- ابن بطة وايي: ما له بربهاري نه واورېدل چې يو بل ته د نصيحت کولو لپاره ناسته د خير او فائدې دروازه بېرته کوي، او د مناظرې کولو لپاره ناستې پاستې د فائدې دروازه بنده وي (سيرأعلام النبلاء: ۱۵ / ۹۱ ) .
- ابن الاعرابي د ابوالحسين النُّوري په ترجمه کې وايي: ابوالحسين د جنازې په کټ کې مړ پروت و، او خلکو يې ترڅنګ په داسې مسله بوخت وو چې سکوت او خاموشي ترې ډېره اولی وه، مشغولتيا يې ټوله بد ګماني او کهانت و، چې هغوی داسې و نو چې وروسته ترې څوک راغلي وي هغه به لا څنګه وي؟
بيا وايي: د [جَمْعٌ] دکلمي صورت کې سره د ټولو نظرونه يو له بل نه مختلف وو، د [فَنَاء] په صورت کې هم سره مختلف وو، په اسمونو کې سره به مَتَّفِق وو خو په معنوي لحاظ سره به يې يو له بل څخه اختلاف کوو، او دا ځکه چې د غير محصور اسم لاندې – چونکه معرفه وي – نو ډېر څه راځي.
بيا وايي: د معرفې علم چونکه محصور نه دی نو تر لاندې يې بې نهايته ډېر څه راتلاي شي… دا خبره چا رښتيا کړيده چې که داسې څوک دې وليد چې د [جَمْع او فَنَا] اړوند يې پوښتنې کولې پوهه شه چې وزګار دی، او د دغه علم اهل هم نه دی، ځکه په دغه علم پوهان پوهيږي چې په اوصافو يې ادراک نه شي کېدای. ذهبي وايي: لوړه په رب لايزال چې دغسې خلک سترو علمي رازونو ته ډېر ژور ورننوتي دي او په دعوه ورسره له اټکل او شبهې پرته نور هېڅ دليل نشته، د فناء او محو، صحو او سکر له تشو ستونزو او وسوسو پرته نور هېڅ هم نه جوته کيږي، دغو اړوند حالتونو باندې تر اوسه هېڅ صحابي يا ديني عالم، يا کوم تابعي نه دي غږيدلی، خو که پر دغو دعواګانو ترې دليل وغواړې کينه او حسد درسره کوي او وايي چې له خيره بې برخې دی، که خپل واک او اختيار دې وروسپارت په خپلو ايمانياتو به دې شکي کړي، ناشوني او حيرانتيا حالتونو کې به ښکيل شې، عابد انسان به دې له سترګو بدې راځي، قاري صاحبان او د نبوي حديثونو علماوو ته به پس پاتې خلک وايې، لاحول ولاقوة الا بالله دا خبره به دې ذهن ته راځي چې دا بې چاره ګان له علم او دين نه محرومه (بې برخې) دي.
تصوف او عبادت، نېکه رويه، مينه او محبت، د الله پاک څخه دوامداره وېره، د هغه په لار کې جهاد کول، د شرعي ادابو له مخې قرانکريم په سوچ او غور سره لوستل، په خشوع او خشيت سره د لمونځ اداء کول، کله روژه او کله بوزه کېدل، هر چا سره نېکه رويه کول، بل په ځان غوره ګڼل او عوامو ته اسلام ښودل، مسلمان سره نرمي کول او کافرانو سره سختي کول، د الله پاک خوشحالول په داسې انداز چې د محمد الرسول الله صلی الله عليه وسلم له ملګرو څخه يې ثبوت راغلی وي، خو بيا هم الله پاک ځينو خلکو ته د خپلې مهربانۍ له مخې نېغې لارې ته هدايت کوي.
سمه ده چې که عَالِم عبادتونه نه کول له علم څخه وزګار دی، لکه عَابِد انسان چې د سنت طريقي پرته عبادتونه کوي څرګنده ده چې له سمې لارې څخه په بله دي(سيرأعلام النبلاء: (۱۵ / ۴۱۰ )
- دعباسي خليفه [مستنجد بالله] په ترجمه کې امام ذهبي تعليقا وايي: کله چې مشرتابه (ټولواک) به د پوخ عقل، پياوړي ديانت څښتن وي ټول قلمرو به يې په قابو کې وي، که د عقل مزی يې نری خو د ديانت له نګاه نه مضبوط وي، د دولت د چارو په ښه سمبالښت کې يې خپل ديانت دې ته اړکولی شي چې د اهل علمو سره مشوره وکړي، نو دنياوي چارې به يې سمي او حالات به هم په خپل نارمل انداز کې وي، که د عقل له مخې ښه خو ديانتداري يې کمه وي نو خلک او ځمکه ترې په يو څېر اړا کړا وي، کله ناکله د رعيّت او ملک د ترقۍ لپاره ډېر ښه ګام هم پورته کړي خو د الله پاک رضا په کې نه وي، خو که له ديني نګاه نه ناقص او د عقل له نګا نه پوره وي، ورانې ويجاړې به يې د واک په دور کې زياتې شي، ګرد رعيّت به هم ورڅخه ضايع شي، که شجاعت او بهادري ولري لږ زره نقصانونه به يې جبيره شي خو که هغه هم نه وي نو په خلکو بوج شي، او که بوزديله هم وي دينداري يې هم کمه وي، له عقل نه خام وي نو که قتل نه کړای شي د ټولواکۍ څخه خو ګوښه او يا هم بندي کول يې لرې نه بريښي، دنيا ورڅخه ولاړه شي، ګناهونه ورڅخه ګېرچاپېره شي، د پښيمانتيا په درياب لاهو شي خو پېښامنتيا ورته کله خېر او فائده رسولای شي، د هرې نګاه نه مونږ نن ورځ د خېرخواه امام نه بې برخې يو، که الله پاک د خپل رحم له مخې داسې امام راته راکړي چې محاسن يې ډېر او بديانې يې کمې وي لرې نه ده، ای الله! باچا او ګدا دواړه سره اصلاح کړه، پخپلو بندګانو رحم وکړه او د خېر توفيق ورته ورکړه، باچا يې په خېر دائم او په خپل توفيق يې مرسته وکړه (سيرأعلام النبلاء: ۲۰ / ۴۱۸ ) .