اسلام مبارک دين ډېرې ځانګړتياوي لري، له ډېرو ځانګړتياو له مخې يې يو خصوصيت شمول او کمال دی، معنا دا چې اسلامي دين داسې احکام، اوامر او نواهي لري چې د انسان ژوند هر اړخ ته شمول ځکه لري چې دين خپله بشپړ او تر کمال رسېدلی دی، لکه څنګه چې اسلامي دين کموالي ته ضرورت نه لري چې لږ څه ورڅخه د ژوند سعادت ( د سيکولرستانو او منکرين وحي له نظره ) په خاطر کم کړی شي داسې زيادت ته هم اړتيا نه لري.
ويلنټاين ورځ ( د ميني اختر ) هغه عقلي مفسد چې مسلمانان يې په شعوري او غير شعوري توګه مراسم ادا کوي د شديدي اړتيا له مخې ورته ستاسو پام راګرځوم چې د دغې ورځې حقيقت څه شی دی؟!
ډېری مسلمانان مو په ټولنه کې داسې دي چې د ميني او محبت په نوم د ويلنټاين ورځ ( Valentines Day) د يهودو او نصرانيانو او د جمله کافرانو په څېر د اختر او مذهبي تهوار په نوم په ډېرو خوشحاليو او د محبت په نوم لمانځي، خو په حقيقت کې دا ورځ د ميني او محبت نه بلکې د يو نصراني عابد ورځ ده چې د هر ميلادي کال له مخې د فروري په څوارلسمه يې اړوند خوشحالي مناووي.
دا چې نصرانيان بالخصوص او د نورو دينونو معتقدين يې په شعوري يا غير شعوري توګه ولې لمانځي؟
…………………
د ويلنټاين ورځ منځ ته د راتللو تر شا :
لومړی: نصرانيان اټکلوي چې کوم مهال بدپرستي په نړې راج درلود نو ( ويلنټاين ) په نوم مذهبي عابد يې بدپرستي پرېښوده او نصرانيت ته يې غاړه ورکړه، د بدپرستۍ واکوال نظام راولاړ شو او ويلنټائن يې د فروري په څوارلسمه ورځ اعدام کړ، د وخت له تېرېدو سره چې کله رومانيانو نصرانيت ته غاړه کيښوده نو د ويلنټاين د اعدام ورځ يې په خوشحالۍ ونيوله .
دوهم: د فروري څوارلسمه نيټه د رومانيانو د معبود (يونو) ورځ وه (يو نو ) د ټولو معبودانو ښځينه ملکه وه، دا چې دغه معبود د ښځو او ودونو اړوند و، دا يې مناسب وليده چې ورځ يې هم د ميني او محبت په نوم ولمانځل شي!!
دريم: رومانيانو د ( ليسيوس ) په نوم ښځينه شرمخ يو معبود درلود، ورځ يې د ميني او محبت په نوم ځکه لمانځي چې د روما دواړه بنسټپال ( روميولوس او ريموس ) يې د ماشومتوب په مهال روزلي و، او د ( ال ليسوم ) په نوم عبادت خانه يې ددغه اختر لمانځلو لپاره ځانګړې کړه.
څلورم: کله چې د ( کلاوديوس) د رومانيانو امپراطور د جنګونو لپاره خلکو راټولولو کې سختي محسوس کړه، له پلټلو وروسته يې لامل دا په نښه کړ چې په جنګ کې شادي شده خلک برخې اخستلو کې ليواله نه دي نو د ودونو وسيعه دائره يې راتنګه کړه، په دې دوران کې د ( ويلنټائن ) په نوم مذهبي راهب راپورته شو او په کليسا کې به يې په پټه توګه د خلکو د زواج عقدونه ترسره کول، نو د فروري په څوارلسمه نيټه کال ۲۶۹ ميلادي کال امپراطور هغه ته اعدام سزا واوروله.
پای دا چې که د ويلنټاين د ر اتګ لامل په مذکوره شيانو کې هر يو وي خو هر يو يې له شريعت سره ښکاره ټکر لري، بيخي په مباحاتو کې هم نه راځي چې کم ازکم په ظنياتو کې خو کوم دليل ته استناد ولري!!
…………………
کليسا له خپلې پرېکړې تېريږي…
د (ليسيوس) ښځينه شرمخ په نوم اختر څخه کليسا په دې خاطر وروسته شوه چې د پرمختګ سره يې تضاد درلود، او اختر يې د ويلنټاين په نوم کړ او د بوتانو په شکل يې د ويلنټاين تصويرونه د اروپا په هر مشهور او معلوم ځای کې ودرول.
