وِترو مسله او درکعاتونو تعداد او د ادا کولو طریقه :
ډیر ملګری پدی مسله کښ لږ مشکل لری نو رازی چه دامسله د قران او احادیثو په رنړا کښ وچیړو! وتر یو رکعت. دری رکعته,پنځه رکعته,او,7 ,رکعته ,نهه رکعته ټول سنت دی
تنبه; د وترو اطلاق په قیام الیل باندی هم کیږی د دی ږجی نه ابن عمر رض به قیام الیل او وتر یوشان ګنړل لکه داخبره شاه انور شاه کشمیری په عرف الشذی 1/104/ کښ ذکر کړی ده اول د یو رکعت وتر دلایل ذکر کوو: اول حدیث :انس بن سیرین رح فرمای قلت لابن عمر :ا رایت رکعتین. قبل صلوة الغداة الطیل فیهما القراءة? فقال:کان النبی صلی الله علیه والسلم یصلی من اللسل مثنی مثنی ,ویوتر برکعته ویصلی الرکعتین قبوالسلمالمسلم1ل الصلوة الغداة وکان الاذن باذنیه ,قال حماد:ای بسرعة(اخرجه البخاری رقم الحدیث 990/ دویم حدیث:عن عایشة ان الرسول الله صلی الله علیه والسلم کان یصلی باللیل احد عشرة رکعته یوتر منها بواحدة (قیام اللیل286/ البخاری2/44/ ومسلم) دریم حدیث:عن ابن عمر رض:ان النبی صلی الله علیه قال:الوتر رکعةمن اخر اللیل(اخرجه المسلم /518/ ابن عمر رض فرمای چه وتر یو رکعت دی د شپی په اخر کی’… څلورم حدیث :عن ابن مجلز:قال :سلت ابن عباس عن الوتر فقال: سمعت رسول الله صلی الله علیه والسلم یقول:رکعة من اخر اللیل(مسنداحمد1/311/ ومسلم) پنځم حدیث: عن ابی ایوب الانصاری رض قال:قال رسول الله صلی الله علیه والسلم :الوتر خمس او ثلث او واحدة(اخرجه الحاکم 1/303/ وصحح الاسناده محقق الدارقطنی) خلاصه دا چه په یو رکعت وتر باندی لس احادیث موجود دی چه مونږ تری پنځه ذکر کړل او دا دلیل دی پدی خبره چه یو رکعت وتر صحیح ثابت دی او انکار تری کفر دی اس به څوک جرات وکړی چه د نبی ع د قول او فعل نه انکار کوی. داسی منکرین حدیث شته په نن زمانه کښ چه وای به داټول تعداد د وترو ثابت دی یو.دری.پنځه.اوو.نهه.رکعاته ‘.داتول ثابت خو زمونږ په مذهب کی به په دری والا باندی عمل کیدی شی او دیړباقی کی اظطراب دی او فلانکی دی شل قسمه بهانی جوړی کړی نو کور دی وران شه ځناور مقلده پدی نور احادیثو به دی پلار عمل کوی? دَ دری رکعاته وترو دلایل چه په یو سلام او یو تشهد وی_ دری رکعاته وتر په داسی طریقه کول چه احناف ي کوی چه په مینځ کښ قاعده کوی او بیا بله اخری قاعده کوی نو دا طریقه ضعیف او مرجوحه خلاف اولی ده-بلکه صحیح طریقه د وترو داده چه د دوه رکعتونو نه بعد به نه کینی بلکه په دریم رکعت به کینی یعنی صرف یوه قاعده به پکی وکړی داثابت ده_ دلایل ي دادی- اول حدیث: د ابو ایوب انصاری رض دی چه مخکی د یو رکعت وتر دلایلو کی ذکر شو :من شاء فلیوتر بثلاث :اخرجه ابن ماجه 119/ والدارمی3/158/ دویم حدیث: قال حماد : کان ایوب یصلی بنا فی رمضان فکان یوتر بثلاث لایجلس الافی اخرهن وکان یقراء فی