دکتاب سره بې سارې مینه
هغوی خپل قلمونه وريځو ته استولي وو نو ځکه يې ادبي مهارت له لارې وکولای شول چي د کتاب په زړه پورې ستاينه يې د کتاب سره د بې سارې مینې او درناوۍ خبر ورکوي ، ابن المعتز دکتاب په ستاینه کي وايي(کتاب په دروازو ننوځي او څوکېدار نه مني، مغز نه لري خو فهم لري، ژبه نه لري خو خبرې کوي، فراق ځپلی کولی شي د خبرو اترو شوق ترې پوره کړي) بل وايي: کتاب نغده ګټه لري، له مينې ډکې فايدې لري، ستا په فعالیت سره هغه هم فعالیږې نو ځان درته ته غوړوي اوستا په ستړیا ستړې کیږې نو ځان درنه غونډوي،که يې ځان ته نږدې کوې درته نږدي کیږي، اوکه له ځانه يې لري باسي لري کیږي خو تا ته د شر هېڅ اراده نه کوي، او نه دې راز خپروي، نه ستا چغلی بل چاته کوي اونه دبل چا تا ته راوړي)
یوشاعر دکتاب کتاب سره خپل پیوستون اونزدیکت داسی تعبيروي:
نعم النديم إذا خلوت كتاب**** إن خانك الندماء والأصحاب
فأبحه سرك قد أمنت لسانه***** أو أن يغيبك عنده مغتاب
إذا هفوت أمنت غرب لسانه***** إن العتاب من النديم عذا
ژباړه:
چې کله درسره خپل ملګري او نزدې دوستان خيانت وکړي او ترې ځانله شې نو ښه ملګری دې کتاب دی .
د ژبني امانت اساس له مخې ورسره خپل راز شریک کړه خو د کتاب په شتون کې به درته کوم غيابتګر غيبت هم ونه شي کړی .
خو تېروتنې دې د کتاب په شتون کې وکړې نو د راز افشا څخه يې پوره ډاډمن شه، د ملګري عيب خپرول لوی عذاب دی .
حتی چې ځينو به يې د خپل غربت او ځانلوالي په مهال له کتاب څخه ګټه اخسته، خپلو مسافرو ورونو ته به يې سپارښتنه کوله چې د ځانلوالي په مهال له کتاب څخه ګټه واخلئ، کتاب خوله وره ژبه او د ښه ديد سرګې لري، کتاب هغه دوست دی چې د نورو دوستانو په څېر دې نه پرېږدي، مجلس ته دې مزه ورکوي، يو چا ته وويل وشول چې ځانلوالی کې تنګيږې نه ؟ هغه ورته وويل : هغه څوک به څه تنګ شي چې د ټول امن څښتن وي، چا ورته وويل چې ټول امن لا څه شی دی ؟ هغه وويل کتاب.
ابن مبارک رحمه الله په دې ډېر ښه پوهه شوی و، دهغه ډېره ناسته پاسته به له کتابونو سره وه ، ځينو ملګرو يې د ملاقاتونو د کمښت په کبله ورټو ، هغه ورته وويل: زه چې کله په کور يم نو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ملګرو سره په جرګه مرکه يم .