له هجرته په مدينه کې د نبي صلی الله عليه وسلم تر مېشته کېدو پورې:
٦- د قريشو ټولو قبيلو اعلان وکړ، که هر چا رسول صلى الله عليه وسلم او ملګرى يې پيدا کړل، يايې وواژه او يايې ژوندى ونيوه، نو هغه ته به زياتې پيسى ورکړي، پدې اعلان سره سراقه بن جعشم کلکه ملا وتړله او عزم يې وکړ چې دا کار به کوي تر څو دا لويه جائزه وګټي.
٧- وروسته له هغه چې د رسول صلى الله عليه وسلم او ملګري په هکله پلټنه او پټ تلاشونه او هلې ځلې آرامې شوې، هغوى له غاره راووتل او له لارې پيژندونکي سره يو ځاى يې د سرې بحيرې څنډې ونيوې، ډيره مسافه يې طي کړه چې سراقه ورپسې ورغى، خو کله چې ورنژدې شو د آس پښې يې په شګو کې ننوتې او له تګه ولويد، درى ځله يې ددې کوښښ وکړ چې د رسول صلى الله عليه وسلم په طرف ورشي خو ويې نه شواى کولاى، نو باور يې راغى چې د يوه کريم رسول صلى الله عليه وسلم په وړاندې قرار لري، له رسول صلى الله عليه وسلم ته يې سوال وکړ چې د يو شي وعده ورسره وکړي، رسول صلى الله عليه وسلم دکسرا د وښيو وعده ورکړه چې هغه به ده ته وراغوندي، بيا سراقه بيرته مکې ته ستون شو او داسې يې وښوده چې هيڅوک يې هم ندي ليدلي.
٨- رسول صلى الله عليه وسلم او ملګرى يې د ربيع الاول په دولسمه ورځ مدينې ته ورسيدل، هلته يې اصحابو رضي الله عنهم اوږد انتظار يوست، هر سهار به د مدينې شا و خوا ته راوتل او په ټکنده غرمه کې به بيرته کورونو ته تلل، خو کله يې چې رسول صلى الله عليه وسلم وليد بې حده زيات خوشحاله شول،نجونو دريا وهله او ويل يې:
طلـع البـدر علينا من ثنيات الوداع
وجب الشکر علينا مـا دعا لله داع
ايهـا المبعوث فينا جئت بالامر المطاع
٩- رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې ته د خپلې لارې په جريان کې چې قبا ته ورسيد (قبا د مدينې جنوب ته د دوو ميلو په فاصله کې يو کلى دى ) نو هلته يې د اسلام د لومړني جومات د تهداب ډبره کيښوده، څلور ورځې هلته پاته شو وروسته د جمعې په سهار د مدينې لور ته روان شو، کله چې بني سالم بن عوف ته ورسيده د جمعې د لمانځه وخت شو نو هلته يې هم يو جومات جوړ کړ او په اسلام کې يې لومړنى د جمعې لمونځ ادا کړ او په اسلام کې يې خپله لومړنۍ خطبه خلکو ته واوروله، له لمانځه وروسته د مدينې په لور روان شو او هلته چې ورسيد نو لومړنى کار يې د خپل جومات لپاره د هغه ځاى ټاکل ؤ په کوم کې يې چې اوښې ګونډى وهلې او چو شوې وه. دغه ځاى د دوو يتيمو انصارو ؤ، د قيمت په هکله يې ورسره خبرې وکړې، هلکانو وويل: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم دا مونږ تا ته بخش کوو مګر رسول الله صلى الله عليه وسلم و نه منله او ځاى يې د سرو زرو د لسو دينارو په قيمت ورڅخه واخيست. نوموړې پيسې يې د ابوبکر رضي الله عنه له مال نه ادا کړې، بيا نو د جومات جوړول مسلمانانو په غاړه واخيستل، کار شروع شو، رسول الله صلى الله عليه وسلم هم ورسره کار کوه، درنې درنې تيږې به يې راوړلې بالاخره جومات جوړ شو چې ديوالونه يې د خښتو او چت يې خرما د پوټکو او د خرما په تنو ولاړ ؤ.
