شپې د ورځې پر مخ خپل اوربل راخور کړ، د مکې په خوړونو او غرونو چوپتيا واکمنه شوه، هر ساکښ ساکن شو، ټول کاينات ويده شول، خو د سپيڅلي ناو په زړه کې ژوند درزېده. د کعبې نه طواف د ورځې او شپې نه قطع کېده .
عبدالمطلب راپاڅيده چې خپلې بسترې ته لاړشي، هغه په خپل وجود کې ډېره کمزوري احساس کړه، يوازينۍ هيله يې دا وه چې خپلې بسترې ته لاړشي او په ارامه ويده شي، په پښوکې يې دمه نه وه پاتې چې ودريږي، زمکه يې تر پښو لاندې چورلېده، نژدې و چې راغورځيدلی وای خو خپل همت يې ونه بايله، خپلې بسترې ته ورسېده، لاسونه يې وتپول، خپله ورکه يې پيدا نه کړه، چيغه يې کړه :
– برکې ….برکې .
برکې له لرې نه ورغږکړ:
– بلې.
– ماته مې زوی راوله .
برکه د پخوا په څېر هغه ځای ته ورغله، په کوم ځای کې چې به يې د شپې لخوا زوی کيناسته، په حمزه او عباس تېره شوه، خو مخ يې پسې وانه اړاوه، شيخ هغوی نه غوښتل، هغه د عبدالله زوی غوښته چې له هغه نه يې پرته هيڅ طاقت نه کېده .
محمد د کړکۍ خوا ته ناست دی او د اسمان ستورو ته ګوري، په نړۍ کې فکر کوي او هر کله چې د چاپيريال سره د تعاطف احساس وکړي ډېرخوشاله شي.
دنيا له رازونو ډکه ده، هغه ډېر پيچلي رازونه دي، هر کله چې په کې ځېر شي خوند ترې اخلي، هغه پکې نور هم ورننوځي چې د راز له مخې پرده پورته شي، او د نړۍ جوهر پيدا کړي، کله چې به يې ذات ويلی شو، نو د ګلونو په عمر کې ورته روحي مستۍ بسنه کوله، ذات به يې د ذاتونو په ذات کې ويلی شي، د نړۍ په روح کې به ويلی شي، په ټول هغه څه کې ويلی کيږي چې فکر او نظر يې ورسيږي.
برکه راغله، ګوري چې محمد په اسمانونو کې ورک دی، ته وا چې د حکمت او پوهې خواږه راټولوي چې په زړه کې يې ځای په ځای کړي، هغې پرې له مينې او عاطفي نه ډک غږ وکړ، بيا يې له لاس نه ونيوه او د شيخ کټ ته يې بوتلو، کله چې عبدالمطلب د محمد په ښکالو پوه شو په کټ کې يې ورته ځای پرېښود، محمد کټ ته وروخوت او د خپل نيکه څنګ ته ويده شو، هغه خپلې سينې ته راجوخت کړ، څنګه چې يې په سينه پورې ونخښت او خوږ بوي يې تر دماغ ورسېد، زړه يې ډاډه شوه او په ژور خوب ويده شو.
شپه پرې کړې وزرې والوته، مرغان وچوڼېدل او له خوبه راوېښ شول، د تيارې له تيکي نه د سهار توره راووتله، محمد له خوبه راويښ شو، په ارامه له کټ نه راکوز شو چې هاشمي مشر له خوبه راويښ نه شي، مخکې له دې چې لمر خپلې وړانګې د مکې په کلي وغوړوي، په دغه لوی کور کې ژوند په خوځښت راغی، دروازه يې په ډېره ارامۍ سره خلاصه کړه چې چغار يې عبدالمطلب راويښ نه کړي. محمد، حمزه او عباس درې واړه حرم ته ووتل، چې د بيت العتيق نه طواف وکړي.
اوه طوافه يې پوره کړل، د طواف له بشپړېدو سره سم عباس او حمزه د حجرالاسود او د کعبې دروازې تر څنګ ملتزم ته لاړ، له هغه نه به د مکې ماشومانو ليک او حساب زده کاوه، محمد په ازادۍ مين شېنيلو ته ووت چې خپلې مېږې وڅروي، هغه مهال به يې د خوشالۍ احساس کاوه کله چې به يې ځان د طبيعت غېږې ته وسپاره.
