څلورم فصل
له هجرته په مدينه کې د نبي (صلى الله عليه وسلم) تر ميشته کېدو پورې
الف _ تاريخي پيښې
١. قريش د يثرب د يو شمير خلکو له ايمان راوړلو نه خبر شول، او پدې سره يې په مکه کې پر مسلمانانو خپل ظلمونه لاپسې زيات کړل، نو رسول صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته د مدينې په لور د هجرت امر وکړ، اصحابو ټولو په پټه سره خو يوازې عمر رضي الله عنه په ښکاره هجرت وکړ، د مکې مشرکين يې له خپل هجرت نه خبر کړل او ورته ويې ويل که څوک غواړى مور يې بوره شي نو سبا دې ما پسې پدې لاره راشي، خو هيڅوک هم ورپسې ونه وتل.
٢- کله چې قريش پدې باوري شول چې مسلمانان په مدينه کې د عزت او امنيت خاوندان شول په (دار الندوة) کې يې مجلس وکړ تر څو د رسول صلى الله عليه وسلم د له مينځه وړلو لپاره لارې چارې ولټوي، په پاى کې فيصله پدې وشوه چې له هرې قبيلې نه به يو تکړه ځوان انتخابيږي او بيا به ټول په ګډه رسول صلى الله عليه وسلم په شهادت رسوي، پدې سره به يې خون هم په ټولو قبيلو ويشل کيږي، او بنو مناف به هم لدې امله چې له ټولو سره د جنګ توان نلري په ديت اخيستلو راضي شي. په دې ډول ځوانان راټول شول، د هجرت په شپه يې د رسول صلى الله عليه وسلم په دروازه کې د هغه صلى الله عليه وسلم د راوتو او وژلو انتظار يوست.
٣- په دغه شپه رسول صلى الله عليه وسلم پخپل ځاى ويده نه شو، علي رضي الله عنه ته يې وويل چې زما يعنې د رسول صلى الله عليه وسلم په ځاى ويده شي او امر يې ورته وکړ چې سهار قريشو ته له رسول صلى الله عليه وسلم سره ايښي امانتونه بيرته وسپاري، او پخپله رسو صلى الله عليه وسلم پداسې حال کې له کوره ووت چې د قتل لپاره دريدلي خلک هيڅ ورباندې پوه نه شول، د ابوبکر صديق رضي الله عنه کور ته ورغى له هغه وروسته هغه رضي الله عنه عبدالله بن اريقط الديلمي چې مشرک ؤ په مزدورۍ ونيو تر څو دوى ته د مدينې لار وښيي خو پدې شرط چې په هغه مشهوره او عامه لاره لاړ نه شي، بلکه يوه بله داسې لار باندې يې بوزي چې د قريشو کفار يې پيدا نه شي کړاى.
٤- رسول صلى الله عليه وسلم له خپل ملګري ابوبکر صديق رضي الله عنه سره د خپل مبارک ولادت د (٥٣) کال د ربيع الاول په لومړۍ د پنجشنبې په ورځ له کوره پداسې حال کې د هجرت په نيت ووت چې د علي رضي الله عنه او د ابوبکر صديق رضي الله عنه له کوره پرته بل څوک نه ؤ ورباندې خبر. پدى ترڅ کې د ابوبکر رضى الله عنه لورګانو عائشې او اسماء رضي الله عنهما رسول صلى الله عليه وسلم او خپل پلار ته د خوراک په برابرولو کې د قدر وړ کارونه تر سره کړل، اسماء رضي الله عنها د خپلې ملا دستمال دوه ځايه کړ، په يوه ټوټه يې د خوراک د لوښي خوله وتړله او بله ټوټه يې تر ملا کړه او په همدې وجه ورته (ذات النطاقين) ويل کيږي. رسول صلى الله عليه وسلم او ملګرى يې له راه بلد سره يو ځاى د يمن له لارې روان شول تر څو د ثور غار ته ورسيدل او پدې غار کې تر دريو شپو پورې پاتې شول. عبدالله بن ابوبکر رضي الله عنهما چې ډير ذکې او هوښيار ځوان ؤ هم د شپې له خوا له دوى سره ويده کيده، سهار وختي به ورنه روانيده، او مکې ته به يې پداسې وخت کې ځان رساوه چې خلک نه پرې پوهيدل چې چيرته ؤ، بلکه ټولو به دا ګمان کاوه چې شپه يې په مکه کې د ننه وه، د ورځې له مخې به يې د قريشو ټول پلانونه او د رسول صلى الله عليه وسلم او د هغه د ملګري په خلاف به چې کومې خبرې کيدلېپه ډير دقت سره به يې اوريدلې، ځان به يې پرې پوهاوه، او د شپې به يې رسول صلى الله عليه وسلم ته رسولې.
٥- له مرګه نه د رسول صلى الله عليه وسلم نجات په قريشو قيامت جوړ کړ، ورپسې ووتل ټولې پيژندل شوې لارې يې وکتلې، خو پيدايې نکړ، د يمن خوا ته يې مخه کړه، د ثور د غار په خوله کې ودريدل، يو او بل ته وايي: شايد رسول صلى الله عليه وسلم او ملګرى يې پدې غار کې وي، خو نور ځواب ورکوي د غار په خوله کې د غڼې تارونه نه وينئ؟ پدې غار کې مرغانو ځالې کړې او دا پدې دلالت کوي چې غار ته له ډيرې مودې راهيسې څوک ندي ننوتي. ابوبکر صديق رضي الله عنه د دوى پښې ويني چې د غار په خوله کې ولاړ دي، نو د رسول صلى الله عليه وسلم د ژوند د خطر له امله ريږدي او ورته وايي: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم قسم په خداى که لاندې پښو ته يې وکتل ويني مو، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم ډاډينه ورکوي او داسې فرمايي: ابوبکره د هغه دوو په هکله چې دريم يې الله جل جلاله وي څه فکر کوې؟.