۴ـ نشه یی توکې استعمالول تبذیر (پر ناحقه مال خرچ کول) دي، مونږ تبذیر وويل خو اسراف مو ونه ویل ځکه چې اسراف په مباح عملونو کې د خپل حد نه زیادت او اوختلو ته ويل کيږي، الله پاک فرمايي: (خوراک او څښاک کوئ او تاسو اسراف مه کوئ بیشکه هغه الله اسراف کونکي نه خوښوي) [ سورة الاعراف: ۳۱] او تبذیر د يو شي په هغه څه کي کې خرج کول چي الله پاک حرام کړي وي، نو له دې کبله حرام هم دي او الله پاک ورباندې هم غصه کیږي، لکه الله پاک فرمايي: ( او اسراف مه کوه اسراف کول بیشکه اسراف کونکي دشیطانانو وروڼه دي [ سورت الاسراء: ۲۶ـ۲۷]
نو د نشو تماشو سره زوږدي خلکو سره ناسته پاسته او عمل درامد ، د شيطانانو سره ورورولي او عمل درامد دی .
او نبي علیه السلام دمال د ضائع کولو نه منع فرمایلي ده ، نبي علیه السلام فرمایي: یقینا الله پاک ستاسو لپاره درې شیان بدګڼي :تاویلې ما ویلې ، دمال ضائع کول، او ډېر سوالونه کول(رواه البخاري)
دا حدیث امام نووي رحمه الله په خپل کتاب ریاض الصالحین کی ددې باب لاندې راوړی دی (باب دی په بیان مال د ضایع کولو څخه په منعه کې چې په هغو لارو کې به نه شي لګول کېدی چې شریعت پکې اجازه نده ورکړې) او بیا فرمایي : دمال ضائع کول دا دي چې انسان يې په ناحقه خرچ کوي ، او په هغه ځایونو کې یې لګوي چې ددنیا او اخرت هېڅ فائده ورباندې لاس ته نه راځي ، او د حفاظت امکان باوجود د خپل مال حفاظت نه کوي .
او هرهغه څوک چې خپل مال ضائع کوي او په ناحقه يې خرچ کوي د کم عقلو له جملې څخه دی ، کم عقل هغه کسان دي چي په خپل مال کې دبې ځایه او فاسد تصرف کولو ازادي ورته نشته ، الله پاک فرمايي:( او ناپوهه کسانو ته د هغوي مالونه مه ورسپارئ ، هغه چې الله تاسو دپاره دګذران سبب ګرځولی دی) [ سورت النساء: ۵]
۵ـ نشه یي توکي دشرابو سره د کثرت استعمال له کبله بدن غړېو په سستولو کې ورتوالی لري: لکه دا خبره ډیرو واقعاتو ثابته کړي ده چې نشه کونکی په نشه باندې همیش ګري کوي ، او همیش ګري کونکی په نشه باندې دې حد ته ورسیږي چې په خپلو اعصاب او دماغ هم پوره بې واکه شي تر چو یې نشه نه وي کړي ، د دي صفت له وجې چې په نشه کي موجود دی نو د شرابو سره په علت د حراموالي کې شریکه ده ، تر دې چې بعضې پوهانو دېته واړه شراب ویلي دي ، نو له دې وجې نه حرام کړی شوي دی، دام سلمة رضي الله عنها نه روایت دی چې نبي علیه السلام منع کړي ده د هر نشه کونکي او دبدن سستونکي شي داستعمال نه . [ حدیث صحیح دی امام احمد او نورو امامانو روایت کړی دی]
امام خطابي رحمه الله فرمایي: مفتر هر هغه د څښلو شي ته ویل کیږي چې د بدن غړي سستوي ، او دا د نشې اولنې حالت دی ، او له دې نه یې منع هم ځکه کړېده چې د نشي لپاره ذريعه نه شي[شرح سنن ابي داود لابی الطیب الابادي]
نشه د رږدو په عقلي قوه ډېره زوروره وي پاتې لا غېر معتاد خلک، له دې وجې نه چې نشه کونکی د نشه يې توکو استعمال ته ډیره جلتي کوي ، د کړاو په مهال پرې يواځې ځان ته تسلي ورکوي او عقلي قوه يې په دمه دمه نړيږي [ فتاوی ابن ابراهیم]
شیخ محمود بن احمد العینی الحنفی فرمایي: نشه یي توکې حرامې دي له دې وجې نه چې په بدن کې سستي پیدا کوي، او هر هغه څه چې دغسې وي د هغې استعمالول بالاتفاق حرام دی. [ رسالة تحریم التدخین للعیني]