د الله له ويرې ( ډار ) د ژړا فضيلت او غوره والی
۱ – : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: اور ته به هغه سړی داخل نه شي چې د الله له وېرې يې ژړلي وي، تر هغه چې شيدې په غولانځه کې واپس شي، او نه د الله په لاره کې ګرد غبار او د جهنم لوګی نه يو ځای کيږي. ( جامع الترمذي: ۱۶۳۳، د ابوهريرة رضي الله عنه په روايت )
۲ – : رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: هغه سترګه په اور باندې حرامه شوې ده چې د الله په لاره کې يې شوګير کړی وي. ( سنن النسائي: ۳۱۱۷، د ريحانه رضي الله عنه په روايت ).
۳ – : نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي: اووه کسان دي چې الله پاک به يې د عرش د سيورې لاندې سيوری کړي… او هغه سړی چې په يواځي حالت کې الله راياد کړي او سترګې يې وبهيږي ( صحيح البخاري: ۶۶۰ ، د ابوهريرة رضي الله عنه په روايت )
۴ – : عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: ما ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ما ته قران ولوله، ما ورته وويل: ای د الله رسوله! ايا زه به درته قران لولم او حالانکه په تا نازل شوی دی! هغه وويل: هو ، نو ما ورته سورت نساء ولوسته خو چې دې ايت ته راورسېدم (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ، وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاَءِ شَهِيدًا) راته يې وويل: دومره دی بس دی، چې ما ورته وکتل سترګې يې بهېدې ( ژړل يې ). ( صحيح البخاري: ۵۰۵۰، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه په روايت )
۵ – : مطرف له خپل پلار ( شخير رضي الله عنه ) نه روايت کوي چې زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلم، هغه لمونځ کو او لکه د کټوۍ د خوټګېدو په څېر يې سينه خوټکېده – يعنې ژړل يې – (سنن النسائي: ۱۲۱۴).
۶ – : نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: الله د دوو قطرو او دوو اثرونو نه بغېر هېڅ شی محبوب نه دي: د الله له اوښکې تويول او هغه وينه چې د الله په لاره وتويږي، او دوه اثرونه : د الله په لار کې اثر، او يا د الله په فرائضو کې د کومې فريضې اثر . ( جامع الترمذي: ۱۶۶۹، د ابوامامه رضي الله عنه په روايت )