د خلکو په تکفير کې له زياتي ( غلو ) څخه کار اخستل :
د مسلمانانو لوی مصيبت دا دی چې له موجب پرته انسانان تکفيروي ، که څه هم د دې فکرې لومړی بنسټپالان خوارج وو خو ولې اوس هم داسې بې عقله او کم علمه خلک شته چې تکفير په مسله کې د خوارجو په پل روان دي .
زياتره يې د تکفير له خورا ستونزمنې پايلې څخه هم بې غوره وي چې ځينې ستونزې يې د بېلګې په توګه لاندې قابل ذکر بولم :
أ – : تکفير د خاوند او ښځې ترمنځ نکاح ماتوي ، ځکه په يقيني اجماع سره د مسلمانې ښځې د کافر سره نکاح دروسته نه ده .
ب – : بچيان بايد له تکفير شوي پلار څخه راجلا شي او د هغه په تربيه او ښوونه کې پاتې نه شي ، ولې چې د کفر له مخې هغه کله هم په بچيانو امين نه شي ګڼل کېدای او نزدې ده چې په بچو يې کفر اغېز وکړي.
ج – : تکفير شوی سړی نه شي کولای د مسلمانې ټولنې ملاتړ جوړ شي ، ځکه چې د اسلاميت له دائرې څخه په صريح کفر او ښکاره ارتداد وتلی دی .
د – : تکفير شوی سړی به د اسلامي محکمې په پرېکړه له توبې وروسته که توبه يې ونه ويسلته او خپل اړوند شبهات يې ازاله نه کړل ، نو له حجت قايميدو ورسته به برملا وژلی شي تر څو د مرتد اړوند اسلامي پرېکړه عملي شي .
هـ – : که په خپل کفر ومړ نو د مسلمانانو احکام به پرې نه جاري کيږي ، نه به غسل ورکول کيږي او نه به پرې د جنازې لمونځ ، نه به د مسلمانانو په مقبره کې خاورو ته سپارل کيږي اونه به ترې ميراث وړل کيږي .
و – : تکفير شوی سړی به له خپل مسلمان خپل خپلوان نه هم ميراث نه وړي .
ز – : په کفر باندې د مړ انسان له ټولو څخه زياته ستونزمنه پايله دا ده چې د الله د لعنت موجب ګرځي ، له لورينې څخه به يې برخې او په ابدي توګه به په جهنم کې وي .
د مسلمانانو د تکفير له زياتو ستونزو له مخې نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم تکفيريان زيات رټلي او توبيخ کړي دي ، له دې ناوړه چلند څخه يې په سختو الفاظو منعه کړې ده .
له ابوهريرة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دی چې رسول کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي : (إِذَا قَالَ الرَّجُلُ لِأَخِيهِ: يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهِ أَحَدُهُمَا ) [ صحيح بخاري : ۵۷۵۲ ]
ژباړه : که چا خپل ورور ته وويل : ای کافره ! نو يو پکې په کفر ککړ شو .
له عبدالله بن دينار رَحِمَهُ اللهُ نه روايت دي چې له عبدالله بن عمر رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا نه يې اوريدلي ويل يې چې رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايي : ( أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لِأَخِيْهِ يَا کَافِرُ ؛ فَقَدْ بَاءَ بِهِ أَحَدُهُمَا ؛ إِنٌ کَانَ کَمَا قَالَ ، وَإِلاَّ رَجَعَتْ عَلَيْهِ ) [ صحيح بخاري : ۵۷۵۳ . صحيح مسلم : ۶۰ ) .
ژباړه : هر چا چې خپل ورور ته وويل : ای کافره ! نو يو پکې په کفر اخته شو ، که کفر په کې و خو خبره يې سمه ده او که په کې نه و بېرته کفر ويونکي ته راجع کيږي .
ثابت بن ضحاک رَضِيَ اللهُ عَنْهُ له نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نه روايت کوي ( مَنْ حَلَفَ بِمِلَّةٍ غَيْرِ الاِسْلاَمِ کَاذِباً فَهُوَ کَمَا قَالَ ، وَمَنْ قَتَلَ نَفْسَهُ بَشَيْئٍ عُذِّبَ بِهِ فِيْ نَارِ جَهَنَّمَ ، وَلَعْنُ المُؤْمِنِ کَقَتْلِهِ ، وَمَنْ رَمَی مُؤْمِناً بِکُفْرٍ فَهُوَ کَقَتْلِهِ ) [ صحيح بخاري : ۵۷۵۴ ] .
