( يادونه: دا ليکنه مو د سپين کوچي له وال څخه راخستې ده ) [ د لارښود اداره ]
د لیکنې له پوره لوستو مو مخکې تر مخکې مننه کوم
او د قیمتي وخت له نیولو مو بخښنه غواړم !
د کلونو،میاشتو،ورځو او نېټو حساب د دریو سنو له مخې کیږي ( میلادي یا عیسوي سنه،
هجري شمسي ، او هجري قمري ).
خبره همدې رایاده کړه چې، نن او پرون همدا د ۲۰۱۶ میلادي د پای او د راتلونکي هغه د پیل کیسې دي.
چا د ۲۰۱۶ وروستی تصویر پورته کړو
چا وروستۍ لیکنه
او چا غوره لیکوالان
چا له مجبوریته لیکنې بس کړې او مخه ښه یې واخیسته !
او څوک به دې ( مجازې نړۍ) ته نوې راځي.
چا د یو او بل زړونه خوشاله او چا خفه کړل !!
خبره مې دا نه کوله !
خو…
خبره مې دا کوله چې :
راځئ د درې واړو سنو یوه لنډه ارزونه کوو !
میلادي یا عیسوي سنه :
مخکې نه ځم فقط له ( ۲۰۰۱) نه .
زموږ په هیواد کې دلته دا عیسوي سنه دومره رواج څه چې، ډیرو پیژنده هم نه !
خو د امریکا او نړیوالو له راتلو سره سم چې یو عالم ناخوالې، دربدرۍ، بمبارونه، وژنې، بې کورۍ او ….یې له ځان سره راوړل.
نو…
د مؤسساتو او قرار دادونو نیټه همدا …د دندې اخیستنې لپاره د اسنادو برابرول او جوړول همدې نیټې ته اړول…
او نور همداسې نور…ښه چې کیسه رانه اوږده نه شي نو …
څه له پاسه یوه لسیزه هغه څوک چې لوړ، یا ټیټ ډالري معاشونه یې اخیستل خوشاله وه.
خو چې کله د ( ۲۰۱۴۴) ګنګوسې پیدا شوې، نو فکرې ستړیا ورسره ورځ تر بلې زیاتیدله، د زیاتو د زړونو وینه په وچیدو، او بلاخره ډیر بې دندې،کاروبارونه خراب، او هغه څه وشول،چې وشول …
او بلاخره…
دا دی زموږ د فیسبوک یارانو هم په غیر شعوري ډول دا ( ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷) سم وشاربل.
خو چې هر څه و
خبره مې پر عام لوستي ذهنیت د ( میلادي یا عیسوي) سنې د تاثیر او اغیز کوله …!
هجري شمسي سنه :
چې د ګران هیواد رسمي سنه ده.
د کال څلور فصلونه ( پسرلی، اوړی،منی،ژمی) د همدې کال بیلا بیل رنګونه دي.
رنګین پسرلی د ټول هیواد ښکلی وي، خو په ځانګړې بیا د هیواد شمال د یادولو او ستایلو دی.
اوړی یې د کابل جان یخې شیبې او شپې ورځې.
رنځور منی نو بیا د هیواد په څیر رنځور خو زړه راښکوونکی وي.
او ژمي کې خلک وایي چې مشرقي ښه دی نو…
خو …
د سیاسي تاؤ تریخوالو او کشمکشونو په پام کې نیولو د هیواد پر افق یې د خوښیو پر ځای د غم او ویر نیټې زیاتې دي.
خونړي باب ته د ورننوتو نیټه یې له ( ۱۳۵۷ د ثور له ۷۷) مې سر چینه اخلې او بیا په تیره پر ( ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه) د روسانو مستقیم یرغل نو…
چې هر یو یې د خپل عمر او یاد په پام کې نیولو یا اوریدلو شاهدان یو…
بس دا برخه همدومره بس ده او نوره تاسې ته پریږدم چې اوس یې هم ښوونځي او پوهنځي هره ورځ په لمانځلو او غندلو رخصت وي…!!
