ژباړه: شرر ساپی
آمنه په کړکۍ کې ولاړه وه کعبې ته يې کتل او د خپل خوږ زوی محمد د راتګ لار يې څارله، چې ورته ووايي يثرب ته د خپل مېړه مزار ته ځي، هغه وخت راورسېد چې محمد په کې د خپل پلار قبر وپېژني.
هغې خپل زوی ته د هغه له عمر سره سمې خبرې کړې وې، خو نن شپه به يې د عبدالمطلب له نذر نه خبروي. هغه اراده کړې وه، که الله لس زامن ورکړل، يو به يې خپل خدای ته قرباني کوي او بيا يې په خپلو زامنو څنګه پچه واچوله او د عبدالله پچه راووته، بيا يې دغه زلمی په سلو اوښانو فديه کړ، عبدالله شام ته د قريشو له کاروان سره لاړ او د عبدالمطلب ماماګانو بني نجار په کورکې مړشو.
دغه خبرو د آمنې د زړه زخم نور هم تازه کاوه او خواشيني کوله يې، خو هغې د محمد په اړه هر درد ته غاړه کېښوده او هغه ته يې په ډاګه کړه چې له وياړلي مور او پلار نه پيدا دی او د عربو غوره خيلونو ته منسوب دی. زهره او بني هاشم. بايد هغه رشته وپيژني چې دده او د خزرجيانو تر منځ نښتې ده، عبدالمطلب هم په دې هڅه کې و چې د هاشميانو او بني نجار تر منځ دغه رشته وپالي او هغه مهال خوشاله شوه چې عبدالمطلب ورته له ځان سره يثرب ته د محمد د بيولو اجازه ورکړه او په دې يې هم ورته سپارښتنه وکړه چې د بني نجار قومي مشر نابغه کور ته دې هم ورشي، هغه به د عبدالله په زوی ډېر خوشاله شي.
په کوټه کې يې سترګې يوې خوا او بلې خوا واړولې، ته وا چې د عبدالله اروا په کې ګرځي. عبدالله باندې له هغې ورځې نه وروسته شپږ کاله او دوه مياشتې واوښتې چې له آمنې سره يې وروستۍ خدای په اماني وکړه، او د قريشو له کاروان سره شام ته په سوداګرۍ روان شو. هغه د آمنې په خيال کې اوس هم ژوندی و، ډېری وختونه به يې په زړه کې تېره شوه: کاش چې اوس راسره وای چې د خپل خوږ زوی په اړه يې ورسره خبرې کولی. ډېر ځله يې په خوب وليده او ډېرځله يې پرې اوښکې توې کړې.
اوښکې يې پراننګو وبهېدې، لاس يې ورپورته کړ، اوښکې يې پاکې کړې او بيا لارې ته ځيره شوه؟ محمد يې وليده، کور ته ګړندی راروان دی، هغه په خپله لاره چابک ګامونه اخلي او نيغ راروان دی، هغه له ماشومتوبه بې لاري نه پيژانده او په نيغه لاره به روان و.
د آمنې زړه له نور نه ډک شو، خوښۍ يې د زړه تارونه وشرنګول او خوشالي يې په سترګو کې وځلېده، خپلې شونډې يې په يوې داسې خوږې او نرۍ مسکا وسپړلې چې د وجدان په چينه کې يې سپيڅلي احساسات راوخوټول.
آمنې د عزتمن راتلونکي تابيا ونيوله، برکه پوه شوه چې محمد راغی، زړه يې سپک شو او په خپلې مشرې پسې يې منډې کړې، تر څو هغه ماشوم ته ستړي مه شي ووايي چې په خپله غېږ کې يې د راخيستو له لومړۍ ورځې څخه خوښي او خوشالي وربخښلې ده. آمنې محمد خپلې غېږې ته په ډېره مينه راجوخت کړ، برکه ورته ځيره ده، سترګې يې له اوښکو راډکې شوې، د ماشوم ورپام شو، ورغی او غېږې ته يې ځان ورګوزار کړ، هغې هم په مينه ښکل کړ. پرې راټيته به شوه او د نرګسو دغه ګېډۍ به يې بوی کړه، د هغه له بدن نه د مشکو بوی خوت داسې چې له هر خوږ بوی نه خوږ و.