عباس به په ملتزم کې درس ته غوږ نيوه او ليکوال به ورته حساب زده کاوه، له زده کړې څخه يې لومړۍ موخه خلکو ته په سود باندې پورونه ورکول او د خلکو تر منځ پورليکونه و چې شتمني يې ضاېع نه شي، خو حمزه علم د علم لپاره زده کاوه، څو د هاشميانو مشري واخلي، د ټولو هاشميانو ليک لوست زده وو، خو محمد له دغه علم سره چې د مکې هلکانو به ترې ککرې ډکولې کومه مينه نه لرله، هغه به خپله تنده په صحرا ماتوله، په نړۍ کې تأمل ورته داسې رازونه برسيره کول چې د ملتزم زده کونکي يې له راڅرګندولو نه پاتې راتلل، هغه داسې تګلاره نيولې وه چې له خنډونو، پيچومو او سختسيو څخه ډکه وه، خو داسې لاره وه چې د بشري رازونو ژورو ته به پرې کوز شي او د نړۍ ټولو رازونو ته به وردننه شي.
په لويديځ کې شفق راښکاره شو او لمر کرار کرار د مکې د غرونو تر شا ډوبېده، محمد په خپله رمه امسا کېښوده چې د تيارې له لږېدو نه مخکې يې خپل کور ته راوګرځوي.
د يثرب له سفر او د مور له مړينې څخه به وروسته د خپل پلار کور ته ځير شو او بيا به دغه لوی کور ته ننوت، د مور سره يې خوږو يادونو په زړه کې ولولې کولې او ډېر ځله به يې سترګې له اوښکو ډکې شوې چې د آمنې مينه به يې په زړه کې راڅرګنده شوه، د يتيمولۍ احساس به ودرداوه، دغه درد به د ده د شخصيت په جوړولو او د ذات په څيړنه کې رغنده رول ولري. د ورځو په تېرېدو عادت شو چې نېغ بايد د خپل نيکه کور ته لاړ شي او يوې خوا ته هم ونه ګوري. د عبدالمطلب مينې ترې هره مينه هېره کړه.
کور ته ننوت، د نيکه ليدو ته ډېر ليواله و، دې ته چمتو شو چې د نيکه په غېږ کې ځان وغورځوي. يو څو قدمه چې مخکې لاړ په ځای ودرېده، زړه يې ودرزيده. نيکه يې وليده چې په خپله بستره کې پروت دی، ترونه او تروريانې يې ترې چاپيره خواشيني ناستې دي، په ټول کور چوپتيا واکمنه ده، د عبدالمطلب زبيرګي دغه چوپتيا ماته کړه :
واه سختۍ!
محمد د خپل نيکه د کټ تر شا ولاړ و، خپل نيکه ته يې وکتل چې رنګ يې ژيړ شوی و، له دې وړاندې يې د خپلې مور په څېره کې مرګ ليدلی و اوس چې د نيکه په مخ کې څه ګوري همدغه يې کټ مټ د خوږې مور آمنې په مخ کي ليدلي و، ايا نيکه به يې هم لکه د مور مري او دا به په خپل ژوند کې يواځې کيږي، نه به ورسره کوم کومکي او نه به ورسره کوم دوست پاتې کيږي؟
غونی يې زيږ شو، زړه يې راډک شو، اوښکو يې روح ووينځه، حس يې کړه نژدې ده چې اوښکې يې له ليمو نه وتښتي، هڅه يې وکړه چې خپل عواطف مهار کړي، خو د خپلو عواطفو په مهارولو کې پاتې راغی، لرې لاړ چې يواځې وژاړي.
هغه يواځې دی، پلار يې پخوا تر دې مړ شو چې رڼا وويني، مور يې په صحرا کې مړه شوه او په ابوا کې خښه شوه، دغه دی! نيکه يې د ځنکدن سلګۍ وهي، شېبه وروسته به محمد يو ځلې بيا د يتيمولۍ تريخ جام څښي، عبدالمطب محمد ته د مور مينه ورکوله، د عبدالله مينه يې ورکوله، اوس د عبدالمطلب مړينه د عبدالله مړينه ده، د آمنې مړينه ده، او د ټولو خوږو ارزوګانو او هيلو مړينه ده.
