د نبوي سيرت مصادر
نبوي سيرت څلور د اعتبار وړ او اصلي مصدرونه لري:
١- قرآنکريم:
قرآنکريم د نبوي سيرت اساسي مصدر دى (د رسول عليه السلام د ژوند مختلفې پيښې يې بيان کړيدي). د مثال په توګه: قرآنکريم د رسول (صلى الله عليه وسلم) نشات (پيدايښت) ته داسې اشاره کوي: ((أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيماً فَآوَى (6) وَوَجَدَكَ ضَالاًّ فَهَدَى)).(الضحى:٦-٧)
(آيا هغه ته يتيم ونه ميندلې او بيايې هستوګنځى درته برابر کړ؟ او ته يې لار نابلدى وميندلى او بيا يې لارښودنه وکړه).
او د هغه (صلى الله عليه وسلم) لوړ، کريم او پاک اخلاق داسي بيانوي: ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ)). (القلم : ٤)
(او بيشکه ته د لوړو اخلاقو مرتبه يې).
همداراز قرآنکريم د دعوت په لار کې په رسول (صلى الله عليه وسلم) باندى تير شوي مشکلات، کړاوونه، د کفارو له خوا ورباندې د سحر او جنون لګيدلي تورونه، او د هغه (صلى الله عليه وسلم) هجرت، او له هجرته وروسته پيښ شوي جنګونه دا ټول بيانوي. وينو قرآنکريم د بدر، احد، احزاب، حنين له جګړو (غزاګانو)، د حديبيې صلحې، او د مکې له فتحې نه خبرې کړيدي، او هم يې د رسول (صلى الله عليه وسلم) ځنې معجزې لکه اسراء او معراج بيان کړيدي.
لنډه خبره دا چې قرآنکريم د رسول (صلى الله عليه وسلم) د سيرت ډيره برخه بيان کړيده او څرنګه چې قرآنکريم د ځمکې پر مخ له ټولونه مؤثق او ريښتنى کتاب دى، د تواتر له لارې په اثبات رسيدلى، چې هيڅ عاقل انسان يې د نصوصو او تاريخي ثبوت په هکله شک نلري او دا چې د سيرت ځينې پيښې يې بيان کړيدي، نو بيشکه چې د سيرت تر ټولو صحيح او لومړنى مصدر بلل کيږي.
دا خو ښکاره ده چې قرآنکريم د نبوي سيرت پيښې بيله تفصيله (په مجمله) توگه بيان کړيدي، کله چې له يوه جنګ نه خبرې کوي، نو د جنګ اسباب، د مسلمانانو او مشرکينو شميره، او همدا راز د مړو او بنديانو شميره نه بيانوي، بلکه ددې پر ځاى د جنګ درسونه او پندونه په ګوته کوي. د پخوانيو انبياؤ(عليهم السلام) او ملتونو د کيسو په هکله هم د قرآنکريم طريقه همداسې ده، او له همدې امله مونږ نه شو کولاى يوازې پر قرآنکريم باندې په تکيه کولو سره د رسول (صلى الله عليه وسلم) د ژوند پوره او کامل تصوير وکښلى شو.
٢- نبوي صحيح احاديث:
په اسلامي نړۍ کې د احاديثو منل شوي کتابونه عبارت دي له:
شپږ صحيح کتابونه (صحاح ستة) (صحيح بخاري، صحيح مسلم، سنن ابي داؤد، سنن نسائي، سنن ترمذي او ابن ماجه)، د امام مالک (رحمة الله عليه) مؤطا، او د امام احمد (رحمة الله عليه) مسند هم پدى جمله کې راځي. ددې ذکر شوو کتابونو له جملې نه صحيح بخاري او صحيح مسلم په خاصه توگه د صحت، ثقت او تحقيق د لوړې درجې درلودونکي دي او پاتې نور يې د صحيح او حسن احاديثو درلودونکي او حتى ځنې ضعيف (کمزوري) احاديث هم روايت کوي.
د رسول (صلى الله عليه وسلم) د ژوند، جنګونو، نورو پيښو او کارونو په هکله د نوموړو کتابونو د روايتونو په واسطه کولاى شو د نبوي سيرت کامل او پوره انځور جوړ کړو، که څه هم ځنې نيمګړتياوې به ولري. تر اصحابو (رضي الله عنهم) پورې په متصل سند سره د نبوي سنتو روايت نور هم د سيرت، ثقت او صحت زياتوي او هم ورباندې د خلکو اطمينان زياتيږي، ځکه اصحابو (رضي الله عنهم) له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره ژوند کړى، او خداى دوى د خپل دين مرستندويان ګرزولي، او رسول (صلى اله عليه وسلم) پخپل لاس د هغوى روزنه کړې، نو هغوى به خود هم د اخلاقي استقامت، ايماني قوت، ريښتينولۍ، عقلي او روحي لوړتيا له لحاظه د تاريخ تر ټولو نسلونو اوچت نسل وي، هر څه يې چې له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه په صحيح، متصل سند، مونږ ته روايت کړيدي، لازمه ده چې د تاريخي حقيقت په حيث يې داسې ومنو چې هيڅ شک او شبهه نه وي پکې.