د ډوډۍ وخت شو، دسترخوان وغوړېده، آمنه، برکه او محمد درې واړه دسترخوان ته کيناستل. آمنې به خپل محبوب ته ښه خواړه وړاندې کول، خو هغه نه خوړل، هغه به يواځې د خرما په څو دانو بسنه کوله. آمنه حيرانه وه چې محمد ډېر لږ خوراک کوي خو تر نورو تندرست او پياوړی رالويږي.
محمد او آمنه خپلې کوټې ته لاړل، مور خپل زوی ته د هاشم بن عبد مناف کيسه شروع کړه چې څنګه يثرب ته لاړ، له خزرجې سلمی سره يې واده وکړ، بيا عبدالمطلب د خپلو ماماګانو کره وزيږېد، هاشم مړ شو، عبدالمطلب يثرب ته لاړ او خپل وراره يې مکې ته راوست. بيا عبدالمطلب ته د بيت الله د حاجيانو د خړوب، خدمت او زمزم کينستل وسپارل شول، پلاريې (عبدالله) وزيږدو.
په ډېره عاطفوي لهجه ورته خپله او د عبدالله کيسه کوي. محمد ورته هم ځير دی، د کيسې په منځ کې هوښيارې پوښتنې کوي، چې د پياوړي عقل استازيتوب يې کوي. هغه شپږکلن و، خو د خپلې مور په سترګو کې سړی ښکارېده، ځکه چې هغه به په راتلونکې کې يو ستر مسئوليت پرغاړه اخلي. خبرې يې ورسره په دې راونغښتې چې دواړه به يثرب ته د پلار زيارت ته ځي. د هغه او د نيکه د ماماګانو بني نجار ترمنځ يې اړيکې خړې پړې شوې وې، له هغوۍ نه به د مرستې غوښتنه کوي، لکه چې پخوا يې د نيکه ترشا هغه مهال ودرېدل چې نوفل تره يې غوښتل له دوی نه د خړوب او د حاجيانو د خدمت شرف واخلي، مکې ته راغلل او د خپل خوريې حق يې تايد کړ او هغه تمې يې پرې کړې چې د عبدالمطلب نه د دغه شرف د اخيستلو په موخه راپورته شوې وې.
آمنې دوه سپرلۍ تيارې کړې، يوې ته يې ډېر اهتمام او ارزښت ورکړ، د پاسه يې پرې د لرګي ډولې جوړه کړه چې خوږ محمد د لمر له تاوه او له ريګستاني بادونو وژغوري، زوی به يې په پاملرنه کې د سپرلۍ په شا ناست وي، په ټوله لار به يې پالنه کوي او زړه به يې له هيلو او رڼاګانونه ډک وي، او بله سپرلۍ يې برکه ته برابره کړه چې د سفرتوښه پرې بارکړي او په ارامه يثرب ته ورسيږي.
آمنې انتظار ويسته چې کله به يثرب ته کاروان روانيږي، هغه د خپل مېړه زيارت ته ډېره ليواله وه چې له هغو سترګو نه پرې اوښکې تويې کړې،کومې چې د مړينې له ورځې نه وروسته سره نه دي ورغلې، پلار وهب يې مړ شو، هغه هم غمجنه کړه، خو د عبدالله د مرګ خبر يې په زړه کې اور بل کړ، هغه د وهب د زړه ټوټه وه،خو سره له دې چې عبدالله ورسره ډېرکم وخت تېرکړی و، خو د هغه روح يې اوس هم په زړه کې وزرې رپولې.
محمد د هغې ورځې انتظار کاوه چې کاروان به په کې له مکې نه يوې نامالومې خوا ته له هيلو سره روانيږي. هغه د زيږدنې په اتمه ورځ د هوزان خاورې ته وړل شوی و او لومړۍ سترګې يې د بني سعد په خيمو او هغه دشته لګيدلې وې چې حريت او ازادۍ په کې لوبې کولې، په هغه سخت زړي وچ غره يې سترګې ولګيدې چې په تروش تندي يې د ژوند سختې تعبيرولې، له کومې ورځې نه يې چې پل اخيستی، هڅه يې کړې چې دغه غرونه رالاندې کړي او ويې کړای شول چې سر ته يې وخيژي، اسمان ته حيران ورګوري، داسې ورته ځير شو، لکه چې د اووه اسمانونو له پاسه سره اړيکه لري.
