عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا, قَالَتْ: سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُوْلُ: ( مَنِ الْتَمَسَ رِضَا اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَا النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ؛ وَكَلَهُ اللَّهُ إِلَى النَّاسِ ) (جامع الترمذي، حديث شمېر: 2414)
د ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها څخه روايت دی فرمايي: ما د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه اور يدلي دي هغه فرمايل : چا چې دالله تعالی رضا طلب کړه ، اګر که خلک خپه کيږي الله تعالی به هغه محفوظ کړی دخلکو دشر او تکليف نه او چا چې دخلکو رضا کول طلب کړه ، د الله تعالی په خفګان نو الله تعالی به يي همدي خلکو ته اوسپاري .
ددي حديث د فوائدو څخه
1- واجب ده چې بايد دالله تعالی تابعداري مخکې کړی شي دمخلوق په تابعدارۍ باندي .
2-الله تعالی ته نيږديکت او دهغه رضاکول يو اځي په صحيح طريق دهغه تابعداري او بنده ګي کولو باندي حاصليږي .
3 – چا چې د مخلوق دويرې له وجي د الله تعالی نافرماني اوکړه ، او خپل دين يي ددي فانې دنيا په متاع خرڅ کړه الله تعالی به يي ذليل خوار اورسوا کړې .