٦- د عبدالله بن ابي بکر (رضي الله عنهما) دريځ دا په ډاګه کوي چې ځوانان د ټولو اصلاحي حرکتونو په کاميابۍ کې لوى او مهم اثر او رول لري. ځوانان د هر اصلاحي دعوت د ملا د تير حيثيت لري، د قربانۍ او سرښندنې ميدان ته د دوى وړاندې کيدل، دعوتونه په ډيره چټکۍ او بيړې سره د فتحې او بري په درشل دروي. ګورو چې لومړني مؤمنان ټول ځوانان دي، د بعثت په وخت کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) عمر (٤٠) کاله ؤ، ابوبکر (رضي الله عنه) درى کاله ور نه کشر ؤ همدا راز عبدالله بن مسعود او عبدالرحمن بن عوف، الارقم بن ابي الارقم، سعيد بن زيد، بلال بن رباح، عمار بن ياسر او … (رضي الله عنهم) ټول ځوانان وو چې د دعوت پيټى يې په اوږو واخيست، او پدې لارکې يې ډيرې قربانۍ ورکړې، ډير دردونه، غمونه او ظلمونه يې وګالل. د همدوى د مټو په زور اسلام بريالى شو د خلفاء راشدينو دولت قايم کړاى شو، اسلامي لوى لوى فتوحات تر سره شول، او د همدوى له برکته مونږ ته اسلام راورسيد او مونږ يې له ګمراهۍ، جهل، کفر، بت پرستۍ او هر ډول فسق او فساد نه آزاد کړو، او د هدايت په نور يې مشرف او منور کړو.
٧- د رسول (صلى الله عليه وسلم) د هجرت په وخت کې د عائشې او اسماء (رضي الله عنهما) موقف دا په ګوته کوي چې ټول اسلامي او اصلاحي دعوتونه د ښځو همکارۍ ته زياته اړتيا لري، ځکه ښځې د پاک او نرم زړه، زياتې عاطفې او نيک احساس درلودونکې دي، او ښځه چې يو ځل په کوم شي ايمان راوړي، بيا په هر ډول شرايطو او له هر راز مشکلاتو ګاللو سره ټينګ ساتي، خلک ورته راوبولي، خصوصا د خپل ميړه، وروڼو او زامنو د قناعت حاصلولو لپاره ډير څه کولاى شي.
د رسول (صلى الله عليه وسلم) په دوران کې په اصلاحي جهاد کې د ښځو برخه او ونډه ا له هيچا پټه نده، تاريخ په زرينو کرښو ليکلې، او اوس مونږ ته د دې اعلان کوي چې اسلامى حرکتونه تر هغې پورې ناقص او د لږ اثر درلودونکي دي تر څو چې ښځې پکې برخه نه وي اخيستې او د ښځو با ايمانه، پاک، د نيکو اخلاقو او عفت درلودونکى صف نه وي جوړ شوى، ځکه زمونږ په عصر کې يوازې ښځه کولاى شي چې عفت، اخلاق، پاکي… د ښځو په مينځ کې تيت کړي، نارينه پدې ميدان کې څه زيات اثر نه لري. او سرسيره پردې همدا با ايمانه ښځه، يا مور وي او يا به ماندينه وي چې هر يوه يې خپل ارزښت او اغيزه لري. کشران او مشران اصحاب (رضي الله عنهم) تابعين (رحمة الله عليهم) چې د اسلامي دعوت داعبان وو د هغو ښځو د لاس ميوه ده چې نوموړى عالم، د لوړ همت خاوند، د دنيوي او اخروي ښيګڼو درلودونکى نسل يې پخپلو غيږو کې روزلى او ورته يې اسلامي اخلاق، ادب، د اسلام لاره او له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره مينه ورزده کړيده.