هجري قمري سنه :
دا هغه سنه ده چې په اسلامي تاریخ کې د هجرت له خوږ پړاوه سرچینه اخلي.
طرحه یې د سیّدنا و امامنا عمر بن الخطاب رضي الله عنه لخوا وړاندې او عملي شوه.
ددې ( هجري قمري کال) هر یاد مؤمنانو ته یو خوږ او په زړه پوري درس دی.
دا ( هجري قمري کال) د قرانکریم له دې آیت سره سمون خوري چې : ( انّ عدّة الشهور عندالله اثنی عشر شهراً…)
دا هغه سنه ده چې هره میاشت یې د میاشت ( سپوږمۍ) په لیدو په دې دعا پیلیږي : ( الله اکبر، اللهم اهله علینا بالامن والایمان، والسلامة والاسلام، والتوفیق لماتحب ربنا و ترضی،ربنا و ربُّک الله).
ددې کال پیل او پای په ثوابونو او خوښیو وي.
محرم یې لومړۍ میاشت ده چې لسمه یې د عاشورا ورځ وي ، دا ورځ او ورسره بله ترې مخکې یا وروسته روژه نیول نبوي سنت او له فرعون څخه د موسی علیه السلام دقوم نجات ته او دهغه غرقیدلو ته په اشارې ځانګړی درس.
د کال پای بیا د ذوالحجّې مبارکه میاشت وي چې د کال د غوره ورځې ( عرفې)، د اسلام د پنځم رکن ( د حج د مناسکو اداء کول) او په ټوله نړۍ کې مسلمانان د لوی اختر ورځ خپل رب ته په قربانیو لمانځي.
د هرې جمعې ورځ یې د مؤمنانو لپاره اختر ( الجمعة عید المؤمن).
د میاشتې ( ۱۳‘۱۴‘۱۵) شپې چې سپوږمۍ پکې پوره او خوندوره رڼا خوروي.
نیکان بنده ګان د هرې میاشتې په دغو ورځو روژې نیسې.
د قرانکریم د نزول، د روژې مبارکې او لیلة القدر د شپې لرونکي د ( رمضان المبارک ) میاشت د همدې هجرې قمرې کال نهمه میاشت. ( شهر ر مضان الذي أنزل فیه القرآن هدی للناس…)
د مسلمانانو د خوښۍ او خوشالۍ لمانځلو ورځې ( اخترونه) د همدې هجري قمري کال ټاکلي ورځې.
د حج سپیڅلی او خوږ سفر د همدې کال ځانګړې میاشتې ( الحجُّ أشهرٌ معلومات…).
عجیبه یې لا دا ده چې :
که مو پام وي دا کال ګرځنده وي!
او په دې کې هم ستر الهي درس او عبرت دی.
ځکه د انسان ژوند هم په یو حالت کې نه وي، تغیر خوري ( و تلک الایام نداولها بین الناس…).
نو ددې کال شپې ورځې او میاشتې هم تغیر خوري.
مثلاً :روژه، کله ژمي کې راځي، کله پسرلې کې،کله اوړي کې او کله مني کې.
که روژه چیرته په سرطان یا اسد کې ټول عمر راتللی نو…!
لنډه داچې :د میلادي او شمسي کلونو، شپې ورځې مو د دنیاوي کارونو،خوښیو ، پرمختګونو، نا خوالو، غمونو او… سره تړلې دي.
او د هجري قمري کلونو یاد مو د اسلامي تاریخ دیو په زړه پوري درس او د نیاوي پر مختګ سربیره د اخرت لپاره هم د توخې برابرولو ځانګړې میاشتې، ورځې او شیبې لري.
هدف مې یواځې او یواځې همدا و چې باید مسلمانان خپل اسلامي تاریخ او شعایر هیر نکړي.
و بالله تعالی التوفیق.