دلمونځ شرطونه:
د لمونځ نهه شرطونه دي :
۱ – اسلام .
۲ – : عقل
۳ – : تمييز ( چې ماشوم اووه کلنې ته ورسيږي )
۴ – : اودس کول .
۵ – : عورت پټول .
۶ – : له بدن څخه ګندګي لرې کول .
۷ – : د وخت داخلېدل .
۸ – : نېت کول .
۹ – : قبلې ته مخ ګرځول .
الله تعالی فرمايي [ إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِيْنَ كِتَابًا مَوْقُوْتًا ] ([1])
ژباړه: يقينا دالمونځ چې دي فرض کړي شوي دي په مومنانو باندې په معلومو وختونو کې .اوداوخت هم شرط دي لپاره دلمونځ.
دلمونځ وختونه :
۱ – : د سهار لمونځ
لومړی وخت يې صبح صادق او وروستی وخت يې لمر راختل دي .
۲ – : ماسپښين لمونځ
د زوال له وخت نه شروع کيږي او اخري وخت يې دا دی چې د هر شي سيوری د هغه په اندازه شي .
۳ – : د مازديګر لمونځ
لومړی وخت يې هغه دی چې د هرشي سيوری په خپله اندازه شي ، او ورستی وخت يې د لمر زيړېدل دي .
۴ – : د ماښام لمونځ
د لمر له پرېوتو څخه شروع کيږي تر شفق ( سورخي ) ختو پورې .
۵ – : د ماسخوتن لمونځ
د شفق ( سورخۍ ) له ختو څخه وروسته شروع کيږي تر نېمايي شپې پورې .
دفرض لمونځ درکعتونو شمير:
عَنْ قَيْسِ بْنِ عَمْرٍو t قَالَ : رَأَى النَّبِىُّ V رَجُلاً يُصَلِّى بَعْدَ صَلاَةِ الصُّبْحِ رَكْعَتَيْنِ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ V « صَلاَةُ الصُّبْحِ رَكْعَتَانِ ». فَقَالَ الرَّجُلُ : إِنِّى لَمْ أَكُنْ صَلَّيْتُ الرَّكْعَتَيْنِ اللَّتَيْنِ قَبْلَهُمَا ، فَصَلَّيْتُهُمَا الآنَ فَسَكَتَ رَسُولُ اللَّهِ V .([2])
ژباړه : قيس بن عمرو t وايي : چې نبي کريم V يو سړی وليد چې د سهار ( فرض ) لمونځ نه يې وروسته نور دوه رکعته لمونځ کو نو رسول الله V ورته وويل : د سهارلمونځ دوه رکعته دی ، سړي وويل : ما ترې مخکې دوه رکعته لمونځ نه و کړی نو اوس مې هغه دوه رکعته وکړل ، نو رسول الله V غلی شو (منع يې نه کړ ) .
فايده : په دې حديث کې مو زده کړل چې د سهار فرض لمونځ دوه رکعته دی او د حديث نه دا هم معلومه شوه چې د سهار سنت د سهار فرض لمونځ څخه ورسته هم کېږي .
عَنْ عَائِشَةَ r قَالَتْ : كَانَ أَوَّلُ مَا افْتُرِضَ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ V الصَّلَاةَ ركْعَتَانِ ركْعَتَانِ إلَّا الْمَغْرِبَ فَإنَّهَا كَانَتْ ثَلَاثًا ثُمَّ أَتَّمَ اللهُ الظُّهْرَ وَالْعَصْرَ و الْعِشَاءَ الآخِرَةَ أَرْبَعًا فِيْ الْحَضَرِ وَأُقَرَّ الصَّلَاةُ عَلَى فَرْضِهَا الْأوَّلُ فِيْ السَفَرِ .([3])
ژباړه : له عايشې r نه روايت دی هغې ويلي دي : په نبي کريم V باندې له اول نه لمونځ دوه دوه رکعته فرض شوی و سوا د ماښام لمونځ نه چې درې رکعته و ، بيا الله j په حضر کې د ماسپښين ، مازديګر او ماسخوتن لمونځ څلور رکعته پوره کړ او په سفر کې یې فرض لمونځ د اول په څېر دوه رکعته پرېښود .
فايده : په دې حديث کې مود هغه لمونځونو رکعتونو شمېر زده کړ چې الله j په شپه او ورځ کې پر مسلمانانو فرض کړي دي .
عَنِ ابْنِ عُمَرَ t قَالَ: صَلَّيْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ V فِي الْحَضَرِ وَالسَّفَرِ فَصَلَّى الظُّهْرَ فِي الْحَضَرِ أَرْبَعًا وَبَعْدَهَا رَكْعَتَيْنِ وَصَلَّى الْعَصْرَ أَرْبَعًا وَلَيْسَ بَعْدَهَا شَيْءٌ وَصَلَّى الْمَغْرِبَ ثَلَاثًا وَبَعْدَهَا رَكْعَتَيْنِ وَصَلَّى الْعِشَاءَ أَرْبَعًا.([4])
ژباړه : عبدالله بن عمر t وايي چې ما د نبي کریم V سره په حضر او سفر کې لمونځ کړي دي ، په حضر کې یې د ماسپښين لمونځ څلور رکعته وکړ او وروسته يې ترې دوه رکعته لمونځ نور هم وکړ ، د مازديګر لمونځ يې هم څلور رکعته وکړ او وروسته يې ترې هېڅ لمونځ ونه کړ ، د ماښام يې درې رکعته لمونځ وکړ او وروسته يې ترې دوه رکعته وکړل او دماسخوتن يې څلور رکعته وکړل .
فايده : په دې حديث کې هم مونږ د فرض لمونځونو د رکعتونو شمېر ياد کړ .
([2]) سنن أبى داود : (1 / 489)