ژباړه : له اسلام پرته که څوک په بل څه شي په داسې حالت کې قسم وخوري چې دروغجن وي نو هغسې دی چې څنګه يې ويلي وي ، او څوک چې ځان په څه شي ووژني نو جهنم کې به ورته پرې عذاب ورکړی شي ، مومن ته بدې ردې ويل د وژلو په څېر دي ، او څوک چې مومن ته کافر ووايي د وژلو په څېر يې ګناه وشوه .
له دليل او موجب پرته مسلمان ته کافر ويل ستونزمن بدعت دی چې ناوړه پايلې لري ، ځکه تکفيريان د خلکو وينې ، شتمني او په اسلام معصوم عزت او ابرو ځانونو ته حلالوي ، او په دغې ګناهونو ځانونه الله ته نزدې کوي په دې عقيده چې د الله په نېز د لوی اجر او غټ ثواب جوګه دي !!
شيخ الاسلام رَحِمَهُ اللهُ وايي : په ګناهونو او خطاګانو باندې د خلکو تکفيرولو څخه ډډه کول واجب دي ، په ګناهونو دخلکو تکفيرول په اسلام کې لومړني بدعت دی چې منځ ته راغلی دی ، خوارجو پرې روغ مسلمان کافر وبلل او دهغوی ويني او شمتني يې حلاله وبوله . [ مجموع الفتاوی : ۱۳ / ۳۱ ] .
او وايي : د خوارجو ، روافضو ، قدريه ، جهميه ، ممثله په څېر زيات بدعتيان عقيده په ګمراهۍ رهی او حق يې بولي ، او ټول هغه خلک کافر بولي چې عقيدوي مخالفت يې کوي . [ مجموع الفتاوی : ۱۲ / ۴۶۶ ] .
شوکاني رَحِمَهُ اللهُ وايي : پوهه شه چې له اسلام څخه څوک بهر او په کفر کې يې دننه ګڼل د هغه مسلمان د شان سره نه ښائيږي چې په الله او د اخرت په ورځ ايمان لري ، تر څو په کفر يې له لمر څخه وړانګين دليل ونه لري ، ځکه د صحابه کرامو رَضِيَ اللهُ عَنْهُمْ نه په صحيحو کې حديثونو کې غوڅ روايت دي چې ( مَنْ قَالَ لِأَخِيْهِ يَا کَافِرُ فَقَدْ بَاءَ بِهِ أَحَدُهُمَا ) .
او په صحيحنو او نورو کتابونو کې په بل روايت کې راځي چې ( مَنْ دَعَا رَجُلاً بِالْکُفْرِ ، أَوْ قَالَ : عَدُوَّ اللهِ ، وَلَيْسَ کَذَلِکَ اِلاَّ حَارَ عَلَيْهِ )
ژباړه : څوک چې چا ته د کفر په کلمه اواز وکړي ، يا ورته ووايي : ای د الله دښمنه ! او هغه داسې ( يعنې کافر او د الله دښمن ) نه وي ، مګر دا چې دغه کفر پرې بېرته راګرځي .
او د بخاري په روایت کې ورسره دا هم دي چې ( فَقَدْ کَفَرَ أَحَدُهُمَا ) ژباړه : په دواړو کې يو کافر دی .
تېر مذکوره حديثونه او نور ورته روايت ستره رټنه ده او د خلکو په تکفيرولو کې له توندۍ څخه کار اخستلو څخه په کې د ځان د رابندولو لوی پند پروت دی . [ السيل الجرار : ۴ / ۵۴۹ ] .
شوکاني رَحِمَهُ اللهُ بيا وايي : پر خپل دين حريص هېڅکله هم په هغه څه کې توندي نه کوي چې له باک څخه خالي نه وي، او نه هغه څه ته خاطر ښه کوي چې ګټه نه لري، نو ولې به په خپل ځان د ډار احساس نه لري چې هسې نه د هغه چا جمله کې راشي چې نبي کريم صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ کافر شميرلی وي. ( السيل الجرار: ۴ / ۵۵۰).