الرکعة الاولی احیانا بالشی یبقی علیه من السورة ویقرء فی الاخرة بالسورة واحیانا یقرء فی الاولی. بالشمس والضحها وکان لایدع ان یقرا فی الرکعة الاخرة. بقل هوالله احد والمعوذنین لایجاوزها (اخرجه محمد بن نصرالمروزی فی کتاب الوتر 290/ دریم حدیث:عن قیس بن سعد هن عطاء انه کان یوتر بثلاث لایجلس فیهن ولایتشهد الافی اخرهن(اخرجه الحاکم1/503/ دا طریقه به داسی کوی چه دری رکعاته متصل من غیر قعود به کوی یعنی دری رکعاته نه پس به قاعده وکړی او سلام به واړوی د دوه رکعتونو نه بعد به قاعده نکوی دا مذکوره دلایل د دری رکعاته وترو دی چه مینځ کی پکی قاعده نشته بلکه یوه او اخری قاعده پکی ده- دویمه طریقه د دری رکعاته وترو: اول حدیث :عن عایشة رض قالت کان رسول الله صلی الله علیه والسلم :یوتر بثلث لایسلم الافی اخرهن (اخرجه الحاکم فی المستدرک1/304/ دویم حدیث:عن عایشة رض :ان رسول الله صلی الله علیه والسلم کان یقرافی الرکعتین اللتین یوتر بعدهما بسبح اسم ربک الاعلی وقل یا ایها الکافرون. ویقرآ فی الوتر. قل هوالله احد وقل اعوذ برب الفلق. وقل اعوذ بذب الناس :اخرجه الترمذی 464/ وابوداود1411/ د عایشی رض. حدیث چه نبی علیه السلام به دغه سورتونه په وترو کی لوستل مطلق دیی او دا ورپسب حدیث یی تفسیر دی چه دَ دری رکعتونو په اولنو دوه رکعتونو کی به یی سبح اسم ربک الاعلی او. سورت الکافرون ویل او سلام به یی ګرزو او بیا به یی یو رکعت جدا کولو چه په هغی کښ به ي قل هوالله احد او معوذتین ویل او ددی نه بعد به ی دعا لوستله کومه چه د حسن رض نه نقل ده…الهم اهدینا فی من اهدیت………الخ دا طریقه د وترو غوره طریقه ده په دی طریقه باندی زیات عمل کوی. پنځه او اوو7/ رکعاته وتر: وعن ام سلمة قالت: کان رسول الله صلی الله علیه والسلم:یوتر بسبع او بخمس لا یفصل بتسلیم:(رواه النسای1816/ ) ام سلمة رض فرمای چه نبی علیه السلام به اووه او پنځه رکعاته وتر کول او جدای به یی پکی سلام سره نکوله … پنځه رکعاته او اووه رکعاته وتر چه څوک کوی په یو سلام به یی کوی بس اخری قاعده به کوی او په اخری رکعات کی د سورت نه بعد به د وترو دعا لولی نهه رکعاته وتر_ عن عایشة رش ان النبی صلی الله علیه والسلم کان یوتر بتسع فلما ثقل. وبدن اوتر بسبع(اخرجه محمد بن نصر المروزی کتاب الوتر 290/ والبخاری وغیرهم) دغه شان عبدالله بن مسعود رض به نهه رکعاته وتر کول. چه نهه سورتونه به یی پکی لوستل’.اول کی سورت الزلزال ..دویم کی والعصر ,دریم کی اذا جاءنصرالله والفتح سلورم کی سورت الکوثر پنځم کی الکافرون شپږم کی لهب اووم کی ایات الکرسی اتم کی د بقری اخری دوه ایتونه او قاعده کول او نهم کی قل هوالله احد او دعای قنوت_(کتاب الوتر لابن نصر المروزی290) دغه شان نور دلایل هم شته خو لیکنه اوږدیږی په همدی اکتفاء کوو