مستشرقين او د غرب په جل او بل غوليدلي يو شمير مسلمانان ددې کوښښ کوي چې د نبوي سنتو د مؤثقو کتابونو په هکله اشکال او شبهې را پيدا کړي، تر څو له همدې لارې د شريعت نړولو ته لاس اوږد کړي، او د سيرت په هکله د خلکو باور او اطمينان له مينځه يوسي، خو د اسلامي دين ساتندوى او متکفل خداى (جل جلاله) د دوى د باطلو هلو ځلو د لغوه کولو لپاره هم خلک پيدا کړيدي، تر څو د هغوى غشي بيرته د دوى پر خوا وروشړي. ما (ليکونکې) هم پخپل کتاب (السنة و مکانتها من التشريع الاسلامي) کې د نبوي سنتو د تمحيص او ساتنې په هکله زمونږ د علماوو کوښښونو ته اشاره کړې او هم مو د مستشرقينو او د هغوى د پيروانو شبهې په علمي توګه رد او ځواب کړيدي، له الله (جل جلاله) نه يې د ثواب غوښتونکى يم او خداى ( جل جلاله) يې د قيامت په ورځ زما په نيکيو کې وشميري.
٣- د رسالت د وخت عربي شعر:
پدې کې خو شک نشته چې مشرکانو د خپلو شاعرانو له لارې هم پر رسول (صلى الله عليه وسلم) او د هغه پر دعوت داسې حملې او تعرضونه کړيدي چې مسلمانان يې دېته اړ ايستلي دي چې د خپلو شاعرانو لکه حسان بن ثابت او عبدالله بن رواحه…. په ژبه د هغوى ځواب ووايي. د ادب او سيرت کتابونه ددې ډول زياتو شعرونو درلودونکي دي، او مونږ کولاى شو ورڅخه د هغه محيط او ټولنې په هکله په کومه کې چې رسول (صلى الله عليه وسلم) اوسيده او اسلامي دعوت پخپلو لومړنيو شپو او ورځو کې پکې وده کړې معلومات تر لاسه کړو.
٤- د سيرت کتابونه:
اصحابو (رضي الله عنهم) به نبوي سيرت له دوى نه وروسته خلکو ته روايت او بيانوه او ځينو اصحابو به د سيرت پيښې په ډيره دقيقه، تفصيلي او اختصاصي توګه روايت کولې. ورپسې تابعينو ددې روايتونو نقل او تدوين پيل کړ، چې له دوى نه هم ځينو ورته په خاصه او دقيقه توګه ملا وتړله لکه: ابان بن عثمان بن عفان (رضي الله عنهم) ((٣٢ / ١٠٥ هجري)) عروة بن الزبير بن العوام (( ٢٣ / ٩٣ هجري)). او له وړو تابعينو نه عبدالله بن ابي بکر الانصاري ( چې په ١٣٥ هجري کال کې وفات شويدى). محمد بن مسلم بن شهاب الزهري ((٥٠ / ١٢٤ هجري)) او دا هغه څوک ؤ چې د عمر بن عبدالعزيز په امر سره يې نبوي سنت راټول کړي، او عاصم بن عمر بن قتادة الانصاري چې په ((١٢٩ هجري)) کې وفات شويدى.
بيا له هغوى نه وروسته خلکو د نبوي سيرت سلسله جاري وساتله او په بيله توګه يې د سيرت تصنيف پيل کړ، د سيرت له لومړنيو او مشهورو مصنفينو نه يو هم محمد بن اسحاق بن يسار دى چې په (١٥٢ه)) کال وفات شويدى، او د جمهورو علماوو او محدثينو له خوا د باور وړ ګرزيدلى، خو يوازې مالک او هشام بن عروة بن الزبير ورباندې جرحه کړيده، مګر ډيرو محقيقنو دا جرحه د دوى او ابن اسحاق تر مينځ د شخصي مخالفت نتيجه بللې ده.
ابن اسحاق خپل ((المغازي)) نومى کتاب له احاديثو او هغه روايتونو څخه چې په مصر او مدينه کې يې پخپلو غوږونو اوريدلي تاليف کړيدى، خو متاسفانه نوموړى کتاب مونږ ته ندى را رسيدلى، او پدې سره مو له علمي ميراث نه لوى شى کم شوي دي که څه هم د کتاب مضمون محفوظ پاتې دى چې ابن هشام پخپل سيرت کې د خپل شيخ او د ابن اسحاق له مشهور شاګرد (بکايي) څخه روايت کړيدى.