له موجب او شرعي استناد نه بغير د خلکو په تکفير کې امام شوکاني رَحِمَهُ اللهُ زياتوي: اوښکې خو دلته تويږي چې له قراني ايت، نبوي حديث، له الله څخه د برهان او بيان پرته د مذهبي تعصب له کبله مسلمانان سره يو بل تکفيروي، ځکه چې دين کې د تعصب کټوۍ په خوټېدو شوې، د مسلمانانو د تفرقې اختيارات شيطان ځان ته تسليم کړل، هوبهو مېرو کې د سراب او هوا کې د غبار په څېر يې پر الزام تراشۍ وروزل .
د مسلمانانو د دې ملا ماتونکي رنځ نه الله ته شکايت کو، پر دې د اسلامي دين ملا هم ماتيږي، په داسې رنځ مسلمانان هيڅکله سره نه دي اخته شوې. (السيل الجرار: ۴/۵۵۵).
دا ټوله انتها پسندي يواځې په دې خاطر چې مسلمان ته غير حق کافر ويلی شي، نو چې هېوادونه او ډلې سره يو بل تکفير کړي بيا به څه حالات وي؟!
هغه مهال به څنګه حالات وي چې د ځمکې ټول باشندګان کافر وبلل شي؟!
سُبْحَانَکَ هَذا بُهْتَانٌ عَظِيْمٌ
شيخ فوزان حَفِظَهُ اللهُ وايي: پر خلکو د کفر اطلاق بې توله او بې وزنه خلک کوي، پرځانونو د علماو ګومان کوي خو دالله په دين کې د هېڅ فقاهت حاملين نه وي، له استاد پرته د کتابونه مطالعه کوي او د خلکو خطاګانو پسې شوي وي، د تفسيق او تکفير اطلاق په هغه چا کوي چې د تکفير او تفسيق وړ نه وي، ځکه چې د الله پاک پر دين د فهم له مخې د تفسيق او تکفير مواضع نه پېژني، مثال يې دهغه ناپوهه انسان دی چې اسلحه لري خو استعمالولی يې نه شي، نزدې ده چې د خپل مرګ، د کورنۍ او عزيزانو د مرګ او ژوبلې لامل يې جوړ شي، ځکه چې د دې الاتو په استعمال سم نه پوهيږي.
له دې ځايه ويلی شو چې کوم خلک پر نورو د بدعت، فسق او تکفير ټاپې وهي او پر درون حقيقت يې جاهله دي، بايد له ويلو مخکې يې علم حاصل کړي او له الله څخه دې نور وډار شي، په داسې موردونو کې له علم پرته خبرې کول له شر پرته نور څه نه دي،او هم پر الله پاک له علم پرته تقوّل دی او له دې بله لويه ګناه نشته، الله پاک فرمايي (قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا بِاللَّـهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّـهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ) [ سورت اعراف:۳۳].
ژباړه : ته ووايه: يقينًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حيايۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شريك كړئ چې د هغه په هكله هغه (الله) هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ.
او الله پاک فرمايي:(وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَالٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ)[ سورت نحل : ۱۱۶]
ژباړه : او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بيانوې تاسو دا مه وايئ چې دا حلال دى او دا حرام دى، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي.
او الله پاک فرمايي (انَّمَايَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللَّـهِ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ) [ سورت نحل: ۱۰۵)
ژباړه : بره همدا ده چې دروغ هغه كسان تړي چې د الله په ايتونو باندې ايمان نه راوړي او همدغه خلق دروغجن دي
او الله پاک فرمايي (وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَىٰ إِلَى الْإِسْلَامِ وَاللَّـهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ) [ سورت صف: ۷]
ژباړه: او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي۔ او الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
له دې کبله په مسلمانانو او طلاب العلمو باندې واجب دي چې شرعي علم له اصلي مصادرو او رښتني علماو څخه واخلي ، بيا به له علم وروسته د خبرو انداز هم وپېژني او د احکامو مرتبه هم، سلفو صالحينو به هم له علم پرته هېڅ خبرې نه کولې او د خپلو ژبو حفاظت به يې خپله کوو .( ظاهرة التبديع و التفسيق و التکفير وضوابطها: ۳۷).
