لمانځه ، تراويحو ، قران ويلو ، امامت کولو او ديني کارونو اجرت اخیستل نه دي روا ، بلکي دا کارونه به د الله لپاره کېږي او اجرت یا ثواب به يې په قيامت له الله څخه غوښتل کېږي .
ځکه نو هر مسلمان چي کوم نيک کار کوي په هغه کي به يې نيت د الله رضا وي ، په دې توګه کولای شي الله راضي کړي او ثوابونه تر لاسه کړي ، خو که يو څوک هم ثواب غواړي او هم په دنيا کي اجرت نو دا امکان نه لري ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي:
عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رضي الله عنه، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّةِ، وَإِنَّمَا لاِمْرِى مَا نَوَى، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ، فَهِجْرَتهُ إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ؛ وَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا، أَوِ امْرَأَةٍ يَتَزَوَّجُهَا، فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ(بخاري کتاب الأيمان والنذور باب النية فی الأيمان حدیث نمبر: ۶۳۱۱ ، مسلم حدیث نمبر : ۵۰۳۶)
ژباړه :عمر رضی الله عنه وايي چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي واورېدل ويل يې : بې شکه د اعمالو دار ومدار پر نيت دئ او سړي لره هغه څه دي چي ده يې نيت کړی وي ، نو د چا که هجرت الله و رسول ته وي د هغه هجرت د الله و رسول لپاره دئ او د چا که هجرت دنیوي ګټو ته رسېدل وي او يا يې د ښځې نکاح کولو په هدف وي نو هجرت يې هغه څه ته دئ ده ورته هجرت کړی دئ.
اوس په دې ځای کي به یا د الله رضا په نيت کي وي یا به همدا دنیاوي ګټې ، که د الله رضا هدف شي نو اجرت به نه اخلي او که اجرت هدف شي نو د الله رضا او ثواب يې بیا نه شته.
په قران کريم الله تعالي فرماي:
وَلَا تَشْتَرُوا بِآَيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ(البقره:۴۱)
ژباړه: او زما پر ایاتونو لږی پیسې مه اخلئ او خاص له ما اویریږی .
د لږ هدف دا نه دئ چي نور ډېري اخلئ مطلب دا چي د الهي ایاتونو په مقابل کي ټوله دنیا هم لږه ده نو ځکه که ټوله واخلئ نو هم به مو لږ اخیستې وي .
بل ځای وايي:
فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآَيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ(المائده ۴۴)
ژباړه: نو له خلکو ما اویریږی له ما اویریږی او زما پر ایاتونو ليږ پیسې مه اخلئ او څوک چي د الله په نازل شوي قانون فیصله نه کوي همغوئ کافران دي.
بل ځای وايي:
أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهِ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَى لِلْعَالَمِينَ(الانعام ۹۰)
ژباړه: دا هغه کسان دي چي الله ورته هدايت کړی وو نو د هغوئ په تګلاره پسي اقتدا وکړئ ، ورته ووايه : زه پر دې خپل ديني دعوت له تاسو هيڅ اجر(مزدوري) نه غواړم نه دی دا مګر د عالميانو لپاره پند دئ.
په دې ځای کي الله مونږړته امر کوي چي د تېرو نبيانو پر سنت لار موږ هم. لاړ شو د هغوئ لار همدا وه چي پر ديني کارونو يې کله هم اجرت نه غوښتی لکه په همدې ايت کي چي رسول الله همدا اعلان کوي ، د نورو انبیاؤ په اړه قران په ښکاره همدا خبره کوي ، د بېلګي په توګه:
يَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلَا تَعْقِلُونَ
(هود :۵۱)
ژباړه:هو وويل اې زما قومه زه له تاسو د هيڅ مزدورۍ غوښتنه نه کوم زما مزدوري پر هغه ذات ده چي زه يې پيدا کړی يم ایا تاسو نه پوهېږئ.
د انبياؤ همدا سنت وو او پر همدې باندي ټول انبیاء تېر شوي دي نو الله موږ ته همد د هغوئ د لارې تعقيبولو امر کړی دئ او زموږ په امت کي همدا اصل دئ ځکه رسول الله ته هم د دې خبرې امر شوی دئ لکه مخکي چي ايت کي ورته اشاره وشوه او حديث کي رسول الله صلي الله علیه وسلم هم وايي:
عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَانِ بْنِ شِبْلٍ الأَنْصَارِيِّ , قَالَ : سَمِعْت رَسُولَ اللَّهِ j يَقُولُ اقْرَءُوا الْقُرْآنَ وَلاَ تَغْلُوا فِيهِ , وَلاَ تَجْفُوَا عَنْهُ , وَلاَ تَأْكُلُوا بِهِ , وَلاَ تَسْتَكْثِرُوا بِهِ(مسند ابی یعلی ، مسند عبد الرحمن بن شبل حدیث نمبر:۱۵۱۸)
ژباړه: عبد الرحمن بن شبل الانصاري وايي چي له رسول الله مي واورېدل ويل يې: قران وایاست او غلوه مه په کي کوئ مه مخ ترې اړوئ مه خوراک په کوئ او مه دنيا په ډېروئ.
د حدیث مطلب دا دئ چي د قران کريم ويل لازمي دي خو غلوه مه په کي کوئ يعني له قران حدودو تېری مه کوئ ، مخ اړلو هدف دا دئ چي تلاوت يې نه کېږي ، د خوراک نه کولو موخه دا ده چي د ده په ذريعه دي خوراک نه کېږي او نه دي هم د قران په وسېله د دنياوي ګټې تر لاسه کېږي لکه نن چي همدا کارونه په ښه زور روان دئ او د هيچا هم د رسول الله دې وينا ده پام نه شته او که وره ووايې چي دا ولي کوي نو وايي وروسته علماؤ د قران پر ويلو او امامت کولو د اجرت اخیستنې ته جواز ور کړی دئ.استغفر الله!