مکې ته له راتګ څخه د وړاندې يې په بني سعد کې د خپل عبدالله ورور، انيسه او شيما خويندو، حليمې مور، حارث پلار او د ابي ذوئيب له ګډو سره زړه لګيدلی وو، دغه خوږې ورځې يې له ياده نه ويستې، مکې ته چې به راستون شو نو د خپلو ترونو حمزه او عباس او د هاشمي هلکانو په ليدو به خوشاله شو، خو خپله کورنۍ او وروڼه يې نه هېرول، له آمنې سره به يې د هغوی د وفا او مينې کيسې کولې، په هغه ورځو کې يې په ذهن کې نه ورګرځېدله چې په خپل رضاعت يې هغوی ته شرف اوعزت وربښلی دی.
زړه يې دې ته چمتو شو چې دغه خلکوته به ورځي، داسې خلک چې تر دې وړاندې يې پرې سترګې نه وې لګيدلې او نه يې ورته د رسېدو لار مالومه وه، بس دی! چې پلار يې هلته وروستۍ ساه ورکړه او ددوی په خاوره کې خښ شو، د هغه زړه د رحمت په داسې مشاعرو او ولولو ډک دی، چې دنړۍ يوه خزانه ورته هم نه رسيږي.
هرڅه ته چې يې سترګې رسيږي، ورسره مينه لري، په ستورو ډک اسمانونه، په غرونو او خوړونو ډک سيندونه، نباتات، واښه، ونې، څېرونکي او مينه ناک مارغان، غټ او واړه ژويي، بد او نيک انسانان. محمد له وجود سره تناسق او له نړۍ سره تعاطف کړی دی، ليواله دی چې ټوله نړۍ خپلې سينې ته راجوخته کړي او يايې په خپله سينه کې ونيسي.
د سفر وخت راورسېده، د قريشو کاروان چې يثرب ته روان دی، له حرم نه د باندې د عبدالمطلب اجازې ته منتظر دی، آمنې په خپل کور وروستی نظر واچاوه، هغه شيبې يې سترګو ته ودرېدې چې په لومړی ورځ دې کورته راغله، عبدالله په ډېره مينه په ټولو کوټو وګرځوله چې ګډ خوندور ژوند ور وښايي، ډېره خوشاله وه، له کور نه يې هيلې او خوبونه والوتل او د مستقبل په اسمان کې يې وزرې رپولې، عبدالله يې د عبدالمطلب په عمر وليد، چې د کعبې تر څنک په غوړيدلي ټغرناست دی، بچي يې ترې راچاپيره دي او شمير يې تر لسو رسيدلی دی!
ښه خيال و، عبدالله به هم په ښو تصوارتو بدرګه کوله، د هغه په ذهن کې نه ورګرځېدله چې دده د خوبونو شهزاده ته به مرګ کمين نيولای وي او دغه د هوا ماڼۍ به يې ټولې رانسکوريږي، عبدالله په نه راګرځېدونکي سفر ووت، او آمنه يې اميدواره پرېښوده، نژدې وه چې غمونو له منځه وړې وای.
هغې هيله لرله چې عبدالله ته لس بچي وزيږوي، خو يواځې يې يو محمد وزيږاوه، هغه اوس هيله لري چې يو محمد به له لسو نه غوره وي او هغه غيبي غږونه به پلي کړي چې د اميدوارۍ پرمهال يې اورېدل، د زېږېدو پرمهال چې يې کوم غږ اورېدلی و، د ماضي په ګړنګونو کې راوګرځېد: دغه ماشوم به د دې امت سالار وي. ډېره زياته اغېزمنه شوه، يو دم يې محمد خپلې سينې ته راجوخت کړ او اوښکې يې وبهېدې.
آمنې خپل کور پرېښود، محمد يې له لاسه نيولی او برکه ورپسې وروسته روانه ده، دروازه يې بنده کړه، احساس يې کړه چې په ځان پسې يې د خپل ژوند دروازه وتړله، هغه د خپل مېړه زيارت ته خوشاله وه، خو کله چې کاروان روانېده، وارخطاشوه، د وارخطايې لامل يې نه و مالوم، ويې انګيرله لکه چې د عبدالله په څېر بيرته خپل کور ته را ونه ګرځي او يا له دې وډار شوه، چې په خوږ زوی يې په لاره کې څه ونه شي؟
هغې لارې ته راکوزشول چې د ابراهيم وره ته ماته شوې وه، کعبه، زمزم او د قبيس غر يې وليدل، محمد بيت الله ته کتلې او له خوشالۍ نه يې مخ لکه ګلاب غوړېده، هغه به لومړی طواف کوي او بيا به کاروان پسې روانيږي چې د پلار قبر او د نيکه ماماګانو ته يې ورسوي. هغه خلک به هم وويني چې ورسره مينه لري او دی پرې ګران دی. د برکې شونډې په دعا وخوځيدې خو آمنې خپل کور پسې مخ وګرځاوه،خدای په اماني يې ورسره وکړه، ستونی يې راډک شو او له سترګو نه يې اوښکې راوڅڅېدې. درې واړو حجرالاسود ښکل کړه او بيا يې له بيت الله نه طواف پېل کړ، آمنې خپل رب ته لاسونه پورته کړل او ترې ويې غوښتل چې خوږ محمد يې له هر مصيبت نه وساتي او بيرته يې روغ رمټ خپلې کورنۍ ته راوګرځوي، محمد د طواف کوونکو دعا ته غوږ دی، برکه ورپسې وروسته روانه ده، د هغې ذهن له دعا او مناجات نه د سفر ستړياو بوخت کړی و.