پر خلکو د کفر لګونکي حتی د خپلې ورځې او شپې شرعي عملي حکمونو باندې جهالت لري خو بيا هم د خلکو په تکفير کې ننوتي دي او هېڅ ټنډه يې پرې خرابه نه ده .
شيخ عبدالله بن عبدالرحمن ابوبطين وايي: د حيرانتيا وړ دا ده که له تکفيريانو څخه د طهارت اړوند د کوچنۍ مسلې پوښتنه وکړې، يا د پلور پېر يا د بلې مسلې پوښتنه وکړې نو د خپل مجرد فهم او عقل له مخې درته ځواب نه شي ويلی، بلکې د علماو اقوالو او فتواګانو ته به رجوع کوي ترڅو درته سمه مسله واوروي، نو د دين په عظيم ترينه مسله کې چې ښکاره خطرات لري څنګه به وکولی شي چې د عقلي استحسان او مجرد فهم له مخې په کې جرات کوي؟ ( منهاج أهل الحق والاتباع: ۷۷ د ابن سحمان ليکنه)
شيخ سليمان بن سحمان رَحِمَهُ اللهُ هم وايي : له دغو جاهلانو څخه چې د تکفير په مسايلو اخته دي، د حيرانتيا وړ دا ده چې دوی د هغو خلکو د علم د لسمې لسمې برخې ته هم نه شي رسېدلی چې شيخ ابوبطين ورته اشاره کړې ده، لږ وړاندې مو ذکر کړل چې که په طهارت يا بيع يا نورو ابوابو کې ورڅخه وپوښتل شي نو د خپل عقل او مجرد فهم له مخې بيخي ځواب نه ورکوي ترڅو يې مسله کې د علماو اقوال نه وي کتلي، ، نو د دين په عظيم ترينه مسله کې چې ښکاره خطرات لري څنګه به وکولی شي چې د عقلي استحسان او مجرد فهم له مخې په کې جرات کوي؟ ( منهاج أهل الحق والاتباع: ۸۰ د ابن سحمان ليکنه)
الله پاک د ورکړي غښتلي علم او ځېرکتيا، حق ته په صدق ژمنتيا باوجود د اهل السنت والجماعت علماء په دې باب کې تر هر چا ځان ډېر ساتي او پوره تثبت کوي.
شیخ الاسلام ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ وايي: له دې کبله به ما جهمي حلوليانو او د الله پاک له فوقيت څخه منکرينو ته ويل چې که زه مو خبره ومنم کافر کېږم، ځکه زه په دې پوهېږم چې دا د کفر خبرې دي، خو زما په نېز تاسو کافران نه ياست ځکه چې جاهلان يئ، دا يې علماؤ، قاضيانو او شيوخو او چارو سرپرستانو ته د هغه خطاب و. ( الرد علی البکري: ۲۶۰).
بيا شيخ الاسلام ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ وايي: زما د مجلس خلک په دې ډېر ښه پوهيږي چې ترهر چا زه د معين تکفیر او تفسيق څخه ډېره منعه کوم، مګر دا چې شرعي حجت پرې قائم شوی وي او دا يې مخالف وي، خو د غه مخالفت کله کفر، کله فسق او کله عام معصيت وي، او دا زما پخه عقيده ده چې الله پاک دې امت ته خطاګانې بښلي دي، دغه بښنه ټولو خبري قولي او عملي مسايلو ته شمول لري. ( مجموع فتاوی شيخ الاسلام ابن تيميه : ۳ / ۲۲۹).
ابن تيميه رَحِمَهُ اللهُ بيا وايي : هيڅ مسلمان نه شي کولی چې بل مسلمان د هغه په خطا او غلط تکفير کړي، ترڅو پرې قيام حجت نه وی شوی، د چا اسلام او دينيت چې په يقين ثبوت شوی وي هيڅکله په شکونو نه زايله کيږي، هله ترې دين زايله کيږي چې د حجت قيام پرې وشي او شبهات يې هم ازاله شي. (مجموع فتاوی ابن تيميه: ۱۲/ ۴۶۶).