عبدالمطلب خپل لاس پورته کړ او په خپل مخ يې کش کړ، تير يادونه يې يو يو سترګو ته ودرېدل، خپل ماشومتوب يې په ياد شو چې په يثرب کې د بني نجار له ماماګانو سره لوبې کوي، خپله مور سلمی يې وليده چې ډېره مينه يې ورکوله، بيا يې خپل تره المطلب وليده چې ورغی او له يثرب نه يې مکې ته راوست، د ذهن په پاڼه يې د خپلې مور سره ګرمه خدای په اماني انځور شوه، داسې چې د دغې ورځې ياد يې په وجدان کې د ورځو په تېرېدو هم زاېل نه شو.
هغه ورځ هم ورياده شوه چې عبدالله يې هبل ته يوړه چې د خپل نذر قرباني يې کړې. استازی راغی او د عبدالله د مرګ خبر يې راوړه، سر يې وڅنډو، هڅه يې وکړه چې د مرګ يادونه هېرکړي، کوښښ يې کاوه چې خپل سفرونه را په زړه کړي، د يمن سفر يې سترګوته ودرېده، د کاهن غږ يې واوريده چې ژورو ته يې کوز شو:
((زه دې په يو لاس کې پاچاهي او په بل لاس کې نبوت وينم)). هغه مهال ورته د نبوت خبره پيچلې وه، خو اوس ورته د ورځې په څير روښانه شوې ده، په ټيټ غږ يې وويل:
– زوی مې راولئ.
ابوطالب په محمد پسې ورغی، لږه شيبه وروسته يې راووست او د شيخ په غېږ کې يې کيناوه، عبدالمطلب هڅه وکړه چې غېږې ته يې راجوخت کړي، خو ونه توانيده، محمد هوډ وکړ چې د خپل نيکه په غېږ کې داسې ځان وغورځوي لکه څنګه چې يې د خپلې مور آمنې په جسد غورځولی و، د خپلو عواطفو مهار اېله کړي او په خپله لويه مينه ګرمې اوښکې تويې کړي، خو په خپل حبيب يې زړه وخوږيده، کوښښ يې وکړ چې خپلې اوښکې بيرته ستنې کړي، که څه هم د يتيمولۍ اور يې په زړه کې بلېده.
نيکه به يې هم لاړ شي او بيرته به را ونه ګرځي او داسې به يې يواځې پريږدی لکه څنګه چې يې مور درد او اوښکو ته يواځې پرېښود، هغه ته اوس ځان د نيکه په کور کې پردی ښکارېده، د اوښکو ډکې سترګې يې يو او بل ته اړولې، هغه په خپلو بلوري اوښکو کې د نيکه ميرمن هاله، تروريانې صفيه، بره، عاتکه، ام حکيم البيضاء، اميمه، اروی، د تره ښځه فاطمه بنت اسد، د پلار وينځه حبشي برکه، خپل ترونه زبير، ابولهب، عباس اوحمزه وليدل، هغه فکر کاوه چې زمکه پرې چورلي، نه پوهيږي کومې غېږې ته ځان وغورځوي او اوښکې پرې تويې کړي، په دغه شېبه کې يې حس کړه چې مور برکه يې غمګين زړه ته تر ټولو نژدې وه، هغه د يثرب په سفر کې د آمنې ملګرې وه، هغه لومړنۍ ښځه وه چې په خپل لاس يې د يتيم اوښکې وچې کړې، محمد ورمنډې کړې او په غېږه کې يې ورته سر ومانډه، په ارامه يې سلګې وهلې چې خوږ شيخ يې غږ وانه اوري.
د عبدالمطلب سترګې ړندې وې، د ځنکدن سلګۍ يې وهلې او د زړه په سترګو يې وليدل چې هاشم پلار، سلمی مور، عبدالله او حارث ورته راغلل چې له ځان سره يې واخلي، هغه پوه شو چې اوس له خپل ټبره جدا کيږم، هيله يې څرګنده کړه چې په خپل ځان باندې له مرګه مخکې ساندې واوري، خپلو لورګانو ته يې مخ کړې او ورته يې وويل:
– ما باندې له مرګ نه مخکې وژاړئ چې زه پوه شوم تاسې څه وايئ .
هرې يوې ساندې وويلې او عبدالمطلب ورته غوږ نيولی و، کله چې فارغې شوې عبدالمطلب سر وخوځاوه او ويې ويل :
همداسې راباندې وژاړي.
