جومات په اسلام کي لوړه منزله لري، ځکه جومات دعبادت ځای دی، د پوهې او علم مدرسه ده، د ټولنی د مشکلاتو د حل محکمه ده ، او همدغه یو فخر یی بس دی چی مونږ ورته د الله کور وایو.
په اسلام کی د جومات ارزښت هغه وخت سړی ته معلوم شی چی کله سړی د نورو ادیانو د عبادت ځآیونه وګوری بس نوم یی شته خو اثریی نشته دی.
خو په مقابل کي زمونږ جوماتونو د تاریخ په اوږدو کی په ټولنه ژور اثر پریښی دی چی د بیلګی په توګه تری موږ د مدینې منورې د الله جل جلاله د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم جومات او د دار الصفه د مدرسی نه تر اوسه یی رغنده رول د زده کړی او روزنی په میدان کي، د جامع الازهر جومات او روسته بیا د ازهر پوهنتون ، جامع الزیتونة په تونس کی او اوس پوهنتون، د دمشق الجامع الاموی او درسونه، د بغداد لوی لوی جوماتونه او دعلم حلقات، د ترکی د خلافت عثمانی نه راپاتی عالی شان جوماتونه او تکیه ګانی او درویشان، زمونږ د خپل ګران هیواد د پلخشتی مسجد د انګریز یرغلګرد په ضد پاڅون او د قرآن کریم د زده کړی حلقی د ټول پدی دلیل دی جومات څومره ارزښت لری او د مسلمان ژوند کی څه بدلون شی راوستلی .
دلته مسلمانان د عبادت اوعقیدت لپاره راغونډیږی، ماشومان ور په لیک او لوست زده کوی، د واده تړاو مو په جومات کی تکلمیږی او د مسافر بی وزله د سر پناه او شپو ځای دی
جومات د اسلامی ټولنی بچیان اتحاد او یوالی ته رابلی، او ده یو تر بله د لاس ورکولو کلتور او فرهنګ ور زده کوی.
جومات پوهنتون دی جومات محکمه ده جومات د پیوستون مرکز دی ، د حرکت نقطه ده ، جومات د مشری ځآی دی، د سیاست پارلمان دی او د حکومت بنسټ دی خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم به تری د اسلامی لښکرو بیرغونه روانول، وفدونو سره به یی په کی ملاقاتونه کول او تړونونه بی ورسره امضاء کول غونډی جرګو ځای و
کله چی مو خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې نه د مدینې ته مهاجر شو تر هر څه وړاندی د خپل جومات بنسټ کیښود تر څو په دونیا کی د اخرت د کامیابی لپاره ښه مجهز سمبال میدان او بازار ولرو عابدان مو په کی عبادت وکړي او او بی لاری ور په لاری ته راشی او غریبان مو په کی اوسیږی.
د صحابه کرامو زړونه د جومات شول د اوږدو لارو طی کول ورته اسان شول د وخت سرمایه همدلته لګوله او د یو د بله به مخکی کیدل، د جومات په دیوالونو کی خپل راحت ګڼه او هلته بی یې د یو واحد معبود عبادت کولو الله فرمایی: (وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) ټول جوماتونه د الله دي نو دهغه سره نور څوک مه رابلئ.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم په هغه اوه کسانو کي چی د قیامت په ورځ به د الله د عرش د سیوري لاندی وی یو هغه څوک یاد کړی دی: (ورجل قلبه معلق بالمساجد) هغه سړی دی چی زړه د جوماتونو پوری تړلی شوی وی. صحیح البخاري( 1423) ومسلم (1712).
اوس که مونږ غواړو چی د جومات ټولنیز هر اړخیز دور راته تازه کړو باید د هرڅه وړاندی د جوماتونو اصلاح اوشی تر څو ددی جوګه شی چی ګناهګار نفسونه ور په کي پاک شی او بدلون ور په کي راشی او دتعلیم تربیی کور تری جوړ شی .
او دا هله کیداشی چی جوماتونو ته داسی ملا امامان وټاکو چی د دین اسلام ژوره پوهه ولری او دونیا سره اشنا وی او امامت خپل مسؤولیت وګڼی ددی پر ځای چی د رزق دروازه بولي.