١٠- رسول صلى الله عليه وسلم د مهاجرينو او انصارو تر مينځ ورورګلوي وکړه، د هر انصاري لپاره يې يو مهاجر ورور تعيين کړ، انصاري به خپل مهاجر ورور کورته بيوه او په کور کې ټول شته شيان به يې ورسره ويشل.
١١- لدېنه وروسته رسول صلى الله عليه وسلم د مهاجرينو او انصارو تر مينځ يو تاريخي ليک يا تړون وليکه، په غه کې يې يهودانو ته د دين او مال آزادي ورکړه. ابن هشام نوموړى ليک په مفصله توګه پخپل کتاب کې را نقل کړيدى، دا ليک د اسلامي حکومت هغه لومړنۍ مبادئ او اصول په ګوته کوي کوم چې د انسانيت، ټولنيز عدالت، ديني تسامح (وسعت نظر) او د ټولنيزو ګټو په خاطر همکاري کول راښيي. هر زده کونکي ته په کار ده نوموړى ليک په ډير دقت سره ولولي، ځان ورباندې پوه کړې او لومړني اصول يې ياد کړي. مونږ دلته د نوموړې تاريخي وثيقې ځنې عام اصول په لاندې ډول بيانوو:
١- له توپير او تفريق نه پرته د اسلامي امت يووالى.
٢- د امت د ټولو افرادو تر مينځ په حقوقو او کرامت کې برابري.
٣- له ظلم، ګناه او تيري نه ليرې د امت يو موټى کيدل.
٤- له دښمنانو سره د اړيکو په ټينګښت کې د امت اشتراک، نه داسې چې له يوه مؤمن سره سوله وکړي او له بل سره نه.
٥- د قوي، سمو او لوړو نظامونو (اداري تشکيلاتو) درلودونکې ټولنې جوړول.
٦- د دولت او نظام له مخالفينو سره مقابله کول، او له هغوى سره د هيڅ ډول مرستې نه درلودل.
٧- د هغو خلکو حمايت اوملاتړ کوم چې غواړي له مسلمانانو سره د آرامۍ او همکارۍ په فضا کې ژوند وکړي، او پر هغوى باندې له ظلم او تيري نه ځان ساتل.
٨- نا مسلمانو خلکو ته د دين او مال آزادي ورکول، هغوى په ايمان راوړلو اسلام منلو نه مجبورول او مالونه يې نه اخيستل.
٩- په دولتي مصارفو کې د مسلمانانو په شان د غير مسلمانو افرادو برخه اخيستل.
١٠- د هر تيري په وړاندې له دولت نه د حمايې او ملاتړ په منظور له مؤمنانو سره د کفارو ګډون.
١١- همدا راز په جنګي لګښتونو کې د نامسلمانو افرادو ونډه اخيستل.
١٢- تر ظلم او تيري لاندې غړيو نه (مسلمان وي او که نا مسلمان) د دولت پوره ملاتړ.
١٣- د دولت له دښمنانو او د هغوى له ملګرو سره د مسلمانانو او نا مسلمانو افرادو همکاري نه درلودل.
١٤- که چيرې سوله د دولت په ګټه وي نو د دولت د ټولو اتباعو له خوا د سولې قبلول.
١٥- د بل په ګناه د چا نه نيول، جنايت کار يوازې پخپل ځان او اولاد ظلم کوي.
١٦- په دولت کې د ننه او د باندې د تلو راتلو آزادي، او د دولت له خوا يې حمايت کول.
١٧- د ظالم او ګنهګار له حمايت او ملاتړ نه ډډه کول.
١٨- يوازې په نيکۍ او تقوى کې د ټولنيزې همکارۍ درلودل نه په ګناه او تيري کې.
١٩- پورته ذکر شوي اصول د دوو قوتونو له خوا حمايت کيږي:معنوي قوت، چې په الله جل جلاله باندې د ملت له ايمان، او د الله جل جلاله له خوا له متقي او مؤمن بنده سره له رعايت او همکارۍ نه عبارت دى. دوهم مادي قوت، يا د دولت رياست چې محمد صلى الله عليه وسلم يې د مشرتابه واګې په لاس کې لري.