تر فاتحې وروسته به امين په زوره ويل کېږي:
——————
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ :اذَا قَالَ الإِمَامُ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ فَقُولُوا: آمِينَ. (بخاری کتاب الاذان باب جهر الماموم بالتامين : ۷۸۲ ، مسلم : ۷۶/ ۴۱۰)
ژباړه : ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چه نبی علیه السلام فرمایلی :کله چي امام غیر المغضوب علیهم والضالين ووايي تاسو امين وایاست .
نعیم مجمر وايي:
——————
– أَخْبَرَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنُ عَبْدِ الْحَكَمِ، عَنْ شُعَيْبٍ، حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، حَدَّثَنَا خَالِدٌ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ أَبِي هِلَالٍ، عَنْ نُعَيْمٍ الْمُجْمِرِ قَالَ: صَلَّيْتُ وَرَاءَ أَبِي هُرَيْرَةَ فَقَرَأَ: {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} [الفاتحة: 1]، ثُمَّ قَرَأَ بِأُمِّ الْقُرْآنِ حَتَّى إِذَا بَلَغَ {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7] فَقَالَ: «آمِينَ». فَقَالَ النَّاسُ: آمِينَ (نسائی کتاب الافتتاح باب قرأة بسم الله …ح: ۹۰۵)
ژباړه: نعیم مجمررحمه الله فرمایی دابوهریره پسی می لمونځ کولوبسم الله الرحمن الرحیم یی ووایه بيا يې فاتحه وويله ان چي غیر المغضوب علهیم و لا الضالين ورسېد، نو وې ويل: امين، خلکو هم وويل: امين.
دا مرفوع روايت دئ او ليږ مخکي هم تېر شو.
تر فاتحې وروسته به سورت هم وايي:
——————
إِذَا اسْتَقْبَلْتَ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ ثُمَّ اقْرَأْ بِأُمِّ الْقُرْآنِ ثُمَّ اقْرَأْ بِمَا شِئْتَ. (صحیح ابن حبان : ۱۷۸۷ ، مسند احمد :۴/ ۳۴۰ ، ح : ۱۹۲۰۴ ، ددې اصل په بخاری «۷۹۳ » کي دئ)
ژباړه : کله چي قبلې ته مخ کړې نو تکبیر وايه بيا فاتحه وايه بيا چي څه دي څه خوښه وي هغه ووايه.
قرأت به دومره په زوره نه وايي چي نورو ته تکلیف پېښ کړي:
——————
وَلاَ يَرْفَعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِى الْقِرَاءَةِ. (ابوداؤد کتاب الصلاة باب رفع الصوت بالقراءة فی صلاة اللیل : ۱۳۳۲، صحيح)
ژباړه : د قراءت پر مهال یو پر بل اواز مه لوړوئ.
په درېيم او څلورم رکعت کي به يوازي فاتحه وايي، له ابوقتادة رضی الله عنه څخه روايت دئ:
أَنَّ النَّبِىَّ صل الله علیه وسلم كَانَ يَقْرَأُ فِى الرَّكْعَتَيْنِ الأُولَيَيْنِ مِنَ الظُّهْرِ وَالْعَصْرِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ وَيَقْرَأُ فِى الرَّكْعَتَيْنِ الأُخْرَيَيْنِ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ. (بخاری کتاب الاذان باب یقرأ فی الاخریین بفاتحة الکتاب: ۷۷۶ ، مسلم :۱۵۵/ ۴۵۱)
ژباړه : بې شکه رسول الله صل الله علیه وسلم د ماپښين لمړنیو دوو رکعتونو کي فاتحه او دوه سورته ويل او اخيرو دوو رکعتونو کي يې صرف فاتحه ويله.
که په لمانځه کي د سجدې ايت ووايي نو سجده به کوي له ابورافع څخه روايت دئ:
صَلَّيْتُ مَعَ أَبِي هُرَيْرَةَ الْعَتَمةَ فَقَرَأَ (إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ) فَسَجَدَ، فَقُلْتُ: مَا هذِهِ قَالَ: سَجَدْتُ بِهَا خَلْفَ أَبِي الْقَاسِمِ صلى الله عليه وسلم. (بخاری کتاب سجود القران باب من قرأ السجدة فی الصلاة فسجدبها : ۱۰۷۸)
ژباړه : ما د ابوهریره رضی الله عنه شاته د ماخوستن لمونځ وکړ هغه سورت انشقاق تلاوت کړ بيا يې سجده وکړه، نو ما ورته وويل : دا څه دي ؟ هغه وويل : ما ددې سورت سجده د رسول الله صل الله علیه وسلم شاته کړې ده.
کله چي رکوع ته ځي نو دواړه لاسونه به تر غوږو یا اوږو پورته کوي له ابن عمررضی الله عنه څخه روايت دئ:
كَانَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- إِذَا قَامَ لِلصَّلاَةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى تَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ ثُمَّ كَبَّرَ فَإِذَا أَرَادَ أَنْ يَرْكَعَ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ وَإِذَا رَفَعَ مِنَ الرُّكُوعِ فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ. (بخاری کتاب الاذان باب رفع اليدين فی التکبیرة الاولی من الافتتاح سواء: ۷۳۵ ، مسلم : ۳۹۰)
ژباړه: رسول الله صل الله علیه وسلم چي به لمونځ شروع کاوی لاسونه يې تر اوږو پورته کول بيا يې تکبیر وايه کله چي به يې د رکوع اراده وکړه لاسونه يې تر اوږو پورته کول او کله چي به له رکوع را پورته شو همداسي يې کول.
عَنْ مَالِكِ بْنِ الْحُوَيْرِثِ أَنَّ رَسُوْلَ الله صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا كَبَّرَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا أُذُنَيْهِ, وَإِذَا رَكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يُحَاذِيَ بِهِمَا أُذُنَيْهِ وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوْعِ فَقَالَ : سَمِعَ الله لِمَنْ حَمِدَهُ , فَعَلَ مِثْلَ ذَلِكَ.
(رواه مسلم في صحيحه : 7/2)
ژباړه : دمالک بن حویرث رضی الله عنه څخه روایت دی وایی : رسول الله صل الله علیه وسلم به چه کله تکبیرویلونولاسونه به یی دغوږونونرموپوری پورته کول ،
د الله اکبر په ويلو به رکوع کوي، روايت کي دي:
——————
عَنْ أَبِي سَلَمَةَأَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ كَانَ يُصَلِّي بِهِمْ فَيُكَبِّرُ كُلَّمَا خَفَضَ وَرَفَعَ فَإِذَا انْصَرَفَ قَالَ وَاللَّهِ إِنِّي لَأَشْبَهُكُمْ صَلَاةً بِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ. (بخاری کتاب صفة الصلاة باب اتمام التکبیر فی الرکوع : ۷۵۲ ، مسلم کتاب الصلاة باب اثبات التکبیر فی کل خفض ورفع فی الصلاة : ۸۹۳)
ژباړه : له ابوسلمه رحمه الله روايت دئ چي وايي د ابوهریره رضی الله عنه شاته مي لمونځ وکړ هغه چي به کله ښکته کیدلو او پورته کېدی نو تکبیر يې وايه کله چي يې لمونځ وکړ بيا يې وويل: د الله په ذات قسم زما لمونځ ستاسو تر لمانځه زيات د رسول الله صل الله علیه وسلم لمانځه ته مشابه دئ .