له طواف الوداع نه فارغ شول، او هلته لاړل چېرته چې کاروان ولاړ و، دواړه خپلو سپرليوته ور روان شول، خپلو سپرليو ته له ختلو نه يې مخکې عبدالمطلب وليده چې خپل غلام له لاسه نېولی دی او بچي يې ترې چاپيره تاويږي، دغه مهال د عبدالمطلب سترګې ړندې شوې وې، هيڅ يې نه ليدل خو بيا هم راغی چې له آمنې او محمد بن عبدالله سره مخه ښه وکړي، عبدالمطلب لاس وغځاوه او په ډېره مينه يې د خپل لمسي په سر کش کړ، بيا يې په غېږ کې راواخيست، خپلې سينې او زړه ته يې جوخت کړ او په ډېره مينه يې بوی کاوه، ګوندې د خپل روح ښيښه ترې ډکوي، سترګې خو يې هسې هم ړندې شوې وې.
عبدالمطلب ځوانې کونډې ته مخ کړ، په مهربانه غږ يې ورته په محمد سپارښتنه وکړه چې روغ رمټ يې خپلو ماماګانو ته ورسوي او بيا يې د هغې لپاره هم ښه وختونه وغوښتل. د کوچېدو وخت راورسېد، د محمد ترونه راغلل چې له ور سره مخه ښه وکړي، د آمنې زړه راډک شو او له سترګو نه يې اوښکې وبهېدې.
کاروان روان شو، آمنې شاته وکتل او په کعبه باندې يې يو اوږد نظر واچوه، وېره يې محسوس کړه، لکه چې کوم لاس يې په زړه کې ګوتې وهي، خپل دغه خواشينيتوب او تشويش ته حيرانه شوه، ګوندې کوم پټ غږ ورته وايي چې په دې سپيڅلې سيمه به دې دغه ورستۍ نظر وي، دا يوه داسې جدايې ده چې وروسته يې وصال نه شته.
آمنې کوښښ وکړ چې دغه تشويشونه له زړه نه وباسي، په محمد يې ځان مشغول کړ، ناز ورکوي، لوبوي يې، خبروته يې غوږ نيسي او خبرې ورسره کوي، خو زړه يې شاته د قبيس غره ته ځير دی، په خپلو دوه سترګو يې داسې ښکلوي ته وا چې په کې ويلي کيږي.
برکه آمنې ته ځيره شوه چې هره شېبه به يې شاته شاته کتل، ګومان يې وکړ چې د هغې شاته ډېر کتل د هغې د بېرته راګرځېدو په مانا دي، هغه مهال عربانو دا عقيده لرله چې شاته ډېره کتنه د بيرته راګرځيدنې په مانا ده، د برکې په شونډو مسکا خپره شوه.
کاروان په لويه دشته کې روان دی، محمد د ستورو تماشه کوي، د لمر په راختلو يې زړه باغ باغ شي، او د لمر په پريوتو يې په زړه کې طلايې وړانګې وغځيږي، هغه په نړۍ کې ويلي کيږي او له خپل چاپيريال سره د تناسق په حال کې دی، کله چې يې سترګې په دغه سره دشته کې په شږو، تيږو، خرماوو، کوهيانو، چينو ، مخورو او مريانو ولګيږي، د يوه نا اشنا عاطفوي کيفيت سره مخ شي.