د هاشميانو شيخ وروستۍ سلګۍ وکړه، او ناستو خلکو چيغې کړې، محمد د خپل نيکه د کټ شا ته ولاړ دی، تړمې اوښکې يې په اننګو بهيږي، زړه يې بې واکه څړيکې شروع کړې، هغه يو ځلې بيا يتيم شو، نه ورباندې د مستقبل چينار سيوری وکړ او نه هغه غېږه شته چې ځان ور وغورځوي، په زړه کې يې د فراق او جدايۍ اور بل دی، هغه اوس د يواځېتوب ترخه او سخته تجربه تېروي.
د خپلو ترونو او تروريانو په منځ کې و، هغوی اوښکې څڅولې، خو محمد احساسوله چې د ژوند په دشته کې يواځې پاتې دی، خواشينۍ يې د زړه ولې ريبلې دي. اوښکو يې د زړه اور نه شو وژلی، يواځی دی، فکر کوي چې يوې خوا ته دی ولاړ دی او بلې خوا ته نړۍ ولاړه ده، هغه يواځې دغه درد حس کوي. مور آمنه يې تر دې مخکې مړه شوې وه، اوس په يواځې سر د ژوند ترخې تجربې زغمي، کله چې يې نيکه کفالت وکړ، د ده سرپرستي يې واخيسته او په خپله مينه کې يې راونغښت، په ډاډه زړه يې شپې او ورځې تيرولې، خو مرګ راوګرځېده نيکه يې ترې واخيست، يواځيتوب او درد ته يې پرېښود ، چې ذات يې نور هم د ژوند ژورو ته کوزشي، او شتمن شي، هغه دردونکي تجربې چې دی يې ګالي، د ده د وجود برخه ګرځي، ژوند او روح يې نور هم شتمن کوي او دا به د ده د زړه يوه لويه پانګه وي چې په راتلونکي وخت کې به پرې د ترخو پېښو مخه نيسي.
په مکه کې د عبدالمطلب د مرګ خبر خپورشو، ټول مکيان د غم په ټغر کېناستل او له سترګو څخه اوښکې وبهيدې، وېرګرې د ابوقبيس غره ته وختلې او د مکې په سخاوتمند يې ساندې ويلې، شاعرانو هم ويرنې پېل کړې، د هغه چا په خاطر بازارونه وتړل شول چې د قريشو هيله او د مکې سمبول و.
بچو يې جنازه په ولو بارکړه، ټول مکيان مخور او مريان په جنازه پسې روان شول، محمد په ګڼه ګوڼه کې د خپل نيکه جنازه پسې روان دی، نژدې وه چې خفګان يې زاره چولې وای، په چوپتيا کې د يواځيتوب او درد ترخه ګالي، که څه هم د ټولو مکيانو په منځ کې روان دی.
خپلو يادونو په مخه کړ، ګوري چې د اوښ په شاه سپور دی او مخې ته يې د مورجسد پروت دی، سترګې يې سپينې شوې وې او ژېړ مخ د هدېرې په څېرخاموشه پرته وه، اوښ ابوا ته روانه کړې چې هلته په خوږې مورخاورې راواړوي، زړه يې ټينګ نه شو او چيغه يې کړه، نژدې وه چې زړه يې ټوټه ټوټه شوای وای.
جنازه حجون ته ورسيده، عبدالمطلب د خپل نيکه قصي سره نژدې په لحد کې کيښودل شو چې خاورې پرې راواړول شوې، خلکو چيغې کړې، محمد خواشينی دی. دا مرګ دی، فراق دی، مخه ښه ده، محمد هم هغه درد حس کوي، په کومه ورځ چې يې په پردېسۍ کې په خوږې مور خاورې اړول کېدې، که څه هم ټول قريش ترې چاپيره ولاړ دي، خو محمد په کې هماغه يوازېتوب حس کوي.
په عبدالمطلب خاورې واوښتې، خلک خپلو کورنوته خواشيني راستانه شول، د عبدالمطلب زوی حمزه راستون شو چې د خپلې مور هالي غېږ ته ځان وغورځوي او په چيغو چيغو وژاړي، عباس هم د خپل پلار کور ته راوګرځيده، خو محمد دغه لوی کورته راستون نه شو، حرم ته لاړه او هغه ځای ته ودرېده په کوم ځای کې چې به عبدالمطلب د کعبې سيورې ته کيناسته او بيا يې د خپل نيکه په مړينه او په خپله يتيمولۍ وژړل.