عَنْ أَبيْ ذر رضي الله عنه قَالَ: قَالَ لِيْ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله عليه وسلم (اتَّقِ اللهَ حَيْثُمَا كُنْتَ, وَأَتْبِعِ السَّيِّئَةَ الحَسَنَةَ؛ تَمْحُهَا, وَخَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ) (جامع الترمذي، حديث شمېر: 1987,)
د ابو ذر رضي الله عنه څخه روايت دی ، فرمايي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : د الله تعالی نه ويره کوه هر ځاي چې وي او که په ګناه کې مبتلا شوي نو ورپسې سمدست نيک عمل اوکړه ، دا ګناه به ختم کړې ، او د خلکو سره په ښو اخلاقو معامله کوه .
ددي حديث د فوائدو څخه
1-د الله تعالی حکمونه منل او د هغه د نافرمانۍ نه ځان ساتل ديته تقوا وايي او په دي سره انسان دالله تعالی دعذاب نه بچ کيږي .
2-ښه اخلاق ديته وايي ،چې دهغې ښه والی په شرعې سره او همدارنګه په عقل سره معلوم وې ، او د ښو اخلاقو فائده داده ، چې د ښو اخلاقو خاوند چا ته تکليف نه رسوي ، بلکه کوشش کوي چې نورو خلکو ته فاېده ورسوي ، او د چا لخوا چې ورته څه تکليف ورسيږي په هغې باندي صبر کوي .
3- په نيکو اعمالو باندي الله تعالی د بنده ګناهونه معاف کوي او دا د الله تعالی د مهربانۍ نښه ده .
4 – دين اسلام ټول انسانان دې ته دعوت کوي ، چې ديوبل سره د ژوند په ټولو برخو کې په ښو اخلاقو سره معامله اوکړې