کاروان د سمندر غاړه ونېوله، په ښځو او نارينو کې خوځښت راغی، په اوښانو پسې د اوښبه و مترنم غږونه پورته شول او خپل اوښان يې ګړندي کړل، محمد په خوږو سترګو خپلې مور ته وکتل، په سترګو کې يې پوښتنې وې، لکه چې ورته وايي: دا ګړنديتوب څه مانا لري؟ مور يې پرې پوه شوه ورته يې وويل:
– منات. د اوس او خزرج خدای.
دآمنې رنګ ژيړشو، او په مخ يې د خواشينۍ وريځ راخوره شوه، د “منات” يادونې يې ذهن ته د مرګ فکر راوړ، منات د (منايا) مرګ او د قدر د پټو خبروخدای دی، هغوی په کې وېره ليده؟ ازل به ورته په دغه سفرکې څه خوندي کړي وي؟ له کومې ورځې نه چې له مکې نه راروانه شوې ده، زړه يې لوېدلی دی او د دغه خواشينۍ لامل هم ورته نه دی په ډاګه شوی. ايا د خپل محبوب عبدالله قبر ته ورتګ د دغه خواشينۍ لامل دی؟ او که نه سفر له خپلوانو او دوستانو نه د جدا کېدو وېره راشنه کوي، عبدالله يې د سترګو رڼا د سږو هوا او د روح روح دی، که يې له سترګو نه اوښکې تويږي او يا هم خواشيني پرې زور راوړي کومه نا اشنا خبره نه ده .
کاروان ساحل ته نيږدې د مکې او مدينې په منځ کې واړول، خلکو يو بل ته وويل چې دوی په قديد مشلل کې دي، دوی لا ناست نه وو چې په ډېره عاجزۍ د ساحل تر څنګ يوې ډبرې ته ور روان شول، د هغې ډبرې تر څنګ کاهنان (منجاوران) ولاړ وو، خوشبويانې يې لوګی کولې او عبادتونه يې کول.
محمد آمنې ته وکتل، هغه تر دې وړاندې داسې ډبره نه وه ليدلې چې خلکو يې درناوی کاوه، قربانياني يې ورته کولې، طواف يې ترې کاوه او ډالۍ يې ورته ځړولې، مور يې ورته وويل:
– دغه منات دی.
دغه بت د اوس خزرج، ازد اوغسان په واک کې و، هغوی چې به د حج لپاره کعبې ته لاړل، طواف به يې وکړ، له سر خرلو پرته ټول مناسک به يې له خلکو سره يوځای ادا کړل، کله چې به را ستانه شول، خپل منات بت ته به راغلل او خپل سرونه به يې همدلته وخرول، هغوی په دې عقيده و چې له منات پرته حج نه ادا کيږي.
قريشو، هذيل، خزاعه، ازد، شنوه او نورو به د دغه بت ډېر درناوی کاوه، د ټول حجاز قبيلو به يې عزت او درناوی ساته، کاروانيانو ترې طواف شروع کړ، او ډالۍ يې ورته وړاندې کړې، محمد يې له لرې تماشه کوي.
هغه نه پوهيږي چې له دې خلکو سره له طوافه چا منع کړی دی، د هغه زړه نه منله چې د خپل قوم سره د دغې ډبرې عبادت وکړي، محمد په دغه ډبره کې هغه خوښي او خوشالي نه ليدله کومه چې يې په نړۍ کې ليدله، کله چې به هم نړۍ ته ځير شو، فکر يې کاوه چې په بدن کې يې يو روح حرکت کوي، خو دغه ډبره ورته بې روحه مړی ښکاره شو.
کاروان د روانيدو تياری ونيو، آمنه خپل خوږ محمد ته د دغه قومونو د خدايانو په اړه خبرې کوي، دغه نړۍ هم يو لوی الله لري، چې زمکه او سمانونه يې پيدا کړي، لمر او سپوږمۍ يې مسخرکړي، زمکه يې په باران راژوندۍ کړې ده او دغه بتان چې دوۍ يې عبادت کوي د هغه لوڼې دي چې دغه ستر ذات ته يې شفاعت وکړي، محمد خپلې مور ته غوږ دی، تر دې چې يثرب ښکاره شو.
کاروان د نخيل په شنه سيمه تير شو او خپلو سيمو ته ورسېد، آمنه، محمد او برکه نيغ د بني عدی بن نجار د قوم مشر نابغه کور ته ورغلل.
محمد په يثرب کې دنګو برجونو ته ګوري، فکر کوي چې دغه ښار د جګړې ميدان دی، په هر کلي کې د اوس، خزرج او يهودي قبيلو غښتلې کلاګانې ودانې وې چې په کې کورونه او بازارونه ودان شوي وو، د او بو شړهار يې واورېده، فکر يې وکړ چې کوم ملکوتي غږ يې اوريدلی دی.