دين الله را لېږلی دئ ، رسول الله يې محمد رسو ل الله صلي الله علیه وسلم وو مکمل شوی په هغه زمانه کي دئ او د جواز او نه جواز خبرې يې نن کېږي . که څوک په دين له الله پرته بل چا ته د حلاليدلو او حرامېدلو اختیار ور کړي نو دا شرک دئ ، لکه چي الله وايي:
اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ(التوبه :۳۱)
ژباړه: یهودو خپل ملایان او پيران له الله پرته په الوهيت نيولي ول.
د الوهيت همدا مطلب دئ چي د حلت او حرمت واک يې خپلو ملایانو او پيرانو ته ور کړی وو ، له دې امله الله هغوئ مشرکين وګڼل او د هغوئ دا عمل يې سخت وغندی ، نو که اوس څوک همداسي کوي هغه همدا حکم لري.
د الله په مکمل دين کي نه څوک د اضافې اختیار لري او نه هم د کمولو ، څه چي الله حرام کړي دي هغه به تر ابده حرامه وي او څه چي يې حلال کړي دي هغه به تل حلال وي څوک يې حرام حلالولای نه شي او حلال يې حرامولای نه شي .
قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآَخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ(التوبه:۲۹)
ژباړه:له هغو کسانو سره جنګ وکړئ چي پر الله او قیامت ايمان نه لري او نه هغه شيان حرام ګڼي چي الله او رسول يې حرام کړي وي او نه حق دين کوي له هغو کسانو څخه چي کتاب ور کړل شوی وو ان چي په ذلالت جزیه ور کړي.
په دې ايت کي هم الله د حرمت خبره وکړه چي څوک دا کار کوي نو هغوئ ايمان نه لري ، ځکه نو له دې کار څخه ځان ساتنه پکار ده چي د الله حرام څوک حلال وبولي او حلال يې حرام وبولي ځکه دا د کفارو کړنه وه او هم له الله پرته بل ته په دين کي د حلت او حرمت واک ور کول دي چي له شک پرته ښکاره کفر دئ.
اس رازو د احنافو دی خبری ته چه متاخرینو جواز ورکړی دی:
احناف وای چه متاخرینو په امامت او اذن باندی اجرت اخستل جایز کړی دی دا خبره د یو څو وجوهوتانو غلطه ده
اوله وجه: دا په مسلمانانو باندی بدګمانی کول دی چه دوی کښی داسی څوک نشته چه داسی کارونه دالله لپاره وکړی …
دویمه وجه: اذان او امامتی کول دَ کار او کسب سره منافی نه دی ځکه په امامانو او مودنینو باندی واجب ندی چه په جوماتونو کی کینی ,بلکه دعامو مسلمانو پشان خپل کار کسب له دی وزی او دمانخه په وخت دی جومات ته راځی_
دریمه وجه: دا په الله باندی بدګمانی کول دی چه هغه د خلکو نه د سوال کولو نه بغیر چاله رزق نه ورکوی
څلورمه. :دَ دین څه کاخانه نشته چه په هغی کښی دِی یو سړی دَ ځانه دین جوړوی ,چه دَ چا څه خوخه وی او چاته یی خوښه وی هغه دی ورله جایز کوی .ځکه دین د متاخرینو په لاس کی ندی چه دوی. په دینی کارونو باندی اجرت اخستل روا کړی دی ,نو دا دی په ریشتیا سره راوا شی.
د مقلدینو ټول دین د حیرانتیا او شک دی!
دوی سره په دی استحسان باندی هیڅ دلیل نشته _اوداخبره چه پخوا به د سلفو دور کی امامانو او موذنینو دپاره تنخوا ګانی وی او اس بندی شوی دی
نو مونږ وایو : هرکله چه تنخواګانی بندی شوی نو ایا!دوی لپاره حرام څیزونه حلال شول? آیا! دوی ګنی دع مخمصی او سختی مختاجی په حالت کی دی?
حالانکه دا تنخواګانی خو پخوا د صحابه وو رض په دور کی ټولو مسلمانانو لپاره مقرر وی. بیا بندی شوی_نوآیا! اس ګنی دوی لپاره حرام څیزونه حلال شول? فکر او سوچ پکار دی ? آیا! دافقه ده ?
حسن بصری رح نه تپوس وشو:
چه څه خلق یوکس په مزدوری باندی ونیسی او هغه وذته امامتی کوی نو ددی څه حکم دی ? وی فرمایل: نه د ده مونځ کیږی او نه د هغوی (قیام اللیل ص246 !
عبداالله بن مبارک رحدفرمای:زه په مزدوری باندی چاته مونځونه کول مکرو ګنړم او ماسره اندیښنه ده چه دغه مونخونه ذاګذزول به واجب وی(قیام اللیل ص246 )
امام احمد رح نه تپوس وشو:
دهغه امام په حقله چه هغه خلکو ته وای : زه تاسو ته د رمضان مونخونه تراویح په دومره دومره عوض باندی کوم ..امام احمد اوفرمایل: دالله نه عافیت غواړم د دی امام پسی به څوک مونخ وکړی(قیام اللیل246 )
حالانکه دامام ابوحنیفه رح امام احمد ,عطاء او زهری رح او نورو_ فرمایلی دی: په اذان او امامت او هرهغه عبادت باندی اجرت اخستل جایز ندی چه دهغی فاعل. او کونکی دعبادت اهل وی _یعنی دَ هغی په مسلمان کیدا شرط وی