بيا کليسا له دې څخه هم تېره شوه او په ( ۱۹۶۹) ميلادي کال کې يې د ويلنټاين اختر بيخي لغوه اعلان کړ.
…………………
کليسا ولې ولنټاين اختر نه لمانځي؟
کليسا بالاخره له دې رسم او رواج څخه ځکه لاس په سر شوه چې خرافات يې وبلل چې له دين او اخلاقو سره يې اړيکه نه لري.
خو متاسفانه تر نن پورې په امريکا، اروپا، افريقا، اسټراليا او حتی په اسلامي هيوادونو کې لمانځل کيږي.
…………………
د ويلنټاين ورځ… پديدې او عقلي دلالتونه!
ټول کفار د ميني اختر ( ويلنټاين ) په ورځ د ځينو مسلمانانو نارينه او زنانه وو په شمول يو بل ته په ډالۍ کې :
۱ – : ګلدستې او ګلان ورکوي، په دې سره دې ته اشاره کوي چې دوی د ميني او محبت په نوم له يو بل سره هغه ډول اړيکي لري چې په اسلامي قاموس کې يې مونږ د فحش او فجور په نوم پېژنو، چې هم اخلاقي انحراف او هم فکري کنګالتيا ده.
۲ – : په دې ورځ يو بل ته هلکان او جينکۍ حلويات، کيکونه او نورغذايي مواد په داسې حالت کې ورکوي چې په سور رنګ يې رنګ کړي وي.
۳ – : په دې ورځ – په ځانګړي توکه – ځوان طبقه هلکان او جينکۍ يو بل ته د محبت او مينې په نوم داسې عبارتونه ليکي چې اخلاقي فساد ته لمن وهي او شهواني هيجانات غومبره کوي.
۴ – : ځوان طبقه هلکان او جينکۍ په دې ورځ يو بل ته په ډالۍ کې په سور رنګ کې بوتان يا شرمخ ورکوي، يا نور ليکل شوي د ميني او محبت کلمات، يا د زړه تصويرونه او داسې نور شيان چې مينې ته اشاره کوي او حتی په داسې وختونو کې يې په لوړ نرخ هم پلوري.
۵ – : د ( Cupid) يعنې ( د مينې معبود ) په نوم د يو ماشوم شکل چې وزرې هم لري او په لاس کې يې غشی ويشتلو ته چمتو کړی وي، يو بل ته ورکوي.
۶ – : په يونيورسټي او کالجونو کې شاګردان هلکان او جينکۍ په دغه ورځ د ميني او محبت پاللو په خاطر سور پوښاک هم په تن کوي.
۷ – : ډېری ښځې او خاوندان هم په دغه ورځ خپل منځ کې يو له بل سره د محبت تعبيرات په دې سره کوي چې له کوره بهر هوټلونو کې د دې ورځې د احترام په خاطر وځي او هلته سره خوراکونه کوي، يا په دغه ورځ او شپه کې يو بل ته د ميني او محبت په نوم ډالۍ ګانې ورکوي.
۸ – : ځينې ځوانان پکې جينکۍ په دې تېرباسي چې مينه درسره لرم او د ګډي څرمن ته په ورته پوښاک کې ورسره ملاقات کوي، دغه ډول پوښاک مينې ته اشاره کول وي.
…………………
په دې ډول مناسبتونو کې زياتره زنانه ښکارکيږي، په ځانګړي توګه بيا هغه زنانه چې تازه پېغله شوي وي، ځکه دا مهال د زنانه احساس، مشاعر، او نفسي شفافيت بيخي بهانو ته جوړ وي، په دې وخت کې زنانه د مشروع او غير مشروع اخترونو او خوشحاليو توپير نه کوي، دا مهال چې هغه د ميني او محبت د غشو لاندې کومې خبرې اوري او څه ويني ډېره زر پرې دوکه کيږي.
د ( مينې اختر ) ډېره تېرايستونکي کلمه ده چې د زنانه قام مشاعر او اخلاقو باندې لوبې کوي، که څه هم اسلامي شريعت ښځه له ډول ډال څخه نه ده منعه کړې، او اجازه يې ورکړې ده چې د جمال او تزيين توکې استعمال کړي خو د اباحت لپاره یې ورته حدود هم ټاکلي دي، نه خو به ښځه په خپل ښايست خلک فتنه کې اچوي او نه به له ټاکلي حدودو تعدا کوي، او له حدودو څخه تعدا دا ده چې ښځه په دغسې موسمونو کې خپل ځان وپلوري او خپل قداست پايمال کړي، ځکه د ښځې طبيعت الله داسې پېدا کړی دی چې د ډول ډال توکې خوښوي او رغبت ورته لري، نو ښځه بايد دې ته بېداره وي چې قداست يې څوک د هغه څه په بدل کې تر خپو لاندې نه کړي چې د انسانيت بروجونه يې نړوي.