د آمنې زړه په ټوپونو شو، هغه د خپل محبوب له قبرنه يواځې څوګامه لرې وه، د عبدالله قبر، چې ورته ليکل شوي و په پردېسۍ کې به مخکې له دينه مري چې سترګې يې په خپل خوږ زوی يخې شي، هغه څوک چې د حليمې سره به د خيالونو په سمندر کې ډوب شو او د هغه عزتمن ماشوم په اړه به يې خبرې پېل کړې چې د اميد وارۍ پرمهال يې په اړه زېری ورکول کېدل، خو دغه خبره يې په خوا او خيال کې هم نه ګرځيده چې يوه ورځ به دغه ښار چې عبدالمطلب په کې زيږېدلی او عبدالله په کې مړ شوی دی د خپل خوږ زوی په نوم و نومول شي او له دغه ځايه به د رسالت رڼا راوځي او د عبدالله زوی محمد به ټوله نړۍ په نورکې و لمبوي.
دواړه سپرلۍ د نابغه د کور مخ ته ودرېدې، بنونجار د آمنې او د خپل خوريي عبدالمطلب د لمسي استقبال ته راووتل، ښځو د عبدالله له ميرمن سره ستړي مه شي وکړه، آمنه محمد او برکه لا دمه شوي نه ول چې د پېښو اوغمونو خوږلن راتازه شو، داسې پېښې چې کلونه پرې اوښتي و او داسې غمونه چې د زمانې د شږو لاندې ويده وو، ښځو کيسې پېل کړې، چې عبدالله يې څنګه ناروغه راخيستی و؟ او د دې کور ته يې راوړه، له يوې مياشتې نه زيات د دوی په کور کې په خپله بستره ورنځېده، د هغه او له مکې نه يې پوښتنې ته راغلي ورور تر منځه څه خبرې تيرې شوې! د بني عدی بن نجار د قبليې يوې ميرمنې آمنې ته مخ راواړاوه او ورته يې وويل هغه به ستا نوم ډېر يادوه، يو ځلې بيا د هغې کونډې له سترګو نه اوښکې روانې شوې چې د عبدالله له مړينې څخه وروسته نه وې ودرېدلې، له صحرا نه راغلي خلک له دمې وروسته پاڅېدل چې د قريشو د پردېس زلمي قبر ته ورشي چې د نابغه د کور په انګړ کې خښ شوی دی، په خواشينۍ سره قبر ته روان شول، د آمنې رنګ ژيړ وتښتېد، د زړه ضربان يې زيات شو، د محمد لاس يې ونيوه، فکر يې کاوه چې د پښو لاندې يې ځمکه ښويږي، بل لاس يې په برکه واچاوه او بيا ورنيږدې شوه، په ځان يې زړه وسوځېده.
د عبدالله عنبري تصور فضا ډکه کړې وه، نژدې وه چې بوې يې حس کړي، تنفس يې حس کړي، د ګوتو لمس يې احساس کړي او غږ يې واوري، د دې په خيالونو او ضمير کې ژوندی دی .د زړه په تل کې يې ناست دی، هغه نه دی مړ، هغه د دې په ژورو کې ژوندی دی، هغه يې د زړه ضربان او د وجدان اضطراب دی .
د خپل حبيب په قبر يې سترګې ولګيدې، تريخ حقيقت ور برسيرن شو، عبدالله دلته د خاورو لاندې دی، داسې ترې جلا شوی چې بيا سره نه يو کيږي. خواشيني يې زړه زبيښي، خواشينۍ يې په سينې ګونډې خښې کړې، هڅه يې کوله چې د خپل خوږ زوی له مخې خپله عاطفه راقابو کړي، خو دغه د بشريت له توانه پورته کار و. په قبر راټيټه شوه او ښه ډېر يې وژړل.
د برکې ستونی راډک شو او بيا يې چيغې کړې، د محمد زړه هم له رحمت نه ډک شو، چې خپله مور يې په ژړا وليده، نو هغه هم په ژړا شو، بيا يې ورمنډې کړې او له خپلې مور سره يو ځای په قبر راټيټ شو او پرې ويې ژړل. آمنې خپلې سينې ته راجوخت کړ د دواړو اوښکې وبهيدې چې د مينې د تږي پردېس زلمي هډوکي خړوب کړي.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار