الله تعالی مومنانو ته حکم کوی چه د نیکو او صالیحو خلکو سره ملګرتیا غوره کړی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹) (ای مؤمنان له الله څخه وويريږی او له صالحانو خلکو سره ملګري شی ). جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : المرء على دين خليله فلينظر أحدكم من يُخَالِل ( ابوداود ، ترمذي ) ژباړه : سړی د خپل دوست او ملګري په دين باندې وي نو تاسې ګورئ چې د چا سره دوستي کوئ . همدارنګه فرمايي : المرء مع من احب (متفق عليه ) يعنې : هر سړی به د (قيامت په ورځ ) د هغه چا سره وي چې د چا سره يې مينه وي . همدارنګه فرمايي : إنما مثل الجليس الصالح والجليس السوء كحامل المسك ونافخ الكير، فحامل المسك إما أن يحذيك وإما أن تبتاع منه وإما أن تجد منه ريحاً طيبة، ونافخ الكير إما أن يحرق ثيابك، وإما أن تجد ريحاً خبيثة ;….متفق عليه ژباړه : د مجلس د ښه ملګري او بد ملګري مثال د عطرو د خرڅونکي او د بټۍ لګونکي په شان دی چې عطر او مشک واله به يا څه خپله درکړي او يا به ترې څه واخلي که دا نه وي نو د هغه د عطرو ښه بوی به درباندې و لګيږي . او بټۍ لګونکي واله به ستا جامې وسوزوي او که دا نه وي د هغه دريخ بوی خو ضرور درباندې لګيږي . يعنې : د ښه او صالح سړي د خبرې او عمل څخه به پند اخلی يا به د هغه څخه د علم او پند پوښتنه وکړې او که دا نه وي د هغه د خبرو او ښو اعمالو څخه تا ته ضرور ګټه رسيږي . لکن د بد او فاسق سړي په ملګرتيا سره د دينا او آخرت ضرر ويني او که نه وي د هغه د بدو اعمالو او خبرو نه به ضرور متأثيره کيږې ….؟؟؟