اوس مونږ بايد پدې حقيقت ځان پوه کړو، هلې ځلې پيل کړو تر څو پيغلې او ښځې د ښځو په مينځ کې د اسلام او اصلاحي دعوت بيرغ اوچت کړي. ښځې د امت له نيمايي نه زياتې دي، نو د دې هدف د تحقق لپاره مونږ بايد خپلې لوڼې او خويندې په صحيح اسلامي مدرسه کې د شريعت د زده کړې لپاره تشويق کړو، او هر څومره چې د با ايمانه ، پاک سيرته، په شريعت پوهه، باعفته، له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره مينه لرونکو او نيک اخلاقه ښځو شمير زيات شي په همغه اندازه به اسلامي اصلاحي دعوت په وړاندې ځي او ټولنه د داسې ورځې په خوا چې هلته به اسلامي شريعت حاکم وي نژدې کيږي او دا ورځ ليرې هم نده (ان شاء الله).
د ثور په غار کې په رسول (صلى الله عليه وسلم) او ملګري باندې يې د قريشو سترګې ړنديدل، همدا راز د غار په خوله د غڼې تارونه اچول، او د مرغانو هګۍ اچول او ځالې جوړول، په رسول (صلى الله عليه وسلم) باندې د الهي عنايت او رحمت دومره لوى مثال دى چې زړونه ريږدوي او دا راښيي لکه څرنګه چې الله (جل جلاله) خپل رسول (صلى الله عليه سلم) د مشرکينو له لاسه وساته، همداسې په هر عصر کې هر مخلص داعي د شدت، غم او سختو حالاتو په وخت کې د الله له خوا ساتل کيږي، ډير ځله د دښمنانو سترګې پرې ړنديږي، زيان او شر نشي ورسولى. د ثور په غار کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) او ابوبکر (رضي الله عنه) ساتنه د الله (جل جلاله) ددې ارشاد تصديق کوي چې فرمايي: ((إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الأَشْهَادُ)). (المؤمن ٥١) (باور ولرئ چې مونږ د خپلو پيغمبرانو او مؤمنانو مرسته ارو مرو ددې دنيا په ژوند کې هم کوو او په هغه ورځ به يې هم وکړو چې کله شاهدان ولاړ وي).
او هم: ((إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنْ الَّذِينَ آمَنُوا…)) (الحج: ٣٨)
(بيشکه چې الله له هغو کسانو څخه دفاع کوي چې ايمان يې راوړيدى تصديق کونکي دي).
٩- د ثور په غار کې د مشرکينو له ليدو نه د ابوبکر (رضي الله عنه) ويره دعوت هر وفادار با درده او ريښتني عسکر لپاره لوى مثال دى، مخلص سپاهي بايد د خپل امين رهبر له خطر سره مخامخ کيدل د ځان لپاره ډير مشکل و بولي او د مشکلاتو په وخت کې په هغه شفقت او زړه سوى ولري. ابوبکر (رضي الله عنه) هغه وخت پخپل ځان نه ويريده، ځکه که د ځان د مرګ ويره ورسره واى، نو پدې خطرناک هجرت کې به يې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره ملګرتيا نه کوله، هغه ښه پوه ؤ چې که مشرکينو ته په لاس ورغى نو جزاء يې مرګ ده ، نو حقيقت دا دى چې هغه د رسول (صلى الله عليه وسلم) په ژوند ډاريده او د اسلام دراتلونکي تشويش ورسره ؤ او پدې فکر کې و که چيرې رسول (صلى الله عليه وسلم) مشرکينو ته په لاس ورشي نو د اسلام آينده به څنګه وي؟
