چې د خپل ځوی حارث سره يواځی ووت، يوه ډله ثقفيان راغلل، له عبدالمطلب سره اوبه خلاصې شوې، له ثقيفيانو څخه يې اوبه وغوښتې خو هغوی اوبه ورنه کړې، نژدې وه چې په دغه مجلس کې يې هغه تنده حس کړې وای! هغه او زوی يې حارث دومره تږي شوي وو، نژدې وه چې له تندې مړه شوي وای، هغه خپل اوښ چو کړ، ګوري چې د اوښ د غاړې لاندې چينه راوخوټېده.
حارث او عبدالمطلب دواړو اوبه وڅښلې او خپل لوښي يې ترې هم ډک کړل، د ثقيف خلکو سره اوبه خلاصې شوې، له عبدالمطلب نه يې اوبه وغوښتې، هغه اوبه ورکړې.
زوی يې په غوږ کې ورته وويل :
په خپله توره ځان وهم چې له ملا نه مې ووځي!
شيخ چې د حارث اخطار واورېده، په شونډو يې مسکا خپره شوه: هرومرو اوبه ورکوم ته ځان باندې دغسې مه کوه .
سره له دې چې هغوی اوبه ور نه کړې، خو عبدالمطلب اوبه ورکړې، کاهن ته ورسېدل، هغه ته يې د ملخ سر په ستنې او د اوبو په لوښي کې او بيا يې دغه د سپي په پټۍ کې چې” سوار” يې باله پټ کړی و، د دوی او د کاهن ترمنځ مناقشه پېل شوه.
– څه اړتيا لرئ؟
– موږ تا ته يو څه پټ کړي دي، لومړی ددې په اړه معلومات راکړه، بيا به درته خپلې اړتياوې ووايو.
– تاسې داسې شی پټ کړی چې والوت، نو پورته شو، چې ښکته شه، نو وغورځېد او په ځمکه کې يې نښه پاتې شوه.
– روښانه يې کړه.
– هغه يوشی دی چې والوت، نو خوراورشو، راښونکې لکۍ لري، او د ارې په څير پښې لري او د ميخ په څېر سر لري.
– روښانه يې کړه.
– دادی چې دانه دی، هغه د ملخ سر دی، د لوښي په مره کې د “سوار” په غاړه کې دی.
– رښتيا دې وويل، اوس راته ووايه چې زموږ شخړه په څه ده؟
د عبدالمطلب په شونډ مسکا راوټوکېده. کاهن ورته د شخړې په اړه معلومات ورکړل، د حرم د اوبو فيصله يې د عبدالمطلب په حق کې وکړه او بني ثقيف وشرميدل.
عبدالله بن جدعان راغی، سلام يې واچوه او بيا کيناست، اميه بن حرب رانغی، هغه د عبدالمطلب سره شخړه راغلې وه چې دواړه عزی سلمه کاهن ته د فيصلې لپاره ورغلي وو، کاهن د عبدالمطلب په حق کې فيصله کړې وه، له دې نه مخکې د هاشم بن عبد مناف او اميه بن عبد الشمس تر منځ هم دعوه راپورته شوې وه چې هغه دعوه هم هاشم ګټلې وه، چې له هغه وروسته د بني هاشم او بني اميه تر منځ کينه پرېوته.
د قريشو مشران راغلل، د عبدالمطلب له ټغر نه د هغه د احترام او جلال له مخې لرې کيناستل، شيخ غوږ شو، بچي يې په اوښ پسې تللي او تر اوسه رانغلل، غوږونو ته يې د پښو کش اوکړپ راغی او پوزه يې له خوشبو نه ډکه شوه، د خپل لمسي خوشبو يې وه، محمد راغی د خپل نيکه تر څنګ کيناست، هيڅوک يې د نيکه سره له کيناستو نشي منع کولای، عبدالمطلب لاس وروغځاوه، په غېږکې يې ونيوه او بيا يې په ډېره مينه خپلې سينې ته راجوخت کړ او ويې ويل:
– زما دغه زوی به د لوی شان څښتن شي.
د عبدالمطلب زامن تش لاس راوګرځېدل، شيخ خپل لمسي ته وويل:
– ته پسې لاړشه .