د ابن هشام سيرت:
هغه ابو محمد عبدالملک بن ايوب الحميري دى، چې په بصره کې پيدا شوى او په (٢١٣) يا (٢١٨) هجري کال کې وفات شويدى. ابن هشام خپل کتاب (نبوي سيرت) له ابن اسحاق نه د خپل شيخ (بکايې) له روايتونو، او د خپلو نورو استادانو له شخصي هغو روايتونو نه چې ابن اسحاق ندي راوړي تاليف کړيدى. ابن هشام پخپل کتاب کې د ابن اسحاق هغه روايات چې ده له خپل علمي ذوق او نقاد طبيعت سره برابر ندي ليدلي نه روايت کوي، نو په همدې سره دا کتاب د سيرت له ټولو نه صحيح، دقيق او کامل مصدر ګرزيدلى دى، او تر دې اندازې خلکو منلى چې ورته د ابن هشام سيرت وايي. نوموړى کتاب د اندلس د دوو عالمانو سهيلى ((٥٠٨ / ٥٨١ هجري)) او الخشنى (( ٥٣٥ / ٦٠٤ هجري )) له خوا شرح شويدى.
طبقات ابن سعد:
هغه محمد بن سعد بن منيع الزهري دى، په ١٦٨ هجري کال په بصره کې پيدا شوى او په (٢٣٠ هجري) کال په بغداد کې وفات شويدى. نوموړى د سيرت او غزاګانو د مشهور مورخ محمد بن عمر الواقدي (١٣٠/٢٠٧ هجري) کاتب ؤ. ابن سعد پخپل کتاب ((الطبقات)) کې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له سيرت نه وروسته د اصحابو او تابعينو نومونه د هغوى د طبقو، قبيلو او ځايونو په اساس بيانوي. دا کتاب (الطبقات)) د سيرت له لومړنيو او باوري مصادرو څخه شميرل کيږي، او هم د اصحابو او تابعينو د نومونو له ټولو نه ښه ساتونکى دى.
تاريخ الطبري:
هغه ابو جعفر محمد بن جرير الطبري چې په ((٢٣٤ هجري)) کې زيږيدلى او په (٣١ هجري) کې وفات شوى دى، نوموړى امام، فقيه، محدث او د خاص فقهي مذهب خاوند ؤ، خو مذهب يې ډير ندى خور شوى. ده پخپل کتاب (تاريخ) کې يوازې په نبوي سيرت باندې اکتفا نده کړې، بلکه د مخکنيو امتونو بيان يې هم کړيدى، بيايې د رسول (صلى الله عليه وسلم) د سيرت لپاره د خپل کتاب يوه خاصه برخه بيله کړې او ورپسې يې د خپل مرګ تر نژدې وختونو پورې د اسلامي دولتونو له تاريخ نه خبرې کړيدي.
طبري سره لدې چې پخپلو روايتونو کې ثقه او حجت بلل کيږي، خو ډير ځله له روايانو نه د رواياتو په اسناد اکتفا او بسنه کوي او پدې سره کمزوري او باطل روايتونه هم رانقلوي.د مثال په توګه ابي مخنف چې يو متعصب شيعه ؤ رانقل شوي روايتونه،چې طبري هغه ته په اسناد کولو سره ډير روايتونه نقل کړيدي، ګويا پدې سره طبري ددې روايتونو بار او مسئوليت د ابي مخنف په غاړه وراچوي او خپل ځان ورڅخه خلاصوي.
په سيرت کې د تاليف تطور (بدلون):
لدېنه وروسته د سيرت په تاليف او ليکنه کې بدلون راغى، د ځينو اړخونو يې بيل تاليف پيل شو، لکه ((دلايل النبوة)) د اصفهاني ليکنه، ((شمائل المحمدمية)) د ترمذي ليکنه، ((زادالمعاد)) د ابن قيم جوزي ليکنه، ((الشفاء)) د قاضي عياض ليکنه، ((المواهب ا للدنية)) د قسطلاني ليکنه چې د زرقاني ((١١٢ ه وفات شويدى )) په قلم په آتو جلدونو کې شرح شويدى.
اوس هم علماء له نوي عصر او نسل سره په برابره لاره او طريقه د سيرت ليکنې کوي، او زمونږ پدې اوسني وخت کې په سيرت کې له ټولو تاليف شوو کتابونو نه د شيخ محمد الخضري (رحمة الله عليه) ((نور اليقين في سيرة سيدالمرسلين)) نومى کتاب مشهور او معروف دى، دا کتاب هر چا ته منلى او د اسلامي نړۍ په زياتو ديني مدارسو او معهدونو کې تدريس کيږي.