١٠- د رسول الله (صلى الله عليه وسلم دا قول چې ابوبکر (رضي الله عنه) ته د ثور په غار کې فرمايي: ((اې ابوبکره! د هغه دوو په هکله چې دريم يې الله وي څه فکر کوې؟ )) دا په الله باندې د پوره باور او په الهي نصرت د کامل ډاډ، لوى او ښکاره مثال دى. هغه (صلى الله عليه وسلم) د مشکلاتو په دومره شدت کې هم له الهي امداد نه مطمئن دى په الله ( جل جلاله) يې پوره تکيه کړې، له هيڅ شي نه ويريږي، نو دا هم دهغه (صلى الله عليه وسلم) د نبوت د صدق يو بل دليل او ثبوت دى ځکه نبي (صلى الله عليه وسلم) پدې سخت حال کې هم داسې مطمئن ښکاري لکه چې هيڅ خبره هم نه وي.هغه (ص) پوره يقين لري چې الله (جل جلاله) ددې خلکو د هدايت او رحمت لپاره استولى دى، نو يوازې يې نه پريږدي. آيا دا امکان لري چې پداسې حال کې له صادق نبي (صلى الله عليه وسلم) نه پرته د بل چا نه چې په دروغو د نبوت داعي وي دومره اطمينان وليداى شي؟!په همدې ډول مشکلو حالاتو کې د ريښتني او دروغجن داعي او دعوتګر تر مينځ توپير هم کيداى شي، پدې معنى چې رښتنى هغه څوک دى چې تل د الله (جل جلاله) رضا غواړي په الله يې پوره باور او توکل وي، له الهي مدد او نصرت نه پوره مطمئن وي، له چا نه يې ويره نه وي، خو تش په نامه داعي د مشکلاتو په وخت کې په شا ځي، د لږ فشار په مقابل کې تسليميږي د ويرې په حالاتو کې له هر څه تيريږي او همدا وجه ده چې لدې ډول دروغجنو کله هم الهي مرسته او کمک نه وي.
١١- دا چې سراقه ونه توانيد رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته څه زيان او ضرر ورسوي، داپخپله د (صلى الله عليه وسلم) د نبوت يو بل ښکاره دليل دى. سراقه چې په رسول (صلى الله عليه وسلم) پسې روان ،کله به چې ورلنډ شو نو د آس پښې به يې به شګو کې ننوتې، قدم يې نه شوى پورته کولى خو کله به چې ترې نه کوز شو او د مکې په لور به يې روان کړ، آس به سم صحيح روامن ؤ، او که به يې بيا وغوښتل چې په رسول (صلى الله عليه وسلم) پسې يې بوزي، نو بيا به همغه حال ؤ، قدم به يې نه شوى اخيستى….. ايا له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه پرته د بل چا په حق کې داسې پيښيږي؟ نه کله هم نه، نو ثابته شوه چې هغه د الله رسول او د الهي نصرت تر سيوري لاندې روان ؤ. سراقه هم پدې حقيقت پوه شو، له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه يې د امان غوښتنه وکړه، پوه شو چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره دومره الهي مرسته ده چې بشر يې له ادراک نه عاجز دى، او په همدې دليل له جايزې تير شو او د راتلونکي لپاره په وعده راضي شو.
١٢- سراقه ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) له خوا د کسرى د وښيو وعده يوه بله معجزه ده، څوک چې له يوې خوا له خپل کور او قوم نه هجرت کوي، او له بلې خوا د فارس د فتحه کيدو او د کسرى د خزانو طمعه لري، دا ددې ښکاره دليل دى چې هغه به د خداى رسول وي او که نه نو بل څوک خو دا ډول آرزو هغه هم پدې ډول حالاتو کې کله هم نه شي کولاى. د رسول (صلى الله عليه وسلم) نوموړې وعده ترسره هم شوه کله چې سراقه د کسرى کرې (وښيي) په غنيمتونو کې وليدل له عمر (رضي الله عنه) نه يې وغوښتل چې د رسول (صلى الله عليه وسلم) وعده ترسره کړي. عمر (رضي الله عنه) هم د اصحابو (رضي الله عنهم) په وړاندې د کسرى وښيي سراقه ته ور په لاس کړل او ويې فرمايل: ((ثنا ده هغه الله (جل جلاله) لره چې له کسرى نه يې خپل وښيي واخيستل او اعرابي سراقه بن جعشم ته يې ور په لاس کړل)).
په همدې ترتيب په هجرت کې معجزې يوه په بله پسې راځي تر څو د مؤمنانو يقين پوخ شي، او د اهل کتابو شکمن او سر زوري خلک پدې باور پيدا کړي چې محمد (صلى الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) له خوار اليږل شوى رسول دى.