محمد په اوښ پسې ووت او د هاشميانو سالار په مجلس کې ناست دی، ډېر وخت تېر شو محمد هم پسې ورک شو، نيکه يې وارخطا شو، بيا يې خپله وارخطايې مهار کړه، د خپل ځای نه راپورته شو کعبې ته ورغی ، کله چې د کعبې دروازې ته ودرېده، د دروازې ځنځير يې ونيوه او دروازه يې پرې ووهله او دغه بيت يې زمزمه کړ:
يارب محمد ډکې منګولې راوله، راوپس يې کړه،اې ربه زما لاس يې کړه.
د شيخ پر مخ ژوره خواشيني انځور شوه، خو په زړه کې يې پوره ډاډ پروت و، هغه خپل رب ته ډېر ځل لاسونه پورته کړي و، خو دوه ځله په خپله دعا کې ويلې شو، يو ځل چې ابرهه د کعبې د ورانيدو نيت وکړ، نو د کعبې دروازې مخې ته ودرېد او خپل رب ته يې د زړه له تله وويل چې خپل کوردې وساته، او دا ځل چې محمد يې په اوښ پسې وليږه او هغه هم ورک شو ، نو د زړه نه يې خپل رب ته لاسونه پورته کړل چې محمد بېرته راوله.
د کعبې ترڅنګ يو نا اشنا سړی تېرېده، ګوري چې يو سپين رنګه دنګ سړی ولاړ دی، سپينه ږيره، نرۍ پوزه او اوږده باڼه يې له لرې ښکاري، خپل رب ته يې لاسونه پورته کړي دعا کوي او په اننګو يې اوښکې روانې دی، وې وويل:
– دا څوک دی؟
دا د قريشو مشر دی، ډېر اوښان لري کله چې ترې څه شی ورک شي، خپل بچي پسې واستوي، که هغوی پسې ورک شي او يا هم تش لاس راوګرځي، بيا پسې خپل لمسی ليږي، کله چې يې هم خپل لمسی په ورک شي پسې استولی دی، بېرته ډک لاس راګرځيدلی دی، زامنو يې ورکه ونه موندله، نو خپل لمسی يې پسې واستوه او هغه هم تر اوسه نه دی راستون شوی.
سړي خپلې خبرې نه وې بشپړې کړې چې محمد له اوښ سره راغی، يو سړي عبدالمطلب ته وويل:
– محمد راغی.
د شيخ زړه ارام شو او له خوښۍ څخه يې مخ وغوړېده، د لمسي مخې ته ورغی، فکر کېده چې د خپل لمسي په بوي پوهيږي، بيا يې ورته غېږه خلاصه کړه، په ډېره توده مينه يې خپلې سينې ته راجوخت کړ او په احساستي لهجه وايي:
– دومره درپسې خفه شوی يم،چې بيا به دې له ځانه بېل نه کړم.
عبدالمطلب له خپل لمسي سره کورته راستون شو، دواړه چوپ ول، عبدالمطلب ته هغه ورځ ورياده شوه چې برکه په کې له محمد نه بې پرواشوې وه، هغه د خپل کور نه لرې تللی و او هغه خبرې اترې يې هم په ياد شوې چې د ده او د داېي ترمنځ تيرې شوې وې :
– يا برکې.
– بلې.
– ته خبره يې چې ما مې خپل زوی چيرته وموند.
– نه .
– سدرې ته نژدې مې له هلکانوسره وموند. زما له دې زوی نه مه بې پروا کېږه اهل کتاب وايي چې دا ددې امت نبي دی او زه پرې له دې خلکو نه ويريږم.
عبدالمطلب ته هغه خبرې هم وريادې شوې چې د ده او د اسقف نجران ترمنځ شوې وې. عبدالمطلب د کعبې سيوري ته ولاړ و او محمد يې په غېږه کې و چې اسقف نجران ترې پوښتنه وکړه :
– دا ماشوم څوک دی؟
– دا مې زوی دی .
– فکر نه کوم چې پلار يې ژوندی وي.
– دا زما لمسی دی، د مور په خيټه و چې پلار يې مړ شو.
– رښتيا دې وويل.
که څه هم د عبد المطلب سترګې ړندې وې، خو غيبي رڼا يې د زړه سترګې غړولې وې، خپل لمسی يې ځان ته راجوخت کړ، حس يې کړه لکه چې د بدن هره برخه يې په ډېره مينه ښکلوي.
