عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا, أَنَّهَا سُئِلَتْ عَمَّا كَانَ رَسُوْلُ اللهِ صلی الله علي وسلم يَدْعُوْ بِهِ اللهَ؛ قَالَتْ: كَانَ يَقُوْلُ: “(اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَمِلْتُ، وَمِنْ شَرِّ مَا لَمْ أَعْمَلْ ) (صحيح مسلم,: حديث شمېر (2716))
عائشه رضي الله عنها فرمايي چې ددينه پوښتنه وشوهد هغي دعا باره کې کومه چې به نبي کريم صلی الله عليه وسلم د الله تبارک وتعالی نه غو ښتله ، فرمايي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به ويل : ای الله زه په تاسره پناه غواړم د شر دهغه څه نه چې ما کړي ، او دشر دهغه څه نه چې ما نه دي کړي .
د راوي پېژندنه:
ددې حديث راوي ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها ده .د نهه (۹) کالو په عمر وه چې نبي کريم r ورسره نکاح وکړه او چې کله نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفات شو ، عائشه رضي الله عنهاد اتلس (۱۸) کالو په عمر وه ، د ډيري پوهې خاونده وه ، او په کرم او سخاوت کې بې سارې وه ان ترې چې ددې سخاوت به په مثال کې پيش کيدلو، او د نبي کريمصلی الله عليه وسلم نه يې ډير احاديث روايت کړي دي ، مسند يې په دوه زره دوه سوه لس (۲۲۱۰) احاديثو باندې مشتمل دی ، او په کال (۵۷) يا (۵۸) هجري کې ، د رمضان يا د شوال د مياشتې په (۱۷) تاريخ باندي د سې شنبي په شپه وفات شوه او د جنازې لمونځ يي ابو هريره ادا کړه او د بقيع په هديره کې دفن کړی شوه .
ددې حديث له فوائدو څخه :
1- مسلمان لره بايد ده چې د ګناهونو څخه ځان وژغوري ځکه د ګناهونو په وجه انسان بد بخته کيږي .
2-دا حديث انسان هڅه وي چې بايد دټولو شرونو نه په الله تعالی پورې پناه وغواړې ځکه چې انسان په هر حال کې الله تعالی ته محتاج دی .
3-دا حديث وضاحت کوي،چې پناه ورکولو والا ذات يواځې الله دی