١٤- مدينې ته د هجرت له پيښو نه دا معلوميږي چې رسول (صلى الل عليه وسلم) به هر چيرته چې تم کيده نو لومړى به يې هلته جومات جوړاوه تر څو هلته اوسيدونکي مسلمانان پکې راټول شي. د قبا جومات يې جوړ کړ او هلته څلور ورځې پاتې شو او د لارې په نيمايي کې يې د جمعې لمانځه د ادا کيدو په خاطر د مدينې او قبا تر مينځ د ((رانوناء)) په دره کې چيرته چې بني سالم بن عوف اوسيدل جومات جوړ کړ، همدا ډول کله چې مدينې ته ورسيد نو هلته يې هم اولنى کار د جومات جوړول ؤ.
دا ټول په اسلام کې د جومات په اهميت دلالت کوي، اسلامي عبادت نفس پاکوي، د اخلاقو تزکيه کوي، د مسلمانانو تر مينځ همدردي او همکاري زياتوي، د جمعې او اخترونو لمونځونه خو له هر څه نه زيات د مسلمانانو د غونډيدو، يووالي، اسلامي همکارۍ او د اهدافو د اشتراک څرګندوى دي. همدا راز جومات د مسلمانانو په ژوند کې لوى اجتماعي او روحي رسالت لري، همدا جومات دى چې مسلمانان سره يو کوي، نفسونه يې پاکوي، زړونه او عقلونه يې بيداروي، مشکلات يې حلوي او د قوت او يووالي څرګندونه يې کوي. په اسلام کې د جومات تاريخ دا ثابته کړيده چې همدې جومات د ځمکې پرمخ د الهي نور او هدايت، د خورولو پخاطر ډيرې لښکرې له خپل زړه نه قومانده کړيدې، او همدا جومات د اسلامي هداياتو روښانه څراغ ؤ، او د همدې جومات په غيږ کې د اسلامي تمدن لوى لوى قوماندانان روزل شويدي، ابوبکر، عمر،عثمان ، علي، خالد، سعيد، ابو عبيده، او د اسلامي تاريخ دوى ته ورنه نور قهرمانان په نبوي جومات کې د محمدي مدرسې شاګردان وو. په اسلام کې د جومات يوه ځانګړتيا او خصوصيت دا دى چې له هغه ځاى نه هره هفته (د جمعى په ورځ) د حق لوړ او قوي آواز پورته کيږي، دا آواز بد او منکر غندي، په نيکۍ سره امر کوي، خلک له غفلت نه راويښوي، د وحدت لور ته بلنه ورکوي د ظالم په وړاندې د احتجاج مظاهره کوي، طاغي ته ګوش مالي ورکوي…. مونږ په خپل وړکتوب کې ليدلي چې د فرانسوي استعمار په ضد د وطني اوملي حرکتونو د خوځيدو او د صهيونيزم په خلاف د جهادي مشرانو د پناه يوازينى ځاى جومات ؤ، خو دا چې اوس جومات د تعطل په حالت کې قرار لري خپله لويه دنده نه شي تر سره کولاى، نو ددې ټوله ګناه د مزدورو او يا ناپوهه او غافلو خطيبانو په غاړه ده. او که دا نن هم د شريعت واقعي علماء د حق ريښتني داعيان، الله او رسول ته مخلص او د مسلمانانو په حال زړه سواندي رهبران منبر ته جګ شي نو د جومات پخوانى دور بيرته را ژوندى کيداى شي، بيرته په ټولنه کې د صدارت او مشرتابه عهده په غاړه اخلي، د خلکو د تربيې، او د الله په لار د برابرو انسانانو جوړولو مدرسه ګرزي مونږ داسې ورځې راتلو ته سترګې په لار يو، چې دا د مؤمنو با اخلاقه، پوهو او مخلصو ځوانانو ډله د جومات منبر ته وخيژي او د حق آواز يو ځل بيا د هر چا غوږ ته ورسوي.
١٥- د مهاجرينو او انصارو تر مينځ ورور ګلوي، د اسلامي انسان جوړونکي عدالت يوه نمونه ده مهاجرين داسې کسان وو چې د الله (جل جلاله) په لار کې يې وطن، مال او هر څه پريښي وو، او مدينې ته پداسې حال کې لاړل چې له دنيوي شيانو نه يې هيڅ هم نه درلودل، خو انصار د مال، کرهڼې او صنعت درلودونکي شتمن خلک وو، نو د همدې ورورۍ په اساس به انصاري د خپل مهاجر ورور پيټى وړي، غم او خوشالي به ور سره شريکوي د امکان په صورت کې به پخپل کور کې ځاى ورکوي، د شتمنۍ په صورت کې به د مال نيمايي برخه ورکوي، وګورئ د دنيا کوم عدالت لدې ډول ورور ګلوۍ سره برابريدى شي؟
هغه کسان چې د اسلامي دين له اجتماعي عدالت نه سترګې پټوي، نه غواړي د اسلام نور د خلکو سترګې روښانه کړي، زړونه يې تسخير کړي او يا خو دا ډله داسې جامد او وچ خلک دي چې هر نوى شى او لفظ ردوي که هر څو يې خلک خوښ کړي. او په اسلام کې يې مدلول هم وجود ولري، که داسې نه وي نو په اسلام کې له اجتماعي عدالت نه څنګه او ولې سترګې پټوي او انکار ور نه کوي؟ حال دا چې په وړاندې يې ذکر شوې ورورګلوي هم موجوده ده، هغه ورورګلوي چې د شريعت څښتن محمد (صلى الله عليه وسلم) پخپل لاس مينځته راوستې او دده تر رسالت او اشراف لاندې تطبيق شوه او همدا ورورګلوي د لومړني اسلامي دولت تهداب هم وه.