دواړه کور ته ننوتل، هالې يې مخې ته رامنډې کړې او عبدالمطلب يې خپلې کوټې ته ننويست، محمد په دغه لوی کور کې خپل ځای ته لاړ.
خواړه تيارشول، هالې خپل مېړه دسترخوان ته راووست، عبدالمطلب لا ناست نه و چې غږ يې وکړ:
– هله زوی مې راولئ.
محمد يې راووست او خپل څنګ ته يې کيناوه، چې ماشوم و په خپل ورون به يې کيناوه، له هغوی دواړو سره به حمزه عباس او خويندې يې هم کيناستې، خو عبدالمطلب به محمد ته ښه خواړه ورکول.
***
د قيس او مضر قبيلې وچکالۍ وځپلې، ټول څاروي يې لمنځه لاړل، مشران يې راټول شول او ويې ويل :
موږ په وچکالۍ کې ژوند کوو او الله په خلکو باندې د عبدالمطلب له برکته بارانونه وورول، راځئ چې ورشوو، کېدای شي الله د هغه له برکته په موږ هم مهربان شي.
خلک مکې ته روان شول، عبدالمطلب ته ورغلل، له سلام نه وروسته يې خطيب پورته شو او وويل:
– موږ وچکالۍ ځپلي يو او ستا په اړه خبر شوي يو چې ستا په برکت اسمان راوريدلی دی، نو هغه چاته زموږ شفاعت وکړه چې په تايې باران راوه وراوه .
عبدالمطلب په ډېرې تواضع وويل:
– په دواړوسترګو، زموږ او ستاسې وعده سبا د عرفات غونډۍ شوه، هلته به سره راټوليږو.
مکيانو د عبدالمطلب د ميرمنې رقيقه بنت صيفې بن هاشم بن عبدمناف خوب يادوو، چې څرنګه د عبدالمطلب له برکته په دوی بارانونه وشول او نيږدې وه چې خلک د اوبو له نشتوالي نه مړه شوي وای:
مرګ نېږدې شو، باران نه و وچکالي وه
د شېبه په برکت سيمه خړوب شوه
لمر راوخوت، عبدالمطلب له کوره راووت، خپل لمسي محمد له لاسه نيولی دی، خپلوان او بچي يې هم ورسره دي. عبدالمطلب چې به کله هم د خپل اته کلن لمسي په سر لاس کش کړ، ډېر زيات به ډاډه شو، د نيکه په خيال کې محمد يو لوی سړی و.
عرفات ته ورسېدل، د عبدالمطلب لپاره چوکۍ کيښودل شوه، محمد يې په خپله غېږ کې کيناوه، بيا راپورته شو او لاسونه يې خپل رب ته پورته کړل:
– اې د بريښنا مالکه، اې د تندرونو مالکه، اې د پاچاهانو پاچا، اې د سختيو اسانونکيه، دا د قيس او مضر قبيلې دي، جاړ ويښتان ولاړ دي، ملاګانې يې کړوپې شوې، تاته له خوارتيا نه ګيله کوي، د مالونو او نفسونو له هلاکت نه درته شکايت کوي، اې الله ته ورته ډکې وريځې راوليږه، اسمان پرې راووروه، چې زمکه يې وخاندي، او سختي ترې لاړه شي.
هغه خپله دعا نه وه بشپړه کړې چې په اسمان کې وريځ راپيدا شوه، او د قيس او مضر په لور روانه شوه، عبدالمطلب چې کله د وريځې غرهار واوريده، ويې ويل:
– وا د مضر او قيس ولسه! واپس شئ تاسې خړوب شوئ.
د ډېرې خوشالۍ نه د خلکو له سترګو اوښکې وبهيدې، د خوشالۍ چيغې شوې او خلکو عبدالمطلب ته وويل:
– د بطحا پلاره مبارک شه، ستا په بر کت د بطحا خلکو ژوند وکړ.
عبدالمطلب چوپ ولاړ و، د خلکو غږونه يې اورېدل، هغه په زړه کې ډاډه و چې په مضر او قيس باندې الله د ده ديتيم لمسي په سر مهربانه شو.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار