رقيه: هغې دعا ته ويلی شي چې د صحت غوښتلو په خاطر پرې دم کولی شي، يا رقيه هغه څه دي چې د مصيبت او افت د پورته کولو يا د شردفع کولو په خاطر ترې پناه غوښتلی شي، دغه (رقيه) په ژبه هم کېدی شي لکه د اذکارو لوستل، او په زړه هم کېدی شي لکه د دمګري او ناجوړه انسان له زړه څخه پر هغه چا پوره اعتماد او باور چې ده ورته پناه او سيوری وړی، په غالبه وختونو کې دم په افعالو بنا وي لکه چوپ کول، له دم وروسته بدن مسح کول، يا د درد پر ځای لاس کېښودل،يا پر ناجوړه اوبه اړول، يا د ناجوړه دارو درمل خوړل او داسې نور کارونه . دمونه دوه ډوله دي:
۱-: مشروع دمونه: لکه د قران څه برخه لوستل، معوذات لوستل، ماثورې دعاګانې لوستل اوپه ناجوړه باندې يې چوپ کول په دې امېد چې ښه به شي، کله دمونه په ليکلي بڼه وي او راځړول کيږي، دې ډول ته (تميمه) ويل کيږي، د صحت لپاره يې شرط دا دی چې ليکل شوي شيان به د الله تعالی نومونه او صفتونه وي، ليکل به په عربۍ ژبه وي، معنا به يې په فهم کې راتلی شي، ترڅنګ به يې دا عقيده هم وي چې په دې کې اثر الله پاک اچوي او دهغه قدرت دی او ليکل بذاته خپله اثر نه لري.
۲-: حرام دمونه: چې له جملې څخه يې ځينې دمونه شرکي هم وي، دا ډول دمونه هغه دي چې دمګری او ناجوړه بذاته پر دم باندې عقيده لري (نه په الله باندې)که دمګري يا ناجوړه پرې له اسبابو څخه د يو سبب باور عقيده ولرله چې مستقل اثر نه لري نو دا شرک اصغر دی، خو که باور يې پرې دومره کلک و چې دا دمونه درهې له الله پرته د صحت ګټه لري، يا دغه دمونه درهې د عبادت کوم ډول له الله پرته بل چا ته اړوي لکه دعاء، مخلوق پورې پا په هغه څه کې ورپورې پناه غوښتل چې واک يې يواځې الله لري، نو دا بيا شرک اکبر دی او انسان پرې له اسلام څخه وځي. له حرامو دمونو له جملې څخه دا هم دي چې د دم الفاظ داسې وي چې فهم نه لري، دا ډول زیاتره دمونه شرکي وي، په ځانګړي توګه بيا د داسې چا له لخوا چې په ديني استقامت او صلاح هم مشهور نه وي.