…………………
د ( مينې اختر ) سوداګر!
هغه سوداګر چې د مينې اختر په ورځ مالي کمايي کوي ولې هغوی له دې پرته په نور څه کې ګټه وټه نه ويني؟ خپلې حلالې توکې په هغه حرام بازار کې مه خرڅوه چې ته يې معلومات لرې چې دا توکې اوس مهال راڅخه د څه لپاره پېري؟ مه دغه بازار ته ورځه او مه دغه مارکيټ ته، مه دغه ميلې ته ورځه او مه دغه الې ګولې ته، مه پکې څه پلوره او مه څه پېره.
ځکه ديني علماء وايی چې مسلمان سوداګر به د کافرانو په اخترونو او ميلو کې هغه څه نه پلوري چې له هغوی سره د مرستې سبب وي، که خوراک وي او که څښاک، پوښاک وي او که د ژوند نورې اړتياوې…
…………………
د ( مينې اختر ) او رسنۍ:
خواله رسنۍ چې هر څوک ميا، ملا، پوهه، ناپوهه، کشر او مشر، زنانه او نارينه ورته يو څېر لاس رسی لري، ډېر پکې بيا داسې دي چې رسنيو يې په شعوري يا غير شعوري توګه اخلاقي اړخ فلج کړی وي، د اورېدو يا ليدو سره هرڅه حقيقت بولي خو ولې له دې ناخبره دي چې رسنيو ته پورته شوي توکې کې به له څومره تبديليانو سره مخ شوي وي!
غير مسلمو رسنيو ډېر زيار ګاللی او ګالي يې چې خپل اخلاق او رسم رواج، خپل عقايد او فکري انحراف په څه ډول د مسلمانانو په ټولنو کې ترويج کړي؟ هغوي ټولې رسنۍ که عږيزي توکې لري او که بصري، حتی که اخبار وي او که مجلې خو د خپلو شومو ارادو ترسره کولو لپاره يې د هغه استعمال بې درېغه کړی دی.
تر دې چې ډېر پوهه او په علمي زيور ګاڼه خلک يې هم له لارې اړولي دي، اسلامي ثقافت او روحيه يې د هغوی په زړونو کې مړه کړې ده.
رسنۍ دوه مخه غوڅونکي اله ده چې په هر اړخ خلک داړلی شي، رسنۍ چې په حقايقو څومره لوبې کولی شي نور څه يې نه شي کولی.
رسنۍ چې څومره له باطل څخه حق او له حق باطل جوړولی شي بل څه يې نه شي.
رسنۍ چې څومره ښکارګري دي دومره نور څه نه دي.
رسنۍ چې فسادونو ته څومره لمن وهلی شي بل څه يې نه شي وهلی.
هوښيار او دانا بايد له رسنيو ګټه پورته کړي او د رسنيو له لارې له باطل پرستو سره کلکه مبارزه وکړي.
…………………
د ( مينې ورځ ) اختر بايد څوک ولمانځي؟
له تېرې څېړنې جوته شوه چې د ( مینې ورځ ) چا منځ ته راوړې ده؟ ولې يې مناووي؟ د څه لپاره يې مناووي؟ موخه ورڅخه ده؟ ګټه او که تاوان يې ډېر دی؟ تر اوسه ترې چا ته ګټه رسېدلې ده؟
هر سيڼه بايد د ثقافت او فکر دې جنګ ته هوښيار وي، بيدار وي، ويخ او چالاکه وي، ابعاد او جزئيات يې له څېړنې لاندې ونيسي.
د ( مينې اختر ) نه اسلامي اختر دی او نه يې په ثبوت شرعي دلايل غږيدلي دي.
د ( مينې اختر ) د کافرانو ټولنيز او روزنيز پليت اخلاق دي چې انساني کرامت او عقلي ارزښتونه تر خاور لاندې کوي.
د ( مينې اختر ) نفسي شکست او ثقافي او عقلي توانونه په خسيسو شيانو پلورل دي.
د ( مينې اختر ) د پرهيزګارۍ ماڼۍ نړول دي.
د ( مينې اختر ) د کفر او کافرانو سره مشابهت دی.
د ( مينې اختر ) د کفر او کافرانو سره په انحرافاتو اتو عقيدي کږليچونو کې مرسته کول دي.